خطرناک فکر
نورالباري مل
July 01, 2026
نورالباري مل
July 01, 2026
ته په خپل کور کې بېګانه يې. د هغه ښار کوڅې چې ته پکې زېږېدلی یې اوس له نابلدو عسکرو دکې دي او دا عسکر تاته په شکمن نظر ګوري.
ته قانون مراعتوې. يو بې ازاره انسان يې، له خپلې غريبۍ سره دې کار دی. خو رياست او سيسټم تاته د يوه باعزته وګړي په سترګه نه ګوي. د دوی په نظر ته يو امنيتي ګواښ يې.
دوی ستا تاريخ له وحشته ډک بولي.
له تا سره ستا د نوم، لباس او ظاهري بڼې پر اساس تبعضي چلند کوي.
پر هر چيکپواينټ تا زليلوي.
دوی له تا هر څه لوټلي دي، يوازینی شی چې در پاته دی هغه ستا آبرو او عزت دی. خو کرار کرار دوی هڅه کوي چې ستا دا وروستۍ سرمايه هم له تا واخلي.
دا د کوټې، پېښور او کندهار يا کابل کېسه نه ده - پوهېږم چې مشابهتونه به لري- خو دا په ۱۹۶۰مو کلونو کې په امريکا کې د تورپوستو امریکايانو کيسه ده. دا کيسه موږ ته ځکه مهمه ده چې موږ نن هم تر هغه په لا بدتر تورتم کې ژوند تېروو چې امريکايي تورپوستان نېمه پېړۍ مخکې ورسره لاس او ګرېوان ول. د ظلم او جبر پر وړاندې د دوی د مبارزې دا کيسه، که الهام بخښونکې نه وي، هېښوونکې حتماً ده. تر پایه راسره اوسئ!
هغه مهال چې په امريکا کې له تورپوستو امريکايانو دومره کرکه کېده چې حتی يو تورپوستی ماشوم د سپينپوستو ماشومانو ښوونځي ته هم نه شوای تللای، د سپين پوستو او تورپوستو ښاري بسونه لا بېل ول. که به پر لارې يو تور پوستی او سپين پوستی سره مخامخ شوه، نو منل شوې قاعده دا وه چې تور پوستی به له پياده روه سړک ته شېوه کېږي چې سپين پوستې ته لاره پرېږدي. د همدې نا انساني چلند پر وړاندې د مارټين لوتر کينګ په نوم د عدم تشدد يوه مبارز, د انسانيت او برابرۍ ناره پورته کړه. د دوی غوښتنه دا وه چې يو سپين پوستی انسان پر تورپوستي انسان هيڅ بر تري نه لري.
مارټين لوتر کينګ دا برابري د سولې او عدم تشدد له لارې غوښته. د دوی د ډلې شعار دا وو چې که څوک دې د مخ پر يوه طرف په څپېړه ووهي ته دا بل طرف هم ور وړاندې کړه. د مارټين لوتر کينګ پلويان په زرګونو ول. د دوی د مدني حقوقو غورځنګ دومره محبوبيت پيدا کړی وو چې تورپوستان خو پرېږده حتی په سپينپوستو امريکايانو کې يې هم پلويان او خواخوږي درلودل.
خو دا سړی يې مخالف وو، دا مالکم ايکس نومېږي. د ده شعار دا وو چې خپل حقه حقوق له چا په خيرات کې مه غواړه. پر خپله خاوره د بل اختيار مه منه. کوم رياست چې تا د ځان نه بولي ته يې هم د ځان مه بوله. (مطلب يې دا وو چې ګلخان له ځانه مه جوړوه) د مالکم ايکس شعار دا وو چې که څوک دې پر مخ په څپېړه ووهي لاس يې داسې ور مات کړه چې بيا دا لاس پر بل چا د پورته کېدو نه وي.
خو د دې دومره غيض او غضب علت څه وو، مالکم ايکس آخر ولي دومره غوسه وو؟
(وقفه!) د مالکم ايکس احساستي وينا
مالکم ايکس څلور کلن وو چې د سپين پوستو نېشنلسټانو یوې ډلې د دوی کور ته اور واچاوه، دوه کاله وروسته بيا د ده پلار په مرموز ډول ووژل شو.
دی پر شپږکلنۍ د پلار له مينې او سرپرستۍ بېبرخې شو.
کونډې مور ته يې د مالکم په شمول د اتو يتيمانو پالنه ور له غاړې شوه او په ورته وخت کې به ټوله ورځ پر دولتي ادارو ګرځېده چې د خپل مېړه لپاره انصاف او عدالت وغواړي.
خو حکومت ويل دا لېونۍ ده، د رواني ناروغانو په يوه روغتون کې يې بندي کړه، د مالکم د پلار مړينه يې ځانوژنه وبلل او دا قضيه يې بنده کړه. له هماغه وخته مالکم غوښتل چې زدکړې وکړي او له ځانه وکيل جوړي کړي چې د خپلې مور غوندې بېوسه او بېکسه انسانانو د حقوقو دفاع وکړي.
په ماشومتوب کې يې د خپل ښوونځي يوه سپين پوستي ښوونکي ته ويلي وه چې دی غواړي چې وکيل شي، خو ښوونکي يې مسخره کړی وو چې په تور پوست وکالت نه کېږي، او دا خوب بايد له سره وباسي.
دې خبرې يې له زدکړو زړه ور مات کړ. په هماغه اتم ټولګي کې يې مکتب پرېښود، په ځوانه ځواني کې په نشو روږد شو، د کوڅه ډبه بدمعاشانو په ډله کې شامل شو، د خلګو کورونه او دوکانونه يې لوټل، او بيا يوه ورځ له خپل نږدې ملګري جارويس سره يو ځای پر غلا ونيول شو او په اته کلن زندان محکوم شو.
