مصنوعي ځيرکتيا څه بلا ده؟
نورالباري مل
February 26, 2023
نورالباري مل
February 26, 2023
فکر وکړه ستا په ذهن کې يوه پوښتنه ده، ستا د پوښتنې د موضوع په اړه په سلګونو يا زرګونو کتابونه او مقالې ليکل شوي دي. او په دې کتابونو او مقالو کې ته د خپلې پوښتنې ځواب موندلای شې.
فرض کړه ستا په ذهن کې دا پوښتنه ده چې ژبه د انسان له ټولنيز هويت سره څه اړيکه لري؟ ځينې پوهان په دې باور دي چې ژبه فقط د پوهلو او پوهېدلو يوه وسيله ده. خو نور بيا به دې باور دي چې نه ژبه د انسان د پېژندګلوی يو رغنده جز دی. که يو څوک خپله ژبه هېره کړي ګوا خپل هويت يې هېر کړ. که يو څوک خپله ژبه بايلي له خپل کولتور او فرهنګي ريښو سره اړيکه بايلي. د همدې موضوع په اړه ګڼ شمېر عالمانو ويناوې او ليکنې کړي دي. او هر طرف خپل دلايل لري.
که تا ته په هغه زمانه کې دا پوښتنه در ولاړه شوې وای چې کمپيوټر او انټرنيټ لا نه ول جوړ شوي، نو تا شايد کتابتون ته مخه کړې وای چې خپل دغه سوال ته ځواب ولټوې چې آيا ژبه د هويت برخه ده که فقط د خبرو يوه وسيله ده. بيا به نو په کتابخانه کې ته په ساعتونو ساعتونو په هغه کتابونو پسې ګرځېدلای چې ممکن ستا د موضوع په اړه بحث پکې شوی دی. کېدای شي د ډېرو کتابونو پاڼې تا په ساعتونو ساعتونو اړولوي وای خو د خپلې موضوع اړوند دي هېڅ هم نه واي پکې موندلي.
خو د انټرنيټ تر راتګ وروسته د خپلې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره يا لږ تر لږه د خپلې موضوع په اړه د کتابونو، او نورو منابعو موندلو لپاره تر ټولو لومړی ته خپله موضوع يا پوښتنې انټرنیټ ته راجع کوې. په انټرنيټ کې خورا ډېر د علمي ژورنالونه ډاټابېسونه او سرچ انجنونه شته خو تر ټولو عام سرچ انجن ګوګل دی. او ډېر امکان لري چې ته خپله پوښتنه تر ټولو لومړی په ګوګل کې وپلټې. ګوګل دې هماغو ليکنو او کتابونو ته مخامخوي چې ممکن ته د خپلې پوښتنې ځواب پکې پيدا کړې. په ځينو مواردو کې حتی په هر کتاب يا ليکنه کې ستا له پوښتنې سره تړلې مشخصه برخه درته په نښه کوي. دلته نو ته د خپلې موضوع په اړه ګڼ شمېر منابع پر يوه ځای فقط په څو دقيقو کې دننه موندلای شې. بيا نو هره ليکنه جلا جلا ګورې، ياداښتونه اخلې، ځينې مقالې خپل کميپوټر ته ډاونلوډې چې وروسته يې په يوه بل فرصت کې ولولې. ځينې ليکنې هایلايټوې، پر ځينو خپل ياداښتونه ليکې. او داسې نور…
تر دې دمه موږ تاسې د انټرنيټ له همدې بڼې سره اشنا وو.
خو د چټ جي ټي پي په راتګ دا کيسه، نور مخ پر بدلېدو ده.
