د طبعي زېرمو بدمرغي
نورالباري مل
November 25, 2023
نورالباري مل
November 25, 2023
د کونګو جموريت د کولويزي ښار په يوه څنډه کې يوه ورځ يوه نفر غوښتل په خپل کور کې د يوه نوي د تشناب جوړولو لپاره مځکه وکيندي. تر څو فوټه ژور کيندلو ورسته د ده کولنګ پر يوه ځلانده کاڼي لګېږي، سړی له دې کاڼي څخه يوه ټوټه رابېلوي او په ښار کې يې د ګرانبيه ډبرو يوه کاروباري ملګري ته ښيي. ملګری يې له ځنډ او فکر پرته ورته وايي چې دا کوبالټ دي. او بهترينه کوالټي کوبالټ چې په خورا لوړه بيه خرڅېږي.
کوبالټ يو ګرانبيه عنصر دی چې د ګڼو نورو کارونو تر څنګ د برقي موټرانو په بېټريو کې هم کارول کېږي.
سړی بې له دې چې خپل ملګري ته نور حال ووايي بيرته کور ته ځي او کيندلو ته دوام ورکوي. په سبا نو سړی له بازاره نور مزدوران هم راولي او د کور په هره خونه کې کيندل پيلوي. څو ورځې وروسته يې ګاونډيان شکمنېږي چې له دې کوره هره شپه د کولنګانو او بېلچو ږغونه راځي او سهار وختي يوه ډله مزدوران خړې بوجۍ يوه غټ موټر ته باروي.
کيسه رسوا شوه. ټول ګاونډيان يې خبر شول چې سړي تر خپل کور لاندې د کوبالټ کان موندلی وو. د تخميناتو له مخې دې سړي د شاوخوا لس زره ډالرو په ارزښت کوبالټ را ايستلي او پلورلي ول. چې دا په کونګو کې خورا ډېرې پيسې دي.
کونګو يو غریب افریقایی هېواد دی چې شاوخوا 80 سلنه وګړي یې حتی د غربت تر کرښې هم لاندې ژوند کوي.
مګر د دې هېواد کاڼي او غرونه د سپينو او سرو زرو په شمول له ګڼو نورو کميابه فلزاتو او ګرانبیه عناصرو مالامال دي. دا هېواد شاوخوا ۴ ميليونه مېټرک ټنه کوبالټ لري. دومره کوبالټ د نړۍ بل هيڅ هېواد نه لري. د ټولې نړۍ سم نيمی کوبالټ يوازې په دې هېواد کې دي.
اوس پوښتنه دا ده چې د طبعي زېرمو پر سر ناست د کونګو ماشومان ولي په نس وږي او په تن لوڅ دي؟ ولي يې انسانان د څښاک لپاره پاکې اوبه لا نه لري؟ ولي يې ماشومان له خوارځواکۍ مري؟ دا پوښتنې په ذهن کې درسره وساتئ وروسته ورته را ګرځو.
اوس به دا سړی را ټينګ کړو، چې د کرايې په کور کې يې نغمونه وکښل او حتی د ګاونډيانو تر کورنو لاندې کوبالټ يې هم په توره شپه په خړو بوجيو کې خرڅ کړل. خو مخکې تر دې چې ګاونډيان او د کور اصلي مالک په خبر شي سړی وتښتېد.
خو دې سړي خپل ګاونډيان په يوه لوی جنجال اخته کړل. د دې ګاونډ هر اوسېدونکي د خپل کور کيندل شروع کړل. ډېر ژر جوته شوه چې دا ټول ګاونډ د کوبالټ پر خزانه پروت دی.
دولت خبر شو. ښاروال او والي په يوه خوله له خلګو وغوښتل چې کيندل بند کړي، خو پر خبره يې، چا غوږ نه ونيو. چينايان خبر شول، او بلاخره يې له دولت سره قرارداد وکړ چې د کوبالټ دا کان، چې د خلګو تر استوګنيزو کورنو لاندې وو، له خلګو سره پر جنجال سربېره یې استخراج کړي.
په بدل کې يې د مځکې او کورنو له څښتانو سره ژمنه وکړه چې يو نوی عصري ښارګوټی به ورته جوړوي، چې پاخه څړکان، ښوونځي او د برېښنا، اوبو او انټرنيټ عصري سيسټمونه به لري. د کان په استخراجولو کې به د همدې سيمې استوګنو ته د کار زمينه برابروي. او داسې نور.
