امريکا ولي د ايران ډرون کاپي کړه؟
نورالباري مل
April 18, 2026
نورالباري مل
April 18, 2026
دا بې پيلوټه الوتکه ده؛
او دا د الوتکې ضد دفاعي سیستم.
دا الوتکه شاهد نومېږي. ايرانۍ ده. د ځينو محاسبو له مخې د يوې شاهد الوتکې پر جوړولو ايران فقط ۴۰۰۰ ډالر مصرفوي. يعنې د يوه عادي موټر سايکل بيه.
او د الوتکو ضد دا دفاعي سيسټم پيټرويټ نومېږي. امريکايي دی. د يوه پيټرويټ مزايل بيه شاوخوا څلور ميليونه ډالره ده.
اوس چې امريکا د ايران د څلورو زرو ډالرو د الوتکې مخنيوی د ۴ميليونه ډالرو په مزايل کوي نو په دې سودا کې امريکا تاواني ده.
خو دا امريکا لپاره دا سرخوږی هغه وخت لا هم ډېرېږي چې د ايران د دې الوتکو يوه لويه ډله لکه د کفترو سيل په يوه ځل پر يو ځای بريد کوي. په نظامي اصطلاح دې ته سوارم يا ډلهييز بريد وايي.
او د ايران دا الوتکې تل همداسې کوي چې دا کار نه يوازې د مقابل لوري ټول دفاعي سيسټم ګډوډوي بلکې مجبوروي يې چې د سلګونو مليونو ډالرو په ارزښت توغندۍ د دې ارزانبيه الوتکو پر را نسکورولو مصرف کړي.
نو په دې حساب که دا الوتکې د دښمن هدف وولي هم د ايران ګټه ده، او که د دښمن مزايل دا الوتکه را وغورځوي هم.
د ايران او امريکا د اوسنۍ جګړې له پيل راهيسې ايران پر اسرائیلو او په منځني ختيځ کې د امريکا پر اډو شاوخوا ۵۴۰۰ بريدونه کړي دي چې ډېره برخه يې د همدې شاهډ ډرون الوتکو په وسيله شوي دي.
جالبه دا ده چې امريکا په تېرو ۵۰ کالو کې د هيچا ټيکنالوژي نه ده غلا کړې، د نظامي تجهيزاتو په شمول د ټيکنالوژۍ په ډېرو ډګرونو کې نوره نړۍ د امريکا پېښې کوي. خو د ايران دا الوتکه دومره نادره ده چې امريکايان يې دې ته وهڅول چې پرزه په پرزه يې را وسپړي او نقل ځنې وکړي.
دا چې امريکا څنګه دا ايرانۍ الوتکه غلا او کاپي کړه، دا کيسه خورا نوې ده او بيرته ورته راګرځو خو د ايرانۍ شاهد ډرون الوتکې يا په ټول کې د ځانمرګي ډرون الوتکې کيسه نوې نه ده.
دا د جاپان د سمندري ځواکونو د ځانمرګو پيلوټانو ټولۍ ده. د دويمې نړيوالو جګړې پر مهال دې پيلوټانو خپلې له بارودو بار الوتکې د دښمن پر سمندري بېړيو او تأسیساتو ور غورځولې، دې ډلې ته يې کاماکازي ويل. خو کاماکازي بريد د يوې الوتکې او يوه پيلوټ د سر په بيه وو. او دا سودا خطرناکه وه.
له همدې امله په ۱۹۸۰مو کلونو کې المان او امريکا په دې فکر شول چې بايد يوه داسې ځانمرګې الوتکه جوړه کړي چې پيلوټ پکې مړ نه شي.
اوس پوښتنه دا ده چې که موخه يوازې د هدف ويشتل وي، نو ولي الوتکه ورته جوړوي، خو اوږد-واټنه توغندۍ يا کروز مزايل هم دا کار کولای شي.
