د پاکستان زوال او د بنګله دېش عروج
نورالباري مل
September 26, 2022
نورالباري مل
September 26, 2022
د پاکستان زوال او د بنګله دېش عروج
د ۱۹۴۷م ميلادي کال د اګست پر ۱۵مه هندوستان له انګرېزانو څخه خپلواکي واخېسته، خو د انګرېزانو د وتلو په درشل کې هندوستان دوې ټوټې شو، دې پېښې ته پارټېشن آف اڼديا يا د هندوستان وېش هم وايي. دا وېش ظاهراً د مسلمان مېشتو او هندو مېشتو سيمو تر منځ وو چې له مسلمان اکثريت سيمو څخه يې يو نوی هېواد پاکستان رامنځته شو. دا ډېر مغلق وېش وو. ځکه هندوستان له لويه سره پر مسلمان او هندو نه وو وېشل شوی. مسلمانان او هندوان په يوه سيمه څه چې په يوه کوڅه کې څنګ پر څنګ سره اوسېدل. په يوه کلي کې به مسجد او مندر دواړه ودان ول. خو د پاکستان په رامنځته کېدو هر څه بدل شول. دې وېش هندوان او مسلمانان څه چې د کورنيو غړي سره جلا کړل.
هندوستان مېشتو مسلمانانو خپل سر او مال ته خطر احساس کړ او هڅه يې وکړه چې تازه رامنځته شوي پاکستان ته وکوچېږي. همدا ډول د پاکستان په برخه کې پاته هندوانو هم د هندوستان پر لور حرکت وکړ.
مسلمانان مخ پر پاکستان او هندوان مخ پر هندوستان ور مات شول، په دواړو خواوو کې له ډېرو کورنيو خپل رسېدلي فصلونه، کښتونه، کورونه، مځکې او جايدادونه پاتې شول. په دې اړ و دوړ کې شاوخوا ۲ ميليونه انسان مړه او نږدې شل ميليونه بېکوره شول.
دا ناسنجول شوی مرګونی وېش يوه انګرېز وکيل وکړ چې د سيمې په جغرافيه او کلتور کې يې ژور معلومات نه لرل. ده تر دغه وېش فقط يوه مياشت مخکې د لومړي ځل لپاره هندوستان وليد. مسلمانان د هندوستان په شاوخوا ټولو برخو کې مېشت ول خو لوی اکثريتونه يې په اوسني پاکستان او بنګال کې پراته ول.
دا د هغه وخت د پاکستان "بنګال" ايالت دی چې وروسته "ختيځ پاکستان" نوم ورکړل شو. د ختيځ پاکستان او لوېديځ پاکستان تر منځ ۱۸۰۰ کليومتره هندوستان پروت وو. مرکزي پاکستان که څه هم ختيځ پاکستان يا اوسنی بنګال خپل پېنځم ايالت او د ځان برخه ګاڼه خو په انکشافي، روغتيايي او نورو خدماتي برخو کې يې د مور او ميرې چلند ورسره کاوه. لکه دا اوس چې يې له پښتون/بلوڅ سيمو سره کوي.
د بنګال له طبعي او اقتصادي زېرمو پنجاب ګټه وړله، خو پخپله بنګال له بېوزلۍ، لويږې او بېکارۍ سره لاس او ګرېوان وو.
په ۱۹۷۰ کې په بنګال کې خونړۍ سېلابونه راغلل، چې شاوخوا ۵ لکه انسان پکې مړه شول. خو پاکستان يې په اړه بېتفاوته پاتې شو، حتی د مړو په موندلو کې يې مرسته نه وکړه. د سېلاب ځپلو سيمو د بيارغونې لپاره يې عملي ګامونه څه چې کاغذي پلانونه يې لا جوړ نه کړل.
په ورته وخت کې د بنګال ايالت عوامي ليګ ګوند په لوی اکثريت په ټولټاکنو کې بريالی شو او په دې حساب بايد د عوامي ليګ ګوند مشر شيخ مجيب الرحمان اقتدار ته رسېدلی وای. خو پنجاب يا مرکزي پاکستان نه غوښتل چې د واک واګې د ختيځ پاکستان يا اوسني بنګله دېش لاس ته ولوېږي او بلاخره ټول پاکستان له بنګال ايالت څخه رهبري شي.
