چين د افغانستان معادن وړي
نورالباري مل
October 15, 2022
نورالباري مل
October 15, 2022
د افغانستان په کاڼو کې پرېمانه ليتيم، شته. ليتيم، يو نادر او ګرانبيه عنصر دی چې د خورا ډېرو نورو کارونو تر څنګ په بېټريو کې هم کارول کېږي.
دا چې نړۍ د اقلیمي بدلون او نورو عواملو په خاطر غواړي د تېلو سونګ کم کړي، نو د برقي موټرانو جوړولو او عاملو ته يې مخه کړې ده، او د ليتيمو له بېټريو پرته برقي موټر ناممکن دی. د برقي موټرانو له عامېدو سره د تېلو زمانه، ورو ورو د تاريخ برخه ګرځي او نوی پړاو د ليتيمو پړاو دی.
يو شمېر جيولوجيسټان په دې باور دي چې افغانستان په ليتيومو کې دومره غني دی لکه سعودی عربستان چې په تېلو کې دی. له همدې امله افغانستان ته د ليتيومو سعودي عربستان هم وايي. خو يوازې ليتيوم هم نه دي، د افغانستان تر خارو لاندې په لسګونو داسې کمموندي (کميافت) قيمتي عناصر شته چې د افغان انسان په ژوند کې ژور بدلون راوستلائ شي.
په تاريخي لحاظ د افغانستان ځینې طبعي زېرمې حتی تر اسلام مخکې کشف او کارول شوي دي. د ځينو تاريخي متونو په حواله د افغانستان لاجورد د ورېښمو پر لرغونې لار د مصر فروعونانو ته لېږل کېدل. د وروستي فرعون توتانخامون په زرين ماسک کې کارول شوي شنه لاجورد د بدخشان دي. په دې وروستيو کلونو کې د توتانخامون په تازه کشف شويو خزانو کې هم په پراخه پيمانه زر او ګرانبيه غمي موندل شوي چې ګومان کېږي يو شمېر يې له افغانستانه په هماغه وخت کې مصر ته لېږل شوي دي.
خو په معاصر تاريخ کې لومړی ځل انګرېزانو د افغانستان مس عینک او ځينې نور د طبعي زېرمو کانونه کشف کړل. مګر انګرېزانو دا خبره تر ډېره پټه ساتلې وه.
په ۱۹۵۵م ميلادي کال کې د اعلیحضرت ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال افغانستان له روسانو ۱۰۰ ميليونه ډالر قرض کړل چې په افغانستان کې تېلو، معدنیاتو او نورو طبعي زېرمو د موندلو او څېړلو په برخو کې یې وکاروي. پخپله روسانو هم په دې څېړونو کې ځانګړې ونډه او دلچسپي لرله.
په ۱۹۶۷م میلادی کال کې افغانستان د سويډنيانو په مرسته د سرپل ولايت په انګوت کې د تېلو زېرمې کشف کړې. دې زيرمو تخميناناً ۲ ميليونه ټنه تېل لرل. افغانستان پخواني شوروي اتحاد ته لاس وغځاوه چې قرض ورکړي او د دې تېلو د استخراج او پروسس لپاره تصفيه خانه ورته جوړه کړي. روسانو د افغانستان غوښتنه پر مځکه وغورځوله، او پلمه يې دا وه چې دا تېل ډېر کم دي او د تصفيه خانې په جوړولو نه ارځي.
خو کله چې په ۱۹۷۳ کې دوادخان د دويم ځل لپاره واک ته ورسېد، سمدستي د نفتي زېرمو موندلو ته لاس په کار شو. روسانو په دې برخه کې افغانستان ته نه قرض ورکاوه او نه هم تخنيکي ملاتړ. بلاخره افغان انجنیرانو، ځمکپوهانو او تخنيکي کارمندانو په خپل زیار کيندنې او موندنې پيل کړې او يو په بل پسې يې د نفتو لویی زېرمې پيدا کړې چې په دې ډله کې آق دريار، قشقري، او بلند غور نفتي زېرمې د يادولو وړ دي.
دواد خان هڅه وکړه چې پر شوروي اتحاد د افغانستان تکيه را کمه کړي، په دې لړ کې يې له ایران څخه د قرضې اخېستلو لپاره هوکړه وکړ چې له کابله تر کندهاره او له کندهاره تر هېراته د اورګاډي پټلۍ وغځوي. د دې پټلۍ د ډيزاين او تحقيق چارې فرانسويانو ته وسپارل شوې. له فرانسې، المان، امريکا او جاپان سره د دې پروژې د مالي او تخنيکي ملاتړ په برخه کې خبرې پيل شوې.