خو داسې نه ده، د اوږد واټنه توغندۍ او ځانمرګې الوتکې توپير دا دی چې کروز مزايل چې وتوغول شي سيده خپل هدف ته ځي، نو تاته بايد وار له مخه د خپل هدف دقيق ځای معلوم وي، که هدف لږ هم بېځايه شي، مزایل ممکن خطا ولاړ شي.
خو ځانمرګې ډرون الوتکه د دوښمن پر سر په ساعتونو ساعتونو په هوا کې ګرځېدای او تم کېدای شي او هر وخت چې يې دقيق هدف وموند په نښه کوي يې، که هدف پيدا نه کړي، ځينې ډولونه يې د اړتيا په صورت کې بيرته خپل مرکز ته هم ستنېدای شي. دا الوتکې د هدف ويشتنې تر څنګ په ورته وخت کې د کشف او څارګرۍ دنده هم ترسروي.
خو په هر صورت، المان او امريکا هغه مهال نه وتوانېدل چې د ځانمرګي بېپيلوټه الوتکې خوب په حقيقت بدل کړي، او د جګړو له سړېدو سره دا مفکوره هم سړه شوه او له پامه ولوېده.
خو په منځني ختيځ کې يو کوشنۍ هېواد اسرائیل، چې یو شمېر هېوادونه حتی تر اوسه په رسميت هم نه پېژني، د بېپيلوټه ځانمرګې الوتکې جوړلو ته لاس په کار شو.
بلاخره په ۱۹۸۹ کې اسرائیل وتوانید چې د هارپي په نوم دا بېپيلوټه الوتکه جوړه کړي.
په ورته وخت کې ايران هم دې ته خورا لېوال وو چې بېپيلوټه الوتکې ولري.
په همدې کلونو کې ايران د ابابيل په نوم بېپيلوټه الوتکه جوړه کړه، وروسته يې د صمد، موبين، آرش او شاهد په نوم د بېپيلوټه الوتکو بېلابېلې بڼې او ډولونه جوړ کړل.
اسرائیل دعوه لري چې د شاهد ډرون الوتکې ډيزاين ايران له دوی نقل کړی دی.
خو حقيقت دا دی چې اوس ايران د دې ډګر مخکښ دی. د ايران د شاهد کورنۍ شاهد ۱۳۶، شاهد ۲۳۶ او شاهد ۲ الوتکې د ځانمرګو ډرون الوتکو په ډګر کې يو نوی انقلاب را وست او درسته نړۍ يې د دې جنګي تخنيک او ټيکنالوژۍ مؤثريت ته متوجه کړه.
په ۲۰۲۲ کې د روسيې او يوکراين د شخړې پر مهال ايران دا الوتکې روسيې ته هم صادرې کړې. روسيې يوازې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ تر منځ پر يوکراين د ځانمرګو بېپيلوټه الوتکو ۱۴۷۰۰ بريدونه وکړل. او په دې ډول يوکراين د دې الوتکو د ازميښت لپاره تر ټولو لومړی او مؤثر ازمايښتون شو.
وروسته روسيې له ايرانه د دې الوتکو د جوړولو جواز واخېست، اوس يې په روسيه کې دننه کارخانې ورته جوړي کړي دي چې د ورځې شاوخوا ۵۰۰ بېپيلوټه الوتکې توليدوي.
ځانمرګي ډرون الوتکې د يوکراين لپاره تر ټولو لوی سرخوږی شو چې د يوکراين د پوځ او عامو وګرو خوبونه او ژوند يې حرام کړ. په کور په بازار، په روغتون، په ښوونځي لنډه دا چې د يوکراين د خلګو له زړونو په هيڅ ځای او هيڅ وخت کې د روسيې د ځانمرګو الوتکو وېره نه ده وتلې. ترهګري همدې ته وايي چې يوه مور په ډاډه زړه خپل ماشوم ښوونځي ته نه شي لېږلای چې بيرته به ژوندی راشي که نه.