خو خپلواک ژورناليسټ نیکولاس نيارکس، چې دې کلي ته تللی او له خلګو سره يې له نږدې کتلی دي، په يوه راپور کې نيويارکر مجلې ته ليکي چې د دې کلي خلګ وايي چې چينايانو يې په سترګو کې خاورې ور وشندلي دي. د چينايانو له لوري د نوي جوړ کړي ښارګوټي کورونه هغسې نه دي لکه خلګو ته چې په عکسونو او اعلاناتو کې ښودل شوي ول. دا کورونه حتی د استوګنې وړ لا نه دي.
د کونګو جمهوريت دا قرارداد له يوه خصوصي چينايي شرکت سره کړی وو. خو پر دولتي کچه هم چين د معاملاتو او له نورو هېوادونو سره د قراردادونو پاکه سابقه نه لري.
چين په دې کې خورا شهرت لري چې غريب او بېوسه هېوادونه د قرض په تلکو کې بندوي. چې بيا نو دا هېوادونو مجبورېږي چې خپل د ستراتيژيک اهميت لرونکي شتمنۍ لکه هوايي ډګرونه، کانونه، بندرونه يا نورې عايداتي منابع د چين په واک کې ورکړي، چې چين قرضونه ادا کړي. د دې تر څنګ دا هېوادونه يو ډول د چين د پور تر احسان او سياسي نفوذ لاندې وي او مجبورېږي چې پر نړيوال سټېج په لویو مسائلو کې د چين طرف ونيسي.
يوه وينا چې د امريکا دويم ولسمشر جان اېډمز ته منسوبه ده، وايي: د يوه هېواد د غلامولو دوې لارې دي. يا زور يا پور.
که څه هم ځيني شواهد ښيي چې دا وينا د جان اېډمز نه ده په درواغو هغه ته منسوبه شوې ده، خو هغه مهمه نه ده، پخپله دا خبره پخه خبره ده.
او بل د چين د دغه ډول چلند عملي بېلګې شته.
دا د سريلانکا د همبنټوټا بندر دی. د دې بندر د جوړولو چارې د چاينا هاربر انجنيرينګ شرکت پر غاړه وې چې دا د چين يو له تر ټولو لويو دولتي شرکتونو څخه ګڼل کېږي. او د دې بندر د جوړولو لپاره د چين حکومت سريلانکا ته ۱.۳ ميليارډه ډالره په پور ورکړي ول. خو په ۲۰۱۵ کې د سريلانکا نوی حکومت چين ته د پورنو په بيرته اداينه کې پاتې راغی، خو د چين له لورې فشارونه ورباندې ډېر ول. بلاخره د سريلانکا حکومت اړ شو چې دا ۱۵۰۰۰ اکړه مځکه او دا بندر د شاوخوا ۱۰۰ کالو لپاره چين ته ور وسپاري، چې د نقادانو په وينا دا د سريلانکا عرضي تماميت او خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.
همدا ډول افريقايي هېوادونه هم د چينايي پورنو تر خورا دانه بار لاندې دي. يوازې له ۲۰۰۰م مېلادي کال څخه تر ۲۰۱۴م پورې چين د شاوخوا ۸۶ ميليارډه ډالرو په ارزښت افريقايي هېوادنو ته پورونه ورکړي دي.
او په دې افريقايي هېوادنو کې د نايجريا، نميبيا، سويلي افريقا او کونګو غوندي د طبعي شتمنيو له لحاظه غني هېوادونه هم شامل دي. اوس پوښتنه دا ده چې دا غني هېوادونه ولي د چين قرض او د غرب خيرات ته ناست دي؟
هماغه پوښتنه چې ولي د کونګو ماشومان په نس وږي دي خو هېواد يې په نړۍ کې د طبعي زېرمو له مخې د تر ټولو شتمنو هېوادونو څخه يو دی.
دا يو جالب پېراډاکس دی. که وګورو په نړۍ کې ډېری هغه هېوادونه چې ډېرې طبعي زېرمې لري له غربت او لوږي کړېږي. د بېلګې په ډول، نايجيريا، چې په نړۍ کې د نفتو له غني ترينو هېوادنو څخه يو دی، خو په نړۍ کې د غربت او بېوزلۍ په لسټ کې هم په اول سر کې راځي. وينیزویلا چې د تېلو زېرمې په نړۍ کې کمساري دي خو ۷۶سلنه وګړي يې له شديدې بېوزلۍ کړېږي.
