ډېوالي پاکستان
نورالباري مل
September 26, 2023
نورالباري مل
September 26, 2023
جنوري ۱۵، ۲۰۲۱، د پاکستان د دولتي هوايي شرکت پي ای اې بوينګ ۷۷۷ الوتکه له کولا لمپور څخه د اسلام اباد پر لور حرکت ته چمتو ده. د الوتکې وروستی مسافر هم الوتکې ته پورته شو. دروازې بندې شوې. د الوتکې کپتان له دود سره سم د مسافرو هرکلی وکړ. کپتان ډاډ ورکړ چې په څو شيبو کې به الوتکه د اسلام اباد پر لور وخوځېږي.
ښه شېبه ووته، خو الوتکې لا هم له خپله ځایه حرکت نه دی کړی. مسافران حيران او غصه دي چې الوتکه ولي تر ټاکلي وخت يو ساعت وروسته هم له هوايي ډګره نه ده پورته شوې.
انتظار اوږد شو، مسافرو غاو جوړ کړ، هر يو د الوتکې له کارمندانو همدا يوه پوښتنه کوي چې الوتکه ولي لا نه پورته کېږي؟
په دې منځ کې يوه مسافر ږغ وکړ.
توجه توجه!
"دا دی همدا اوس د پي ای اې پر رسمي ټويټر پاڼه اعلان وشو. دا اولوتکه پوروړې(قرضداره) ده. د ماليزيا حکومت يې په پور کې راګرځوي. ههههه څه ریشخند. ډېوالي هېواد، ډېوالي الوتکه!"
مسافر حيران يو بل ته ګوري او همدا فکر کوي چې اوس به د دوی الوتنه څنګه کېږي، دوی خو ټکټ پرې کړی دی.
شېبه وروسته، د الوتکې له لاوډ سپيکر څخه ږغ راغی:
"درنو مسافرينو، د ماليزيا پوليس زموږ الوتکې ته له هوايي ډګر څخه د وتلو اجازه نه ورکوي. تاسې ټول به په يوه بله الوتکه کې اسلام اباد ته ولېږل شئ. دا الوتکه د ماليزيا د دولت له لورې ضبط شوه. موږ د دې ځنډ او تکليف په خاطر له تاسې ټولو څخه بخښنه غواړو"
هو، په دې الوتکه پسې د ايرلېنډ د يوه شرکت ۱۴ ميليونه ډالر قرض پاتې دی. پي ای اې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې دې شرکت ته د اجارې تاديات نه دي کړي. او نن دا شرکت وتوانيد چې د ماليزيا له سترې محکمې څخه د دې الوتکې د ضبطولو امر واخلي.
دا کيسه په ۲۰۲۱ کې پېښه شوه. هغه وخت پي ای اې شرکت ادعا کوله چې د کرونا له امله نړيوال پروازونه بند يا کم ول ځکه نو د دوی شرکت له مالي بحران سره مخامخ وو. خو قابو درې کاله وروسته دا اوس د ۲۰۲۳ د می پر ۳۰مه د پي ای اې شرکت يوه بله الوتکه له همدې سرنوشت سره مخامخ شوه. بيا هماغه ماليزيا، له مسافرو ډکه الوتکه، او د کرايې د نه پرې کولو په خاطر د ماليزيا د دولت له لورې ضبط.
مانا دا چې پي ای اې شرکت اوس د خپلو کرايي الوتکو د کرايې پيسې نه لري.
دا په پاکستان کې د يوه روان لوی اقتصادي بحران فقط يو څرک دی. په پاکستان کې يوه بوجۍ اوړه د سر په بيه دي. خلګ د يوې بوجۍ وړيا اوړو د ترلاسه کولو لپاره مرګ ته په غېږ ورځي.
په پاکستان کې د اقتصادي بحران له امله ګڼ نور بحرانونه هم رامنځته شوي دي. لکه روغتيايي بېوزلي او بېکاري، سياسي بحران، د انرژۍ بحران او داسې نور.
سياسي بحران او اقتصادي بحران سره تړلي دي او د پاکستان سياسي بحران او اقتصادي بحران لکه چرګه او هګۍ سړی حيران وي چې کوم يو يې اول پيدا شوی دی. ايا سياسي بحران له امله اقتصادي بحران رامنځته شوی دی که د اقتصادي بحران په خاطر سياسيون يو په بل خولې لګوي. خو څوک چې د پاکستان له سياست سره بلد وي، پوهېږي چې د دې هېواد سياسي تهداب کوږ ايښودل شوی دی. وروسته به پر وږغېږو.
خو په هر صورت، د اقتصادي بحران له قبله رامنځته شوی یو لوی بحران د انرژۍ بحران دی.
څه وخت مخکې په ټول پاکستان کې برېښنا قطع شوه. په ټول هېواد کې يو ولايت يا يوه ولسوالي هم داسې نه وي چې برېښنا ولري. پاکستاني چارواکو وروسته وويل چې دا پېښه د برېښنا د يوه سټېشن د تخنيکي ستونزې له امله وه. خو دا هم حقيقت دی چې د پاکستان دولت د خپلې برېښنا د روښانه ساتلو وس نه لري. له همدې امله له لويو مارکېټونو غوښتل شوي چې د برېښنا د سپما په پار بايد د شپې تر ۸:۳۰ بجو وروسته ټول ګروپان او کاروبار بند کړي.