د معدنو د موندنې او کيندنې لپاره ګامونه پورته شول، خو مخکې تر دې چا دا ګامونه منزل ته ورسېږي، پر داود خان قضا شوه، افغانستان په داخلي کشمکشونو کې راګير شو چې بلاخره شوريانو پر افغانستان یرغل وکړ.
مېړه مړ کړه، مړانه یې مه هېروه!
افغانستان د طبعي زېرمو جامع، مډرن او پر نومهاله نورمونو او سټنډرډونو برابر تحقيقات د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۰مو کلونو کې روسانو پيل کړل. دوی د افغانستان په خاوره کې دومره قوی او هر اړخیز تحقیقات وکړل چې حتی تر ۲۰۰۱ کال وروسته د امريکا د جيولوجيکي څېړنو اداره ګوته په غاښ ورته پاتې وه.
زما سره دا پوښتنه وه چې د روسانو تر وتلو وروسته د نور کابل په څېر د افغانستان د جيولوجيکي څېړونو د مرکز ودانۍ هم د مجاهدينو لخوا په راکټونو غلبېل شوه، نو دا راپورونه څنګه خوندي پاتې ول؟ او تر امريکايي څېړونکو څنګه ورسېدل؟
د امريکا د جيولوجيکي څېړونو د ادارې يو تن مشر څېړونکی جېک ميډلن په يوه مرکه کې وايي چې په افغانستان کې د کورنيو جهادونو پر مهال افغان انجنيرانو دا راپورونه په خپلو کورنو کې پټ ساتلي ول، او د نوي افغان دولت تر جوړېدو وروسته يې بيرته دولت ته وسپارل. امريکا هم د هماغه تحقیقاتو پر بنسټ او د هماغه څېړنو په دوام د افغانستان په زېرمو پسې زرهبين را واخسيت.
په افغانستان کې د امريکا د جيولوجيکي څېړنو د ادرې تحقيقاتو تقريباً لس کاله وخت واخېست. دا نو په سهي مانا ماډرن او هر اړخیز تحقیقات ول چې له مځکې او هوا څخه يې د نوي ډيجټل ټيکنالوجۍ په مرسته افغانستان تر پوښښ لاندې راوست. دې څېړونو وښوده چې د افغانستان د نادره عناصرو ارزښت له کمه حسابه له يوه ټريليون څخه تر درې ټريليونه ډالرو پورې رسېږي.
يو ټريليون څو کېږي؟
زر ميليونه يو ميليارډ کېږي. او زر ميليارډه يو ټريليون کېږي.
که د افغانستان ټول نفوس ۴۰ ميليونه وګڼو او داسې فرض کړو چې دا يو ټريليون ډالر ټولو ته مساوي وېشو، نو هر افغان ته ۲۱۶۲۵۰۰ افغانۍ رسېږي.
د امريکا د جيولوجيکي څېړنو ادارې دا څېړنې د پيسو په بدل کې وکړې، او د خپلو څېړنو پايلې او راپورنه يې افغان دولت ته وسپارل چې په دې برخه کې يې د نړیوالو شرکتونو د پاملرنې او پانګونې راجلبولو ته وکاروي.
راپورونو کار وکړ، سمدلاسه د هند، چين، جاپان، المان، امريکا، فرانسې او نورو هېوادنو خصوصي، دولتي او نیمه دولتي شرکتونو د افغانستان د تازه کشف شويو معدنو د استخراج لپاره په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړ.
د کانونو استخراج پر خپل ځای خو ورسره تړلي اقتصادي چارې، لکه د کانونو په شاوخوا کې د استوګنې ښارګوټي، روغتونونه، ښوونځي او بازارونه جوړول. په زرګونو کسانو او وړو شرکتونو ته د کار زمينه، او له کانونو څخه د اموالو د لېږد لپاره د زېربنا لکه برېښنا، څړکونه او د اورګاډي پټلۍ رغول. لنډه دا چې ټولو ته دا تمه پيدا شوه چې له دې کانونو سره د به افغانستان بخت پر غرونو خېژي. خو دا چې ولي د افغانستان بخت تر اوسه تر خاورو لاندې دی، خپل علتونه لري. وروسته پر ږغېږو.
