انټرنيټ چيرته دی؟
نورالباري مل
September 02, 2022
نورالباري مل
September 02, 2022
يوه پوښتنه: انټرنيټ چرته دی؟
دا ليکنه زما له کمپيوټره تر تا څنګه در ورسېده؟
ډېر کسان دا فکر کوي چې انټرنيټ په اسمان کې دی. زما له ټلفونه يو انځور يا ږغ سپوږمکۍ يا سټلايټ ته ځي هلته خوندي کېږي او بيا له هغه ځايه تر ټلفانه يا کمپيوټره در رسېږي. خو داسې نه ده!
ښه نو چې داسې نه ده، نو څنګه ده؟ آيا له دې ځايه تر هغه ځايه تارونه جار دي؟ که درته ووايم چې هو تارونه جار دي زړه ته به دې نه ولوېږي.خو حقيقت همدا دی.
دا ليکنه زما له کمپيوټره د ګوګل يوه ډاټا سنټر ته تللې ده، او هلته په يوه هارډ ديسک کې پرته ده. له دې هارډيسک څخه بيا تر تا او نورو در رسېږي. د ګوګل دا ډاټا سنټرونه تر ډېره په امريکا او اروپا کې دي. دا د ګوګل له لسګونو ډاټا سنټرونو څخه يو دی. دلته په زرګونو سرورونه پراته دي.
د نړۍ ۹۹ فيصده انټرنيټي اړيکې د سمو فزيکي تارونه/کېبلانو له لارې رامنځته کېږي. دا تارونه د نړۍ له يوه سره تر بله سره غځېدلي دي او لا هم د نويو تارونو د غځولو کارونه روان دي.
دا وګورئ، دا د نوري فايبر د غځېدلو تارونو کښنده يا نقشه ده. دې ته د نوري فايبر يا Fiber Optics شبکه وايي. دا تارونه چې سلګونه زره کيلوميټره واټن لري د سمندر په تل کې غځېدلي دي. همدا مجسم انټرنيټ دی.
دا د انټرنيټي کېبل ګوټک دی. د دې کېبل د غځولو لپاره ځانګړي بېړۍ جوړې شوي دی، چې د نړۍ له يوه سره تر بله د انټرنيټ تارونه جار کړي.
دا د انټرنيټي کېبل ګوټک دی. د دې کېبل د غځولو لپاره ځانګړي بېړۍ جوړې شوي دی، چې د نړۍ له يوه سره تر بله د انټرنيټ تارونه جار کړي.
خو پوښتنه دا ده چې افغانستان غوندې په وچه کې ايسار هېوادونه څنګه له دې سمندري انټرنيټي تارونو سره وصلېږي؟
بدبختانه! د ګاونډيانو له لارې.
د نړيوال بانک د يوه تحقيق په حواله په هغو هېوادونو کې د انټرنيټ بيه خورا لوړه وي چې سمندر ته لاره نه لري. او په وچه کې د نوري فايبر د تارونو غځول د سمندر په پرتله څو کرته ګران تمامېږي. په دې برخه کې د ټاپي غوندې پروژې خورا ګټورې تمامېدای شوای، چې د ګازو د نلليکې تر څنګ يې هممهاله د نوري فايبر تارونه هم تر افغانستانه را رسول.
سپوږمکۍ څنګه ده؟
ولي د انټرنيټ لپاره له سپوږمکۍ يا سټلايټ څخه کار نه اخېستل کېږي؟
هماغه لومړۍ خبره چې يوه ويډيو بايد زما له کمپيوټره سپوږمکۍ ته ولاړه شي او له سپوږمکيه ستا تر ټلفون يا کمپيوټره در ورسېږي.
خبره دا ده چې له ځمکې تر سپوږمکۍ شاوخوا ۲۰ زره کيلومتره فاصله ده. نو دا ويډيو چې لومړۍ سپوږمکې ته ځي او بيا ستا تر ټلفونه در رسېږي بايد لږ تر لږه ۴۰زره کيلومتره واټن ووهي. خو خبره يوازې په واټن کې هم نه ده، د سټلايټ انټرنيټ د هوا په څپو کې لېږدول کېږي چې د لنډو او اوږدو څپو په بڼه د يو او صفر کوډونه لېږدوي. خو د نوري فايبر کېبلونه دا کوډونه د نور په بڼه او سرعت لېږدوي. دا يې هم پر چټکتيا نېغ په نېغه اغېز کوي.