د پاکستان د برېښنا ډېره برخه له فاسیل سونتتوکو څخه رغېږي.
فاسيل سونتوکي څه ته وايي؟
فاسیل سونتوکي هغه سونتوکي دي چې له ځمکې څخه استخراجېږي لکه پټرول، ګاز، ډیزل، او د ډبرو سکاره.
د يوکراين د جګړې له امله په ټوله نړۍ کې د فاسيل سونتوکو بيې لوړې شوې، دومره لوړي چې د پاکستان تر وس پورته شوې. د پاکستان يوه لويه برخه برېښنا د ډبرو له سکارو څخه توليدېږي. له همدې امله دوی په دې وروستيو کې له افغانستان څخه د ډبرو د سکارو واردات ډېر کړي دي. د طالبانو د ماليې وزارت وياند مني چې "د ١٤٠١ کال په لومړيو لسو مياشتو کې ٢.٧ ميليونه ټنه سکاره پاکستان ته صادر شوي، دا د ١٤٠٠ لمریز کال د ورته مودې په پرتله شاوخوا درې برابره زياتوالى دی."
د انرژۍ د بحران څه نه څه مرسته خو به يې د افغانستان سکاره وکړي. خو پاکستان يو عالم ستونزې نورې هم لري.
د پاکستان د دولتي بانک د راپورونه پر اساس دا هېواد بايد په يوه کال کې ۲۲ ميليارده ډالره پورونه ادا کړي چې په دې کې ۲.۶ ميليارده يې فقط سود دی. تر ۲۰۲۵ کال پورې پاکستان بايد ۷۳ ميليارده ډالر پورونه ادا کړي. خو د پاکستان د مرکزي بانک د بهرنيو زېرومو ټول ارزښت ۴.۳ ميليارده ډالر ده.
د افغانستان دا ډول شتمني څه کم لس ميليارډه ډالره ده. دا هماغه پيسې دي چې امريکا بندې کړې وې.
د پاکستان دا زېرمې دومره تشې دي چې حتی د يوې مياشتې د وارداتو لګښت هم نه شي پوره کولائ. د پاکستان د احصايي د ملي ادارې د راپور پر اساس د پاکستان کلني صادرات ۲۵.۳ ميليارده ډالره دي، خو واردات يې ۵۶.۳ ميليارده ډالر دي. مانا څومره خدمات او توکي چې دوی پر نورو هېوادونو پلوري تر هغه دوه کرته ډېر بيرته له نورو هېوادونو څخه رانيسي.
د پاکستان د سختې ورځې اټکل له دې ځايه ولګوئ:
"میں يه بهی قوم سے اپيل کرونګا که هم چاے کی ایک ایک پيالی، دو دو پياليا کم کردے. جو چاے هم ايپمورٹ کرتے هیں، وه بهی هم ادهار لے کر ايمپورٹ کرتے هیں."
دا د پاکستان د پلان وزير وو، پر پاکستانيانو يې ږغ وکړ چې چای ډېرې مه خورئ. پاکستان په نړۍ کې د چايو يو له غټو مصرفوونکو څخه دی. پاکستان هر کال د شاوخوا ۶۴۰ ميليونه ډالرو چای واردوي.
اوس پوښتنه دا ده چې پاکستان ولي داسې ورځې ته را وتلی دی؟
څو علتونه لري، لومړی او اساسي علت يې دا دی چې پاکستان دومره پام د ځان جوړولو ته نه دی کړی لکه د ګاونډيانو خرابولو ته. د ۲۴۰ ميليونه وګړو دا هېواد چې يوه لويه برخه يې ځوانان دي، سړی به فکر کوي چې دوی به خپل ټول تمرکز د ځوانانو پر تعليم او کاري فرصتونو را غونډ کړی وي چې د دې ميليونو ځوانانو له انرژۍ څخه په توليدي کارخانو، دفاترو، او نوښتګرو پروژو کې کار واخلي چې پر خپلو پښو ولاړ او د پرديو له قرضونو خلاص اقتصاد رامنځته کړي. خو په تاريخي لحاظ او همدا اوس هم دوی تر ټولو ډېر مصرف پر ولسوال پوځ، استخباراتو، او پوځي تجيزاتو و تاسيساتو کوي.
د پاکستان د اوسني وضعيت بل لوی لامل سياسي بېثباتي ده. له رامنځته کېدو څخه تر اوسه پورې د پاکستان هيڅ لومړي وزير خپله قانوني دوره پای نه ده رسولې، يا کودتا پر شوې ده، يا د يو بل اړودوړ له امله لومړی وزير او کابينه يې له واکه را پرځول شوي دي. وروستۍ بېلګه يې د عمران خان حکومت دی.