پنجاب په زور ګوته ووهله، او د آپرېشن سرچلايټ په نوم يې د بنګاليانو پر وړاندې مرګوني عمليات پيل کړل. راپورونه وايي چې د دې عملياتو يوازې په لومړۍ شپه د ډاکې په کوڅو کې تر اووه زره زیات بنګاليان د مرکزي پاکستان د پوځ له لورې په شهادت ورسول شول.
بلاخره د بنګاليانو د صبر کاسې ډکې شوې او يو څو باشعوره سياستوالو يې د خپلواکۍ غورځنګ پيل کړ. پاکستاني پوځ د بنګال د خپلواکۍ پر مبارزينو او په ټول کې پر عامو بنګاليانو يې له هيڅ ډول ظلم، فشار، جبر او استبداد څخه درېغ نه وکړ. دې ته د نګاليانو نسلوژنه هم وايي.
خو مبارزو بنګاليانو له زندان، شکنجې او وژنو نيولې د ښځو تر بېپتۍ، د کورنو تر نړېدلو او د انسانانو تر ژوندي سوځولو پورې هر ډول ظلمونه پر ځان ومنل خو پنجاب ته يې سرټيټي نه ومنله.
خو په بنګال کې دننه يو شمېر سياستوال پاکستان ته وفادار ول، چې له بنګالي ملت او د بنګال د خپلواکۍ له غورځنګ سره يې نه بخښل کېدوني خيانتونه وکړل.
په دې سياستوالو کې يو د هغه وخت د جماعت اسلامي مشر مطيع الرحمان نظامي وو، چې بلاخره د بنګله دېش د سترې محکمې له لورې د خيانت، جنګي جرمونو او د بنګاليانو د نسلوژنې په تور په مرګ محکوم شو او په ۲۰۱۹ کې د ډاکې په مرکزې زندان کې په دار کړل شو.
د بنګله دېش د خپلواکۍ په مبارزه کې شاوخوا ۳ ميلونه بنګاليان د پاکستاني پوځ له لورې ووژل شول.
او د بنګله دېش د تحقيقاتي ادارو په حواله تر دوه لکه زياتې بنګالۍ مېرمنې د پاکستاني پوځ له لورې بېپته کړل شوې.
بنګاليان مجبور شول چې له ګاونډي هندوستانه مرسته وغواړي. هندوستان يې نظامي ملاتړ کاوه خو عملي مرستې ته يې زړه نه ښه کاوه. لکه دا اوس چې امريکا له يوکراين سره د روس پر وړاندې د وسلو او پيسو مرسته کوي خو عملي د روس پر وړاندې جنګ نه کوي. خو پاکستان ته د بنګاليانو سره د هند مرستې خوند نه ورکاه.
د ۱۹۷۱ د ډيسمبر پر ۳مه پاکستان د آپرېشن چنګېز خان په نوم عمليات پېل کړل، په دې عملياتو کې پاکستان مستقيماً د هندوستان پر ۱۱ هوايي اډو بمونه وغورځول. دلته نو هند او پاکستان عملاً سره ښکر په ښکر شول، دې جنګ ۱۳ ورځې دوام وکړ چې نتيجه يې د پاکستان هغه شرمناکه ماتې وه چې تر ۹۰زره زيات وسلوال پوځ يې په يوه ورځ تسليمي ومنله. او بلاخره پاکستان مجبور شو چې د بنګله دېش خپلواکي ومني.
د خپلواکۍ تر اخېستلو وروسته بنګاليان کرار نه کښېناستل، د ويجاړشوي وطن جوړولو ته يې مټي را ونغښتل او په دې بيارغونه کې نر او ښځو ګډه ونډه واخېسته.
تر خپلواکۍ وروسته بنګله دېش د نړۍ تر ټولو غريب ترين او بېوزلې هېواد وو، خو نن د بنګله دېش سړي سر عوايد، تر هندوستان او پاکستان دواړو ډېر دی. او ډېر ژر به دا هېواد د وروسته پاته هېوادنو له ډلې ووځي.