د لوګر ولايت مس عينک کان، دا په ټوله نړۍ کې د مسو دويمه لویه زخيره ده. دلته ۲۴۰ ميليونه ميټرک ټنه ناخالص مس پراته دي. تر دې خاورو لاندې په پراخه پيمانه کروميوم، ټالک او په لسګونو نور داسې نادر مواد پټ دي چې له زهرو او باردو نيولې تر درملو او د نجونو د آرايش تر پوډرو پورې په هر څه کې کارول کېږي. د دې کان ارزښت له کمه حسابه تر ۱۰۰ ميليارده ډالرو اوړي.
په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې د چين دولتي شرکت MCC د ازاد رقابت له لارې د دېرشو کالو لپاره د درنيم ميليارده ډالرو په ارزښت د دې کان د استخراج قرارداد تر لاسه کړ. دا د افغانستان په ټول تاريخ کې تر ټوله ستره خارجي پانګونه ده. خو تر اوسه د دې کان د استخراج په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
ولي؟
څلور عمده علتونه لري. لومړی دا چې، په لوی سر کې په ټول افغانستان کې او بيا د مس عينک پر شاوخوا د ټرانسپورټيشن سيسټم ضعيف دی، موجوده څړکان د مس عينک د استخراج شويو اموالو د انتقال لپاره کفايت نه کوي، بايد د اورګاډۍ پټلۍ ورته ورغول شي.
دويم علت يې نا امني ده، له کومه راهيسې چې چينايانو د مسک عينک قرارداد اخيستی دی بيا د افغانستان د حکومت د ړنګېدو تر ورځې پورې په دوامداره توګه د دوی انجنیران له امنيتي ګواښونو سره مخ ول. مثلاً، د ۲۰۱۲ په نومبر مياشت کې د کان پر کارمندانو طالبانو بريد وکړ. په ۲۰۱۳ کې زبيح الله مجاهد رويټرز خبري اژانس ته په يوه ټيلفوني مرکه کې ويلي وه چې د مس عينک د کار مخنيوی کول د طالبانو يو مهم لومړيتوب دی. ګڼشمېر چينايي انجنيرانو د طالبانو له ډاره افغانستان. پرېښود بيانو د افغانستان تر نسکورېدو پورې د افغان حکومت زارۍ او د چينايي انجنيرانو نخرې وې. او هر ځل چې به چينايان راتګ او کار ته راضي شول بيا به يو بريد پر وشو. پر مس عينک کان وروستی بريد د ۲۰۲۰ کال په اپريل کې وشو.
درېيم، له چينانو سره د مسک عينک د قرارداد تر لاسليکېدو وروسته دا کشف شوه چې د مس عينک د کان په څنګ يوه بله لویه تاريخي خزانه پرته ده. دا د نړۍ د کلتوري او تاريخي ابداتو يوه زبردسته او بېجوړې فرهنګي اثاثه ده. د ځينو لرغونپوهانو په اند دا د يويشتمې پېړۍ تر ټولو ستر فرهنګي کشف دی. دلته يو پېنځه زره کلن پخوانی ښار تر خارو لاندې له خپل ټول فرهنګي برم سره تر خاورو لاندې دی. افغان او نړيوالو لرغونپوهانو له افغان حکومته د مس عينک د کيندنو مخينوی او د دې تاريخ آبداتو ساتنه وغوښته. په دې اړه حتی دومره پراخ کمپاينونه وشوله چې خبره تر يونيسکو، نړيوال بانک او حتی د دې تاريخي آبداتو د ارزښت په اړه تر نړيوالو ډاکومنټري فلمانو پورې ورسېده. د مس عينک وژغورئ په نوم ويبپاڼه جوړه شوه چې نن هم فعاله ده. د مس عينک له استخراج سره د دې تاريخي ابداتو يوه غټه برخه بايد له منځه وړل شوې وای. دې کشمکش هم د مس عينک د استخراج کار ځنډنی کړ.