د يوکراين او روسيې مالي او نظامي ځواک حتی د پرتلې وړ هم نه دی. له همدې امله يوکراين لکه مات لاس د امريکا او اروپايي ملګرو غاړې ته لوېدلی دی؛ تر ډېره يې پر همدې مرستو تکيه ده. خو دا مرستې ورځ تر بلې مخ پر کمېدو دي او د امريکا نخرې پر زياتېدو.
بل پلو د روسيې د ځانمرګو ډرون الوتکو بريدونه دومره ډېر دي چې مخنيوي ته يې د امريکا مرسته هم عاجزه ده. خو امريکا د تل په څېر د نورو په شر کې هم ځان ته خير لټوي. د يوکراين جګړه د امريکا لپاره هم يو وړيا لابراتوار شو چې خپلې وسلې او نوي جوړې کړې الوتکې پکې وه ازمايي. خو د يوکراين د پوځي چارواکو په وينا له يوکراين سره مرسته شوي امريکايي ډرونونه چې د امريکا په پرامنه فضا کې روزل شوي او ازمايل شوي ول د جګړې حقيقي ډګر ته د ټينګې نه ول. ډېری به يې يا په ځنګلونو کې ورک شول، يا به يې کنټرول له لاسه ورکړ، او يا به په خورا اسانۍ د روسيې د ډروندروونکې سيسټمونو له لورې شنډ شول.
په يوکراين کې د همدې ازمايښتونو او تجربو پر مهال امريکا يوه ژوندۍ نيول شوې ايرانۍ شاهد ډرون الوتکه تر نيولو وروسته امريکا ته يې يووړه. خپل انجنيران يې وګومارل چې دا الوتکه پرزه په پرزه وسپړي او د ريورس انجنيرينګ په کارولو د دې الوتکې کاپي جوړه کړي.
د دوی لپاره پوښتنه دا وه چې ايران پر دومره بنديزونو سربېره داسې ټيکنالوژي څنګه جوړه کړه؟ خو جالبه دا وه چې په دې الوتکه کې ډېره عادي او ساده ټيکنالوژي لکه موټر سايکل ته ورته يو پيسټن لرونکې اينجن او په ازاد بازار کې موندل کېدونکي نورې پرزې کارول شوې وې. دا نو هغه د کاظم خان شيدا خبره:
په يوه قدم امساء ځي تر تا وړاندې - مستعد په لږ اسباب کړي ډېر کارونه
امريکا په لومړي سر کې غوښتل چې د دې الوتکې فقط يو څو دانې نقل او کاپيانې د نمونې لپاره په دې خاطر جوړې کړي چې خپل پوځ او دفاعي سيسټمونه يې پر وړاندې وروزي. خو تر جوړولو وروسته يې ښه خوند ورکړ او پرېکړه يې وکړه چې دا الوتکې په لوی شمېر توليد کړي.
هغه وو چې د ۲۰۲۵م مېلادي کال په جون کې د يې لوکس په نوم د ايران د شاهد ډرون الوتکې په تقليد جوړه کړې الوتکه رسماً نندارې ته وړاندې کړه. خو امريکا چې امريکا ده په دې الوتکه کې يې يو څه نوي ټيکنالوژيانې هم ور زياتې کړې، لکه د سټارلينک شبکې انتن چې له انټرنيټ سره به وصل وي. مصنوعي ځيرکتيا او د موټرسايکل د اينجن پر ځای يو قوي اينجن او د جي پي ايس پرمختللي سيسټمونه. جالبه دا ده چې د روان کال د فبروري پر ۲۸مه امريکا په همدې الوتکو پر ايران بريد وکړ.
د ايران د جګړې له پيل سره د يوکراين جګړه نوره هم څنډې ته شوه. خو يوکراين سربېره پر دې چې ټولې نړۍ ته يې د خپلې بېوسۍ ګرېوان څيراوه، په ورته وخت کې لاس تر زنې او تش د مرستو په تمه نه کښېناست. دوی پر ځان شپه او ورځ يوه کړه چې پر داسې نوښتګرو لارو چارو فکر وکړي چې په خپل مټ او خپلو امکاناتو د ځان دفاع وکړي.