د بنګله دېش دې چټک پرمختګ ګڼ عوامل لرل خو پر دې درسته نړۍ متفه ده چې پرمختګ عمده علت يې د پرمختګ په دې سفر کې د ښځو فعاله او بارزه ونډه ده. د بنګله دېش ۳۶٪ کارمندانې ښځې دي، په دې حساب هم تر هند او پاکستان مخکې دی. هلته په هرو سلو شرکتونو کې د پېنځلسو شرکتونو مالکانې ښځې دي.
بنګله دېش اسلامي هېواد دی. هلته هم ځينې ملايان او مذهبي توندلارې شته چې د ښځو کار او تعليم فحاشي ورته ښکاري. خو د بنګله دېش ښځې نر غوندې کار کوي، ځان او کورنۍ ته روزي ګټي، د هېواد اقتصادي څرخ څرخوي او مهمه دا چې د خپلو مټو په زور خپل راتلونکي نسل ته تعليم او هوسا ژوند ګټي. په بنګله دېش کې د ځوانانو د سواد کچه ۹۴ فيصده ده. په ښوونځيو کې يې تر هکانو نجونې ډېرې دي.
په بنګله دېش کې د يوه انسان اوسط ژوند ۷۳ کاله دی. په دې حساب هم تر هند او پاکستان مخکې دی.
دا څه مانا؟ مانا دا چې هلته خلګو ته روغتيايي خدمات مهيا دي. د يوې عادي تبي او ټوخ له امله يې انسانان تر مرګه نه رسي. د زېږون پر مهال ښځې روغتون او ډاکټر ته لاسرسی لري. د خلګو عامه پوهاوی او د ماشومانو د واکسين کچه يې لوړه ده.
دا هېواد نه پېنځه زره کلن تاريخ لري، نه يې روس او امريکا ته ماتې ورکړې ده. دوی نور وياړونه لري. دا هېواد تر چين وروسته ټولې نړۍ ته د جوړو جامو تر ټولو لوی صادروونکی دی، او د جامو جوړولو دا کارخانې يې د ښځو په مټو چلېږي.
بنګله دېش يوازې د نورو هېوادونو خيرات ته په تمه نه دی ناست، بنګله دېش پخپله نورو ته خيرات ورکوي. د دې هېواد يوه خيره مؤسيسه برک، د افغانستان په شمول له لسو نورو وروسته پاتې هېوادنو سره د پوهنې، روغتيا، کرنې او د غربت د له منځه وړلو په برخو کې مرستې کوي.
د امريکا د نيويارکټايمز ورځپاڼې په يوه مقاله کې ولسمشر جوبايډن ته سپارښتنه کړې ده چې په امريکا کې د غربت د له منځهوړلو لپاره بايد له بنګلهدېش څخه زدکړه وکړي.
موږ، يانې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته پښتانه هم له بنګلهدېش څخه ډېر څه زده کولای شو.
ډرامپيل، ويليم. (۲۰۱۵). ستر نفاق. نيویارکر مجله.
https://www.newyorker.com/magazine/2015/06/29/the-great-divide-books-dalrymple
نيکولاس کريسټوف. (۲۰۲۱). بايډن د غربت لپاره څه کړای شي. بنګله دېش ته وګورئ. نيويارک ټايمز. https://www.nytimes.com/2021/03/10/opinion/biden-child-poverty-bangladesh.html
اې ايم بي، نثار. (۲۰۱۰) The myth of international basket case. بي ډي نيوز. https://bdnews24.com/opinion_en/2010/10/06/the-myth-of-%E2%80%9Cinternational-basket-case%E2%80%9D/
نړيوال بانک. (۲۰۲۱). د کارمندانو احصائيه. دا پاڼه پر ۲۰۲۲-۲۳-۹ کتل شوې وه. https://data.worldbank.org/indicator/SL.TLF.CACT.FE.ZS?locations=BD-IN-PK-AF
نړيوال بانک. (۲۰۲۱). بنګالۍ مېرمنې د پرمختګ په حال کې. دا پاڼه پر ۲۰۲۲-۲۳-۹ کتل شوې وه. https://blogs.worldbank.org/endpovertyinsouthasia/bangladeshi-women-are-rising-onwards-and-upwards