څلورم، که څه هم چينايان په دې کې خورا شهرت لري چې غريب او واړه هېوادونه د کانونو د استخراج په قراردادونو کې غولوي او په چل ول یې پر کانونو مټ را ګرځوي، خو داسې ښکاري لکه پخواني افغان حکومت چې له دې لوی لوبغاړي سره ډېره ښه لوبه کړې ده. حتی چينايي پروفيسران په دې باور دي چې په دې قرارداد کې چين تاواني دی. ځکه افغان حکومت په چين منلې وه چې، د مس عينک لپاره به اړينه زيربنا او تاسئسات جوړوي، په دې تاسيساتو کې ۴۰۰ ميګاواټه د برېښنا د توليد فابريکه، له مغربي چين څخه تر مس عينک او بيا تر پاکستانه پورې د اورګاډي پټلي او د معدنو د پروسس لپاره فابريکه او تصفيه خانه شامل دي چې تر استخراج وروسته د افغانستان معدن په کور دننه پروسس او نړيوالو بازارونو ته ولېږل شي. دې کارونو خورا ډېر مصرف غوښت او چينايان يو ډول پر خپل قرارداد پښېمانه ښکارېدل، له همدې امله یې په يوه او بله پلمه کار ځنډاوه. خو د افغانستان د حکومت تر نسکورېدو سمدستي وروسته چينايان بيا راګرم شول. تازه یې د مس عينک استخراج پيل کړی دی. د المان ږغ راډيو د يوه وروستي راپور پر اساس چينايان اوس د افغانستان د مس عينک معدن د پروسس لپاره چين ته وړي. او داسې ښکاري لکه د قرارداد پر دغو مهمو ټکو سترګې پټې شوي وي. بې له دې چې د اورګاډي پټلۍ، د برېښنا فابريکه او د پروسس تصفيه خانه جوړه کړي زموږ معدن استخراجوي او د پروسس لپاره يې چين ته وړي.
د نړيوالو څېړنو له مخې د ټولې نړۍ شاوخوا ۹۵ فیصده مځکنی نادره عناصر د چين په ولکه کې دي. که د افغانستان د نادره موادو د استخراج او پروسيس يو قوی سيسټم را منځ ته شي نو د نادره موادو نړيوال بازار به د چين له انحصاره ووځي، افغانستان به د نادره موادو د يوه نوي لوی لوبغاړي په توګه را څرګند شي، او دا به نړيوالو شرکتونو ته مناسب بديل او چين ته يو لوی سرخوږی جوړ کړي.
خو فرضتطلب چين اوس هڅه کوي چې د افغانستان د بېسرپرستې او خوارې ورځې په دې خړو اوبو کې ماهيان ونيسي. دا کار دوی له ډېرو نورو غريبو افريقایی هېوادنو سره هم کړی دی، په چل ول یې يو شمېر افريقايي هېوادونه تر قرضونو لاندې کړی دي او په نه څه د خپل قرض په بدل کې د هغوی معدن او تر مځکو لاندې ذخيري لوټوي.
د چين او افغانستان د پخواني جمهوري دولت تر منځ قرارداد په ۲۰۳۷ کې پای ته رسېږي، خو اوس داسې پاليسي جوړونکو او څارونکو ته اړتيا ده د چين هر ګام وڅاري او د پخواني قرارداد ټکی ټکی په چين ومني، کنې نو د مس عينک دا اوسنی استخراج مطلق غیر قانوني دی. دا د افغانستان د ملي شتمنۍ چور او تالان دی روان دی. داسې ښکاري لکه اوسني حاکمان چې دې چور ته چکچکې وهي، او د افغانستان زر د املوکو په تول په دې تمه چين ته سپاري چې ګوندې چين يې په رسميت وپېژني.
له چين سره بايد حساب کتاب وشي او دا حساب کتاب د باتدبيره انجنيرانو، مځکپوهانو، او پاليسي جوړونکو کار دی. بدبختانه په حاکم نظام کې انجنيري، مځکپوهنه، لرغونپوهنه، پاليسي جوړونه او دې ته ورته علوم او څېړنې اوس تازه په تازه د ګناه له ډلې څخه د مباح اعمالو ډلې ته شامل شوي دي.
چې خبره بلې خوا ته ولاړه نه شي.
د افغانستان طبعي زېرمې افغانستان د تل لپاره د نړۍ او ګاونډيانو له احتياجه خلاصولای شي. دلته زه ډېرو تفیصلاتو ته نه ولاړم. د افغانستان د کوکچې غزني سره زر، د بدخشان لاجورد، ياقوت، زمرد، اوسپنه، کوبالټ، سپين زر او حتی د افغانستان د دويمې لويې خزانې حاجيګک هيڅ يادونه مې نه وکړه. که ژوند وو بل وخت به بيا په تفصیل پر وغږېږو.