خو پر دې ټولې سياسي بېثباتۍ سربېره پاکستان يو شی ثابت ساتلی دی، هغه د يو څو سياسي کورنيو دوامداره واک او په صحنه کې د پاتېدل دي. پاکستان که څه هم ظاهراً يو جمهوري نظام دی، خو واک د پوځ دی. بيا چې دا لږ و ډېر نمايشي واک د ګوندونو په لاس کې پورته کښته کېږي دا هم له اولې ورځې د يو څو کورنيو تر منځ پاتې شوی دی. تقريباً په هر سياسي ګوند کې دننه يې شاهي نظام چلېږي او همدا يو څو تکراري مخونه له لسيزو لسيزو راهيسې پکې کښته پورته کېږي. پيپلز ګوند يې وګورئ، ذولفقار علي بټو، بيا د هغه لور بېنظيره، بيا د بېنظيرې مېړه، او اوس يې زوی. د دې ګوند رهبري هيڅکله تر دې کورنۍ نه ده وتلې. نوازشريف، د نواز شريف ورور، د نواز شريف لوڼې، زامن، ورېرونه دا ګوند د دې کورنۍ دی، په رهبرۍ کې ولاړ نور کسان يې هم له لسيزو راهيسې هماغه زاړه کسان دي. مولانا صاحب ته هم دا ګوند له خپل پلاره په ميراث پاتې دی، محمود خان اڅکزی هم همداسې. د عوامي نېشنل ګوند رهبري له پاچاخانه دا دی تر ايمل ولي پورې په همدې کورنۍ کې بنده ده. که څه هم په ګوند کې به تر ايمل ولي په مراطبو هوښيار او د سياسي بصيرت خاوندان او باتجربه ساستوال موجود وي، خو د پاکستاني سياست رواج همدا دی چې رهبري به يې پر شاهي نظام چلېږي.
تر اوسه پورې دې ګوندونو له ځانه دا ظرفيت نه دی ښوودلی چې په خپل هېواد کې سياسي ټېکاو رامنځته کړي او له اساسي قانون او پارلمان څخه د هېواد برخليک ټاکونکی قوت جوړ کړي. بلعکس د هېواد برخليک ټاکونکی ځواک يې تر دې دواړو قوتونو بالاتر يو بل قوت دی. چې پر وړاندې يې دا ګوندونه پر ګونډو دي.
د اوسني بد وضعيت بل لوی علت په پاکستان کې پر لويه کچه فساد دی. په دې هېواد کې د پوليسو له عسکره نيولې تر لومړي وزير پورې د ټولو پر وړاندې د فساد تورونه او قضيې شته. د حج له پروګرامه نيولې د پوهنتون تر جعلي اسنادو پورې په هره پروسه کې يې د فساد شواهد، قضيې او افشا شوي اسناد شته.
په ۲۰۱۶ کې د پاناما پاڼو په نوم افشا شويو اسنادو وښودل چې د پاکستان د هغه وخت د لومړي وزير نوازشريف او د هغه د کورنۍ د غړيو په شمول د پاکستان ګڼشمېر سياستوالو په پولشويي او نورو تورو کاروبارونو کې لاس درلود. د وروستي لومړي وزير شبهاز شريف د فساد قضيه اوس هم په محکمه کې پرته ده، همدا اوس په ضمانت خوشي دی. له دې ځايه سړی په پاکستان کې د پراخ فساد په اړه اټکل کولای شي.
اقتصادي بحران، نړيوال قرضونه، بېکاري، لوږه، سياسي کړکېچ، پر پراخه کچه فساد، او طبيعي آفات… دا هر ګواښ پر يوازې سر دومره لوی دی چې د يوه هېواد ملا ور ماتولای شي. خو پاکستان پر يوه وخت له دې ټولو ګواښونو سره لاس و ګرېوان دی.
اوس پوښتنه دا ده چې پاکستان پر دې ټولو ګډوډيو سربېره څنګه چلېږي؟
خبره دا ده چې پاکستان اوبه په ډانګ نه بېلوي. سياست کوي.
له نړۍ سره د مثبتو اړيکو په خاطر په پاکستان کې تر وروستيو سېلابونو وروسته ملګرو ملتونو د پاکستان د مرستې لپاره نړيوال کنفرانس را وغوښت، په دې کانفرانس کې بېلابېلو هېوادنو له پاکستان سره د ۹ ميلیارډه ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
دا خورا ډېرې پيسې دي. په ياد مو دي د پاکستان ټول سرمايه ۴.۳ ميليارده ده. دا مرسته د پاکستان د ټولې سرمايې دوه چنده کېږي.
پاکستاني سياستوال که په خپلو منځونو کې هر څومره سره خوري خو په دې پوهېږې چې له نړيوالو سره مثبت تعامل او ښې اړيکې پالل د هر وروسته پاته او مخ پر ودې هېواد اړتيا ده. له همدې امله دوی پر ټوله سياسي ګډوډۍ سربېره له نړيوالو سره ښې اړيکې ساتلي دي.
دوی پوهېږي چې وروسته پاته هېوادونه په وچ کلک توکل نه چلېږي.