دوی د روسيې د ايرانيو ډرون الوتکو پر وړاندې خپلې داسې ډرون الوتکې جوړې کړې چې روسيه او نړۍ ګوته په غاښ ورته پاتې ده.
دا شی وايلډ هورنيټ نومېږي. د دې پر جوړولو ټول ټال ۲۵۰۰ ډالر لګښت راځي، او دا د روسيې د ايرانيو ډرون الوتکو عزرائیل دی.
دې انټرسيپټر په لومړيو ۵ مياشتو کې د روسيې ۶۰۰ شاهد ډرون الوتکې را نسکورلي دي.
دا پر پر ځانمرګې الوتکه ځانمرګی بريد کوي.
يوکراين د روسيې د ځانمرګو الوتکو پر وړاندې دومره پوخ شو چې اوس امريکا او په منځني ختيځ کې د امريکا ملګري هېوادونه د ايران د ځانمرګو ډرون الوتکو پر وړاندې له يوکراينه مرسته غواړي چې خپلې تجربې او ټيکنالوژي ورسره شريکه کړي.
څو اونۍ مخکې د يوکراين ولسمشر ويلي وه چې امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو د ايرانيو ډرون الوتکو د نسکورولو لپاره رسماً له يوکراينه مرسته غوښتې ده. يوکراين اوس په دې ډګر کې په ټوله نړۍ کې مخکښ رول لري.
د يوکراين ولسمشر زيلنسکي پر خپل ايکس ليکلې وه چې دوی د ايرانيو شاهد ډرون الوتکو د مخنيوي تر دوه سوه ډېر کارپوهان په منځني ختيځ کې له امريکا او متحدينو سره يې مرسته کوي چې دفاعي سيسټمونه ورته جوړ کړي.
[همدا اوس 201 يوکرانيان په منځني ختيځ او خليجي سيمو کې دي او 34 نور د تګ په حال کې دي. دا نظامي کارپوهان دي چې مرسته کولای شي. دوی پوهېږي چې د شاهد ډرون پر وړاندې دفاع څنګه کېږي. زموږ ټيمونه اماراتو، قطر او سعودي عرب ته رسېدلي او کويټ ته پر لارې دي.]
خبره دا ده چې د نړۍ د واک او ځواک نقشه پر بدلېدو ده. د انټرنيټ، مصنوعي ځيرکتيا، او علم ته د آزاد لاسرسي په زمانه کې نوښتگر فکرونه په لږو اسبابو د نړۍ غني ترينو زبرځواکونو او ته سرخوږی جوړولای شي يا د همدې علم په برکت د نړۍ د بدمعاشانو پر وړاندې لږ تر لږه د ځان دفاع کولای شي.
اوس پوښتنه دا ده چې د پاکستان د يرغل او هوايي بريدونو پر وړاندې موږ له انټرنيټ، مصنوعي ځيرکتيا او د علم و عرفان له دې پرانيستې سمندره څنګه ګټه اخلو؟
د ايران يوه وژل شوي جنرال حسين سلامي، تر خپل مرګ څه موده مخکې ويلي وه چې د دوی لپاره د بېپيلوټه الوتکې جوړول دومره ساده دي لکه بايسکل جوړول. خو پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې موږ د بايسکل جوړولو فابريکه لرو؟
اخځليک:
Albright, D., Faragasso, S., & Burkhard, S. (2023, November 1). Satellite imagery update on Alabuga Shahed-136 drone factory. Institute for Science and International Security. https://isis-online.org/isis-reports/satellite-imagery-update-on-alabuga-shahed-136-drone-factory
Antebi, L. (2024, April 16). Explosive drones: A global threat. Institute for National Security Studies. https://www.inss.org.il/publication/explosive-drones/
Beauchamp, J. (2024, May 15). The cost of a Shahed. Phenomenal World. https://www.phenomenalworld.org/analysis/cost-of-a-shahed/
Ben Taleblu, B. (2024, February 6). Iranian media lifts veil on Iran’s kamikaze drone program. Foundation for Defense of Democracies. https://www.fdd.org/analysis/op_eds/2024/02/06/iranian-media-lifts-veil-on-irans-kamikaze-drone-program/
Boffey, D. (2025, August 15). A cheap drone called 'Sting' is being built by Ukraine to take down Russian 'Shaheds' at bullet-train speed. Business Insider. https://www.businessinsider.com/cheap-drone-shahed-sting-wild-hornets-bullet-train-speed-2025-8