د نوري فايبر د کېبلانو له لارې د ډېټا د لېږد سپيډ په اوسط ډول په يوه ثانيه کې ۳۰ ټي بي دی. (زر جي بي يوه ټي بي کېږي.) او دا ټکنالوجي په خورا چټکتيا وده کوي. دا اوس له امريکا څخه تر اسپانيا د يوه کېبل د غځولو چارې روانې دي. دا کېبل به په يوه ثانيه کې د ۱۶۰ ټي بي موادو د لېږد ځواک ولري. لنډه دا چې د انټرنيټ لپاره تر ټولو اغېزناکه لاره د اوس لپاره همدا کېبلونه دي.
خو فقط د اوس لپاره، دا حالت شايد په ډېر نږدې راتلونکي کې بدل شي. لسګونه ميلونران او شرکتونه هڅه کوي چې د سټلايټ انټرنيټ ټکنالوجي، عامه او ارزانه کړي.
د سټلايټ انټرنيټ د چټکولو يوه لاره دا ده چې سپوږمکيانې مځکې ته را ټيټې او نږدې کړل شي. خو نږدې کول يې د پوښښ ساحه ور کموي. د هغه د حل لاره يې بيا دا ده چې بايد ډېرې سپوږمکيانې نصب شي، چې دا حللاره بيا هم اغېزناکه نه ده، ځکه ډېرې سپوږمکيانې مانا ډېر لګښت. او ډېر لګښت مانا ګرانبيه انټرنيټ.
خو سټارلينک او ځينې نور شرکتونه هڅې کوي چې دا لګښتونه او په لوی سر کې د سټلايټ انټرنيټ بيه را کمه کړي.
دا وګورئ، دا يوازې د سټارلينک شرکت سپوږمکيانې دي چې دا اوس اوس زموږ ستاسې پر مځکه را چورلېږي. چې را نږدې يې کړئ، او ورته ځير شي دا سپوږمکيانې په حرکت کې دي او دا حرکت يې موږ تاسې دلته په ژوندۍ بڼه ليدلای شو. د دې پاڼې لنک به زه د ويډيو په ډسکرپشن کې کښېږدم که مو غوښتل پخپله يې وګورئ.
خبره دا ده چې په يوويشتمه پېړۍ کې انټرنيټ د يوه هېواد او ټولنې د خواهشاتو نه بلکې د اساسي اړتياوو په ډله کې راځي. څېړنې ښيي چې انټرنيټ پر زدکړو، کاروبار، اقتصاد او د ژوند پر نورو برخو خورا ډېر اغېز کوي.
د نړۍ په دې نقشه کې انټرنيټ ته د هېوادونو لاسرسی وينئ. چيري چې انټرنيټ ته لاسرسی ډېر وي هلته د بېوزلۍ کچه ټيټه وي. د نړۍ وال بانک د يو تحقيق پر اساس د پرمختيايي هېوادنو ۳۵ سلنه وګړي انټرنيټ ته لاسرسی لري او که په پرمختيايي هېوادنو کې انټرنټ عام شي او ۷۵ سلنه وګړي لاسرسی ورته ولري نو د دې هېوادنو په کلني اقتصاد کې به ۲ ټريلونه ډالر ډېر شي او پر نړيواله کچه به ۱۴۰ ميليونه خلګ ورسره پر کار شي. ګڼې څېړنې دا جوتوي چې چيري انټرنيټ وي هلته د بې کارۍ کچه کمه وي، د زدکړو سيسټم پرمختللی وي، او حتی روغتيايي خدمات وده ورسره کوي.
هغه وخت لا هم ليري دی چې انټرنيټ په بشپړ ډول سټلايټ ته وکوچېږي، له همدې امله د ټاپي، ډيجټل افغانستان-کاسا او نورو حياتي پروژو يوه دقيقه ځنډ هم د افغانستان لپاره خورا لوی زيان دی.
سرچينې:
په دې اړه د نيويارک ټايمز ليکنه:
https://www.nytimes.com/interactive/2019/03/10/technology/internet-cables-oceans.html
د نړيوال بانک راپور:
د سټار لنک د سپوږمکيانو کښنده:
https://satellitemap.space/?constellation=starlink
څومره انسانان انټرنيټ ته لاسرسی لري؟
https://ourworldindata.org/grapher/number-of-internet-users-by-country?time=2017
په وچه کې ايسار هېوادونه او انټرنيټ:
د نوري فايبر د غځېدلو تارونو کښنده (نقشه):
https://www.submarinecablemap.com
دې ته ورته بله نقشه:
https://www.infrapedia.com/app
دا هم وګورئ:
https://www.youtube.com/watch?v=wgbV6DLVezo
https://ourworldindata.org/grapher/number-of-internet-users-by-country?time=2017