په انټرنيټ کې په زرګونو کتابونه مجلې او علمي مقالې شته، چټ جي پي ټي د هماغو کتابونو، مجلو او مقالو څخه د را غونډ کړي علم پر اساس ستا پوښتنې ته يو جامع ځواب درکوي. [ګوګل تا کتابونو ته بيايي خو چټ جي ټي پي داسې وګڼه لکه يو عالم چې دا کتابونه يې ټول لوستي دي او تاته معلومات درکوي.] که لنډ ځواب غواړې لنډ ځواب درکوي، او که په دې اړه درې څلور مخه ليکنه غواړې هم يې درکوي. دا ليکنه د يوه بل چا د ليکنې مستقيم کاپي پېسټ نه دی. بلکې د بېلابېلو ليکنو څخه د راغونډ کړي علم پر بنست يوه نوې ليکنه ده، چې تر دې مخکې په کټ مټ دغه الفاظو د دې موضوع په اړه بله ليکنه نشته. د دې ليکنې علمي اساس د زرګونو کتابونو، علمي مجلو، او انټرنيټي پاڼو او مقالو څخه را غونډ شوي معلومات دي. د چټ جي ټي پي مصنعوعي ځیرمنتيا په همدې معلوماتو ترزيق او غني شوې ده.
دا ټيکنالوژي يوازې د څېړنو لپاره نه ده، د کارولو خورا ډېرې نورې لارې چارې هم لري. وروسته به څه ناڅه پر وغږو. خو ما يې پر دې اړخ ځکه تمرکز وکړ چې له همدې برخې سره زما سروکار دی.
کنې چټ جي ټي پي يو څه بنسټيز کوډنګ هم کولای شي.
بل جالب کار يې دا دی چې فرض کړئ زه يوه اوږده ليکنه را خلم او ورته وايم چې لنډيز يې په لسو جملو کې راته وايي. چټ جي ټي پي وايي پر دواړو سترګو!
دا د دې اوږدې ليکنې لنډیز دی.
چټ جي ټي پي ستاسې وړيا مشاور هم کېدای شي، د ډېرو پرېکړو په کولو کې شايد ښې مشورې درکړي.
دا وګورئ، زه مشوره ځنې غواړم چې د ښې ليکوالۍ په اړه لس کتابونه را وښيه!
د جي ټي پي ځواب دا دی. دا کتاب ما لوستی دی. بهترين کتاب دی. زما د ليکوالۍ په څه نه څه سمولو کې دا کتاب ډېر لوی رول لري.
که څه چټ جي ټي پي يا په ټول کې مصنوعي ځيرمنتيا ډېرې اسانتياوې رامنځته کوي، خو يو لړ مشکلات هم زېږوي. وروسته به پر وږغېږو خو د اوس لپاره يوه لويه اندېښنه دا ده چې د چټ جي ټي پي په خاطر کېدای شي ډېر خلګ بېکاره شي. څو ورځې مخکې يوه ايډيټر ليکلي وه چې هغه ليکنه چې دی يې په ۵۰۰ يورو ليکي اوس يې چټ جي ټي پي وړيا کوي او ډېر لږ انساني ايډيټ ته اړتيا لري.
راشئ بله تجربه وکړو، زه جي ټي پي ته د نيويارک ښار د پولیسو يو راپور ورکوم چې په ډېر عادي او ماته ګوډه انګليسي په ډېر تلواري حالت کې ليکل شوی دی. او ورته وايم چې د دې راپور پر اساس ماته يو خبري راپور را جوړ کړي. په يوه دقيقه کې دننه زما راپور اماده دی، کېدای شي هيڅ ايډيټ نه وغواړي يا ډېر لږ ايډيټ وغواړي.
د مصنوي ځرکتيا په مرسته اسوشيېټډ پريس، بي بي سي، واشنګټن پوسټ او ډېری نورې رسنۍ له ډېر پخوا راپورنه چمتو کوي او موږ تاسې يې لولو خو دې ته مو حتی فکر شوی هم نه دی چې دا راپور يوه انسان ليکلی دی که روباټ.
شپږ کاله مخکې واشنګټن پوسټ په يوه کال کې تقريباً زر راپورونه په روباټ ليکلي ول.