په ۱۹۹۳م مېلادي کال کې يوه امريکايي اقتصادپوه ريچرډ آټي د رسورس کرس يا بدمرغې منابع په نوم يوه تيوري رامنځته کړه. دا تيوري ادعا کوي چې طبعي زېرمې يو قدرتي عذاب او بلا ده چې د يوه هېواد د اقتصادي پرمختګ مخه نيسي. دا زېرمې پر ځای د دې چې د يوه هېواد د نېکمرغۍ او اقتصادي ښېرازۍ لامل شي، د بدمرغي او غربت لامل ګرځي. په دې اړه تر ريچرډ آټي مخکې او وروسته نور هم خورا غوښن تحقيقات شوي دي او د عام ذهنيت بر خلاف د دې خبرې پخلی کوي چې يو هېواد چې څومره ډېره اقتصادي تکيه پر ارزښتناکو طبعي زېرمو او د هغوی پر استخراج کوي په هماغه اندازه به يې اقتصادي وده ټکنی وي.
سړی فکر کوي چې دا نو ولي؟ دا خورا ډېر لاملونه لري… که په تاريخي لحاظ ورته وګورو ډېری وختونه هغه هېوادونه د نړۍ د غټو قدرتونو تر يرغل لاندې شوي دي چې ډېرې طبعي زېرمې لري. همدا کونګو په ۱۹مه پېړۍ کې د اروپايانو لخوا استعمار شوه او د دوی طبعي زېرمې چې هغه وخت ګرانبيه فلزات او ربړ وه د اروپايانو له لورې استثمار شوې.
مګر نن سبا خو کالونايزېشن يا پر يوه کمزوري هېواد د بل زورور هېواد واکمني نه چلېږي. اوس خو نو بايد د منابعو د بدمرغۍ تيوري ناچله وي. که نه؟ مګر داسې نه ده. يوازې د استعار بدمرغي نه ده. طبعي زېرمې له ځان سره نورې ننګونې هم راوړي.
په معاصر تاريخ کې د منابعو د بدمرغۍ ښه بېلګه هالېنډ دی، په ۱۹۵۹م مېلادي کال کې په هالېنډ کې د نفتو لويي زېرمې کشف شوې، ټول هېواد ورته خوښ وو. خو وروسته وروسته جوته شوه چې د دې زېرمو کشف او استخراج د هالېنډ د اقتصادي ودې پر ځای د رقود لامل شو. دا ځکه چې يو خو د هالېنډ تمرکز له صنعتکارۍ او نويو ابتکاراتو څخه د نفتو استخراج ته را واوښت او هغه هالېنډ چې کېدای شي د نويو توکو او وسايلو په رامنځته کولو کې له نړۍ سره اوږه پر اوږه تللی وای او نوښتونه يې کړي وای، يوازې د تېلو ګټې ته کښېناست.
بل خوا د هالېنډ د پيسو ارزښت د بهرنيو اسعارو پر وړاندې پورته شو. چې د دې تاوان بيا دا وو چې د هالېنډ د صادراتو بيه لوړه شوه د نورو هېوادونو خلګو ته هالنډي توکي ګران تمامېدل، همدا ډول هالېنډيانو ته هم تر خپلو کورنيو توليداتو بهرني واردات ارزانه تمامېدل. ډېری توليدي کارخانې يې ډېوالي او وتړل شوې. دې ته په اقتصاد کې ډچ ډيزيز يا هالېنډۍ ناروغي هم وايي. خو ډچ ډيزېز په پرمختللو هېوادونو کې پېښېږي، په وروسته پاته او مخ پر ودې هېوادونو کې د طبعي زېرمو منفي اغېز کله کله تر دې هم ډېر وي.
اوس شايد ستا په زړه کې دا پوښتنه در ګرځي چې د عربو اقتصاد خو هم تر ډېره پر طبعي زېرمو ولاړ دی، هغوی ولي ښه اقتصاد لري؟
خبره دا ده چې دا تيوري يوه کُلي قاعده يا فارموله نه ده، استثنات شته. خو په نړۍ کې ډېر لږ هېوادونه او هوښيار مليتونه شته چې له خپلو منابعو يې سمه ګټه اخېستې وي. لکه بوټسوانا، کاناډا، چيلې، ناروې او داسې نور. خو عرب هېوادونه لکه سعودي عربستان، کويټ، او قطر چې اقتصاد يې تر ډېره پر طبعي زېرمو ولاړ دی، که څه هم دوی هم تر يوه حده خپلې زېرمې ښه مديريت کړي دي. خو پر ښه مديريت سربېره بيا هم عربي هېوادونه د هالېنډۍ ناروغي غوندي په يوه ناروغي اخته دي، دا عربۍ ناروغي ده.