CENTCOM [@CENTCOM]. (2027, May 10). U.S. forces successfully engage one uncrewed aerial system [Status update]. X. https://x.com/CENTCOM/status/2027828397087334407
Defence UA. (2025, September 10). Ukrainian Wild Hornets workshop reveals how many Russian drones downed by Sting interceptors in five months. Defense Express. https://en.defence-ua.com/news/ukrainian_wild_hornets_workshop_reveals_how_many_russian_drones_downed_by_sting_interceptors_in_five_months-16013.html
Kimura, Y. (2022, September 9). Cheap, effective 'kamikaze' drones changing nature of modern warfare. The Mainichi. https://mainichi.jp/english/articles/20220909/p2a/00m/0na/017000c
Missile Defense Advocacy Alliance. (n.d.). Missile interceptors by cost. https://www.missiledefenseadvocacy.org/missile-defense-systems/missile-interceptors-by-cost/
Nissenbaum, D. (2024, May 28). The Russian drone plant that could shape the war in Ukraine. The Wall Street Journal. https://www.wsj.com/world/the-russian-drone-plant-that-could-shape-the-war-in-ukraine-7abd5616
Pathak, S. (2026, March 10). Lucas: The new drone interceptor. TechTime. https://techtime.news/2026/03/10/lucas/
Reuters. (2022, December). Iranian drones: The low-cost weapon in the Ukraine war. https://www.reuters.com/graphics/IRAN-CRISIS/DRONES/dwpkyamxqpm/
Rogoway, T. (2016, August 10). Meet Israel’s suicide squad of self-sacrificing drones. The War Zone. https://www.twz.com/4760/meet-israels-suicide-squad-of-self-sacrificing-drones
Rose, C., & Shaikh, S. (2024, April 11). Closing the loop: Enhancing U.S. drone capabilities through real-world testing. Center for Strategic and International Studies. https://www.csis.org/analysis/closing-loop-enhancing-us-drone-capabilities-through-real-world-testing
Shaikh, S. (2024, January 10). Calculating the cost-effectiveness of Russia’s drone strikes. Center for Strategic and International Studies. https://www.csis.org/analysis/calculating-cost-effectiveness-russias-drone-strikes
ThendoBetter. (2025, July 31). Tim Mak’s war reporting journey in Ukraine [Audio podcast episode]. https://www.thendobetter.com/arts/2025/7/31/tim-mak-war-reporting-journey-in-ukraine-podcast
TRT World. (2022, October 20). How Iran's Shahed-136 drones became a global problem. https://www.trtworld.com/article/e690b168e482
Vima, T. (2024, April 12). America’s best new weapon in Iran is a drone inspired by Iran. To Vima. https://www.tovima.com/wsj/americas-best-new-weapon-in-iran-is-a-drone-inspired-by-iran/
Waters, R. (2026, March 5). Zelenskiy says Ukraine will help US counter Iranian drones. Reuters. https://www.reuters.com/business/aerospace-defense/zelenskiy-says-ukraine-will-help-us-counter-iranian-drones-2026-03-05/
Waters, R. (2026, March 6). Hundreds of Ukrainians are helping Gulf states counter Iranian Shahed drones, Zelenskyy says. Business Insider. https://www.businessinsider.com/hundreds-ukrainians-helping-gulf-states-iran-shahed-drones-zelenskyy-2026-3
Zelenskyy, V. [@ZelenskyyUa]. (2027, June 15). Strengthening our air defense remains our top priority [Status update]. X. https://x.com/ZelenskyyUa/status/2033975536846811543