چټ جي ټي پي د مصنوعي ځرمنتيا د يوه راتلونکي پړاو يو لوی څپرکی شمېرلای شو. خو له دې پرته هم په مصنوعي ځيرمنتيا کې په سلګونو شرکتونه او کمپيوټر انجنيران لګيا دې چې نوي نوي اختراعات وکړي. د موسيقۍ، انځورګرۍ، مصنوعي ږغ، او حتی مصنوي څهرو د جوړولو په برخو کې خورا ډېر کار شوی دی. په دې اړه زما په يوه بله ويډيو کې هم څه نه څه خبرې شوي دی. شايد درته په زړه پوري وي.
بيرته به د ژبې او هويت موضوع ته ولاړ شو، په دې اړه ما څه وخت مخکې د پوهنتون د يوې پروژې لپاره يو څه مطالعه او څېړنه کړې وه. په دې اړه مې تر اوسه لا په ذهن کې معلومات تازه دي، ما د خپلې څېړنې هماغې څېړنې عمده پوښتنې له چټ جي ټي پي سره شريکې کړې. جي ټي پي زما د موضوع په اړه ډېر زبردست معلومات له ماخذونو سره په لاس راکړل. که هغه وخت جي ټي پي وای کېدای شي زما کار يې ډېر اسانه کړی وای.
اوس پوښتنه دا ده چې جي ټي پي د پوهنتون استادانو ته يو لوی سرخوږی نه جوړوي؟ که زه د پوهنتون محصل وه اوسم او استاد مې د ژبې او هويت په اړه مقاله راڅخه وغواړي. استاد به څه پوه شي چې دا ليکنه ما کړې ده که چټ جي ټي پي؟
له مودو راهيسې نړيوال پوهنتونونه د پليجرزم يا د ليکنې د غلا د معلومولو لپاره ډېر پرمختللي سافټوېرونه کاروي. او پلېجرزم يا په ساده ټکو که درته ووايم کاپي، پېسټ په علمي ډگر کې يو نه بخښل کېدونکی جرم دی، او مرتکب يې شايد له پوهنتونه وشړل شي. خو جټ جي ټي پي تاسې ته د بل چا ليکنه نه در کاپي کوي، نوې ليکنه درته کوي. چې د پلېجرزم/يا په اصطلاح د ادبي غلا ماشينان يې هم نه شي کشفولای.
خو جي ټي پي که هر څومره تکړه شي خو بيا هم روباټ دی، په ليکنه کې يو ځای نه يو ځای هغه د چا خبره خپل چم ځنې کېږي. ځينې نيمګړتياوې لري چې په مرسته يې انسان يا لږ تر لږه بل روباټ يا سافټوېر پوهېدای شي چې دا ليکنه انسان کړې ده که ماشين. د همدې هدف لپاره چې د جي ټي پي او انسان د ليکنې تر منځ فرق را وباسي اوس تازه پرنسټن پوهنتون يوه محصل د جي ټي پي زيرو په نوم يو نوی ويبساټ جوړ کړی. دې ويبسايټ ته چې ليکنه ورکړې درته معلوموي يې چې دا ليکنه انسان کړې ده که چټ جي ټي پي.
خو چاته مه وياست. ما څو ځله د چټ جي ټي پي ليکنې کټ مټ ورته پېسټ کړې خو زيرو جي ټي پي پوه نه شو چې دا ليکنه چټ جي ټي پي کړې ده.
خو دا ټيکنالوژي نوې ده. ډېر ژر کېدای شي داسې سافټوېرونه جوړ شي چې په ډېره اسانۍ د جي ټي پي او انساني ليکنې تر منځ توپير په دقيق ډول کشف کړي.
خبره دا ده چې د نړۍ علمي کاروان په خورا چټکۍ پر مخ روان دی او موږ تاسې لا هم د يوه امرثاني په انتظار پيتاوي ته ويده يو.