عربۍ ناروغي دا ده، چې په دې هېوادونو صنعت او کارخانې نشته، له طبعي زېرمو پرته نور کوم د پام وړ صادرات نه لري، وګړي يې د عصر له غوښتنو سره سم مهارتونه نه لري، خو په مزدورۍ شرمېږي، له نفتو پرته بل خاص څه نه لري چې پر نورو هېوادونو يې وپلوري، هر څه له نورو رانيسي. دوی د توليدي اقتصاد پر ځای مصرفي اقتصاد لري.
د دوی مصارف دومره ګذاف دي چې د دوی د مصارفو فقط په يوه وړه برخه هندوستان د سپوږمۍ او مريخ د څېړنې پروګرامونه چلوي. په سياينس او ټيکنالوجي کې نوي اکتشافات او اختراعات کوي.
په اقتصادي لحاظ خو دوی د نورو توليدات مصرفوي خو له علمي اړخه هم له خورا ډېرې مودې راهيسې عربو نړۍ ته څه نه دي ورکړي.
پر نړيواله کچه يې په طب، کېميا، فزيک، رياضي، کمپيوټر ساينس، ستوپوهنه او نورو عصري علومو کې ونډه پر نشت حساب ده. د ځينو محاسبو له مخې په تېرو زرو کالو کې عربو خپلې ژبې ته دومره کتابونه نه دي ژباړلي لکه هسپانويان چې يې په يوه کال ژباړي.
دا پر طبعي منابعو د ولاړ اقتصاد له بدو پايلو څخه فقط يو څو وې.
په داسې حالت کې نو د علم تږي ځوانان چې هغه هم خورا لږ پيدا کېږي، غربي هېوادونو ته فرار کوي. دې پروسې ته مغزي فرار وايي چې يو وخت به په تفصيل پر وږغېږو خو تر مغزي فرار پورې… را به شو افغانستان ته.
افغانستان هم پرېمانه طبعي زېرمې لري او په دې وروستيو کې يې د دې زېرمو استخراج ته ملا تړلې ده.
دا په باميانو کې د حاجيګک د وسپنې کان دی. د واشنګټن پوهنتون د کارپوهانو يوه ډله چې په ۲۰۱۵ کې يې د افغانستان د طبعي زېرمو په اړه هر اړخيز تحقيقات کړي دي په خپل يوه ۱۵۰ مخيز راپور کې ليکلي چې حاجيګک په زېرمو کې څه کم دوه ميليارډه ټنه ناخالصه وسپنه شته. او د دې وسپنې معيار په سيمه کې بېساري دی. د وسپنې اوسني ارزښت ته په کتو د دې کان ارزښت تقريباً ۳۳۶ ميليارډه ډالره کېږي.
همدا ډول د تخميناتو له مخې د بدخشان، تخار، غزني او زابل په شمول په مجموعي ډول افغانستان شاوخوا ۲۷۰۰ کيلوګرامه سره زر لري.
افغانستان يوازې په بدخشان، کندهار، زابل او بغلان کې تر ۲۰۰مليونه ټنه ډېر المونيم لري.
لنډه دا چې افغانستان د قدرتي منابعو له مخې خورا غني دی، او زما په فکر په دې ويډيو کې د ټولو په اړه ږغېدل ګټه نه لري. ځکه اصلي بحثونه بايد پر دې وشي چې ايا افغانستان په اوسني حالت کې دا ظرفيت لري چې له خپلو دغو خدای ورکړو منابعو څخه د ناروې، کاناډا او چيلې غوندې د يوه اوږمهال ستراتيژيک پلان له مخې سمه ګټه واخلي او که نه د افريقايي هېوادونو او سريلانکا غوندې به ځان د چين د پورونو په تلکو کې بند کړي خو ګټه به يې بيرته چينايي شرکتونه خوري. ايا د دې کانونو په ګټه به دافغان ماشومانو لپاره ښوونځي او روغتونونه جوړ شي، که به د افريقايي ماشومانو غوندې افغان ماشومان هم په خپلو کانونو کې په روزمزد مزدوران وي او له کان څخه په را ايستل شويو خامو موادو به يې د چينايي او امريکايي ماشومانو لپاره ليپټاپ کمپيوټران جوړېږي.
بدبختانه له روان وضعيته همداسې برېښي.