اخځليک
مارټين، ن.، (۲۰۲۱). Afghanistan's minerals to boost Taliban coffers، المان غږ https://www.dw.com/en/afghanistan-taliban-to-reap-1-trillion-mineral-wealth/a-58888765
لېنډلر، م.، او رایزن، ج.، (۲۰۱۷). Trump Finds Reason for the U.S. to Remain in Afghanistan: Minerals، نيويارک ټایمز https://www.nytimes.com/2017/07/25/world/asia/afghanistan-trump-mineral-deposits.html
بون. ک.، (۲۰۱۹). Lapis lazuli: via the Silk Road to Tutankhamun، ګونډوانا ټالکس https://www.gondwanatalks.com/l/lapis-lazuli-en/
مونټاګموري ل. س.، (۲۰۱۵). Managing Afghanistan’s Mineral Wealth، واشنګټن پوهنتون https://digital.lib.washington.edu/researchworks/bitstream/handle/1773/33278/Task%20Force%20F%202015_FINAL-Montgomery.pdf
مارلو ا.، او کرن ا.، (۲۰۲۱). China Eyes Afghanistan’s $1 Trillion of Minerals With Risky Bet on Taliban، بلومبرګ https://www.bloomberg.com/news/articles/2021-08-24/china-s-eyes-1-trillion-of-minerals-with-risky-bet-on-taliban?leadSource=uverify%20wall
نجفی زاده، ا.، (۲۰۲۱). Chinese Miners in Talks to Access Vast Afghan Lithium Reserves. بلومبرګ https://www.bloomberg.com/news/articles/2021-11-24/chinese-firms-show-interest-in-afghanistan-s-mineral-reserves
ارک.، (۲۰۲۱) Mes Aynak Afghanistan, buried silk road city near Kabul، دا پاڼه پر اکتوبر ۱۵، ۲۰۲۲ کتل شوې ده. https://www.archinternational.org/projects/mes-aynak/
Zhang, Y.; Yu, X.; Zhang, J.; Zou, B. Evaluation of the Obstacles to Developing the Aynak Copper Mine in Afghanistan. Sustainability 2020, 12, 1569. https://doi.org/10.3390/su12041569
سمپسن، س.، (۲۰۱۱) Afghanistan Holds Enormous Bounty of Rare Earths, Minerals ساينټيفيک امیریکن https://www.scientificamerican.com/article/afghanistan-holds-enormous-bounty-of-rare-earths/
واينز، م.، (۲۰۰۹) China Willing to Spend Big on Afghan Commerce، نيويارک ټايمز https://www.nytimes.com/2009/12/30/world/asia/30mine.html
د امريکا د جيولوجيکي څېړنو اداره (۲۰۰۲) Mine and mineral occurrences of Afghanistan، د امريکا د جيولوجيکي څېړنو اداره https://pubs.er.usgs.gov/publication/ofr02110
BHAHACHARJEE, Y. (2010). <strong>Amid War, Appraising the Mineral Wealth of Afghanistan</strong>. Science, 328(5986), 1620–1620. http://www.jstor.org/stable/40656146
مونټاګموري ل. س.، (۲۰۲۱). Afghanistan has vast mineral wealth but faces steep challenges to tap it، دي کانورسېشن، https://theconversation.com/afghanistan-has-vast-mineral-wealth-but-faces-steep-challenges-to-tap-it-166484
مرټزمن، س.، (۲۰۱۸) What are rare earths, crucial elements in modern technology? 4 questions answered، دي کانورسېشن، https://theconversation.com/what-are-rare-earths-crucial-elements-in-modern-technology-4-questions-answered-101364
حسین، م.، او محمد، ج.، (۲۰۲۱) Mapping Afghanistan’s untapped natural resources، الجزیره. https://www.aljazeera.com/news/2021/9/24/mapping-afghanistans-untapped-natural-resources-interactive
Shroder, Jr, J F. (1983) USSR and Afghanistan mineral resources. United States https://www.osti.gov/biblio/6640448
رویټرز.، (۲۰۲۱)، Factbox: What are Afghanistan's untapped minerals and resources، رويټرز خبري اژانس، https://www.reuters.com/world/asia-pacific/what-are-afghanistans-untapped-minerals-resources-2021-08-19/
رويټرز.، (۲۰۱۰) US discovers $1 trillion Afghan mineral deposits-NYT، رويټرز خبري اژانس.، https://www.reuters.com/article/idUSSGE65D02T
د تېل او غاز ژورنال.، (۲۰۱۲) CNPC producing oil from Afghan block.، او. سي. جې.، https://www.ogj.com/drilling-production/production-operations/field-start-ups/article/17274329/cnpc-producing-oil-from-afghan-block
ASSIFI, A. T. (1982). The Russian Rope: Soviet Economic Motives and the Subversion of Afghanistan. World Affairs, 145(3), 253–266. http://www.jstor.org/stable/20671949