د زندان په شپو کې يې يوه ميرېزۍ خور ايجا ځينې وختونه ليدو او پوښتنې ته راتله. په زندان کې يې له جارويس او نورو ملګرو سره ساعت تېر وو، خو بيا يوه ورځ جارويس له دې زندانه د نارفالک زندان ته منتقل شو.
مالکم خپلې خور ايجا ته زارۍ وکړې چې له حکومته غوښتنه وکړي چې دی هم د نارفالک زندان ته بدل کړي. خور يې د ده خبره ومنل، د زندان مسؤلانو ته يې د تبديلۍ غوښتنليک وسپاره. له څو مياشتو هلو ځلو وروسته بلاخره د ۱۹۴۸م د مارچ په مياشت کې مالکم هم د نارفالک زندان ته ولېږل شو.
دې زندان ته بدلېدل د مالکم په ژوند کې يوه تر ټولو مهمه پېښه وه. ځکه دا زندان په امريکا کې هغه وخت له تر ټولو پرمختلليو زندانونو څخه وو. دې زندان خپله پېنځلس ورځنۍ مجله چاپول، د موسيقي ډله يې درلوده او د مناظرو ټيم یې د هاروډ او نورو پوهنتونو له محصلانو سره سيالۍ کولې. د دې ځانګړتياوو تر څنګ دې زندان خورا غني کتابتون درلود. په دې کتابتون کې مالکم د سعدي شېرازي ګلستان، د حافظ شاعري او د خيام رباعيانې ولوستې، وروسته په يوه ليک کې خپل ورور ته ليکي چې زه د شاعرۍ چينجی يم، زه چې خپل د تېر ژوند ژورو تشو ته ګورم يوازې شاعري يې ډکولای شي. په همدې ليک کې يې د حافظ او خيام يو څو ژباړل شوي رباعيانې هم ليکلي دی.
د زندان د کتابونو په پاڼو کې مالکم د تاريخ په يوه بل تريخ حقيقت او جبر خبر شو. هغه دا چې د تورانو د تاريخ په توره دوره کې سپين پوستانو د تورپوستو غلامانو هويت هم محوه کړی وو. تور پوستانو د خپل نوم لرلو او اخېستلو اجازه نه درلوده. پر هر غلام به د هغه د مالک يا بادار تخلص په زور ټاپه کېده. د مالکم پلار ته هم د ليټل تخلص له خپلو بادارانو ور پاتې وو. دا د هغه سپين پوستي بادار نوم وو چې د مالکم پلرونه او نيکونه يې د مال غوندې اخيستې او خرڅ کړي ول.
په ماشومتوب او ځواني کې د مالکم نوم هم مالکم ليټل وو، خو کله چې يې سياسي مبارزه پيل کړه، او د دې نوم په حقيقت خبر شو نو لومړی کار يې همدا وو چې دا د غلامۍ پړی له ځانه وغورځوي. خپل تخلص يې په ايکس بدل کړل.
ايکس لکه د رياضي هغه مجهول عدد چې قيمت يې ورک وي او سړی يې په پيدا کولو پسې سرګردانه وي. د مالکم لپاره هم دا ايکس د تاريخ په تورتم کې د تري تم شوي افريقايي هويت نښه وه. هغه به ويل "زه نه پوهېږم زما اصلي نوم څه و، ځکه زما ريښې يې رېبلي دي نو تر څو چې مې خپل ريښتنې نوم موندلي نه وي زه يوازې يو مجهول "ايکس" يم."
د همدې زندان په کتابتون کې مالکم قران ولوست، له اسلام سره يې دلچشپي پيدا شوه. خو د دوديز اسلام پر ځای مالکم ايکس د يوې نادرې مذهبي فرقې او نظريې په لومه کې ګير شو. دا فرقه، نېشن اف اسلام يا امت مسلمه نومېږي. دا يو مذهبي سياسي ګوند دی چې مشري هغه وخت ايلايژا محمد کوله. ايلايژا محمد وروسته د پېغمبرۍ دعوه هم وکړه او نورې خورا نادرې نظريې يې درلودې چې په دې خپرونه کې يې څېړل موضوع بلې خوا ته بيايي.
خو هغه مهال چې مالکم ايکس په زندان کې وو، ايلايژا محمد خورا ډېر ليکونه ورسره تبادله کړل. مالکم ايکس يې سياسي مبارزې او اسلام ته دعوت کړ او ورته وه يې ويل چې خپل تېر وخت او تېروتنې هېرې کړي، له نشو او غلا د تل لپاره لاس واخلي او خدای ته پر سجده شي. د اسلام په اړه د مالکم ايکس د زدکړې سرچينه همدا ليکونه او د زندان په کتابتون کې ازاده مطالعه وه.
مالکم د الايژا محمد خبره ومنله. اسلام يې قبول کړ، او د تورانو د حقوقو لپاره يې له احساساتو او غوسې ډکه سياسي مبارزه پيل کړه.
تر اووه کلن زندان وروسته مستقيم له نېشن اف اسلام ګوند سره يو ځای شو او سمدستي يې د دې ګوند د وياند په توګه يې دنده پيل کړه.
[د مالکم ايکس د ويناوو يو څو کليپونه]
د ده ويناوې دومره اغېزناکې وې چې په خورا لنډ وخت کې يې د نېشن اف اسلام ګوند په ټوله امريکا کې د تورانو د حق غوښتنې په يوه قوي ادرس بدل کړ. د همدې ويناوو او اغېزناکو تقريرونو په خاطر دی د ګوند تر مشر ايلايژا محمد ډېر مشهور شو، خو دې شهرت په يو ډول ده ته تاوان وکړ. په ګوند کې دننه له ده سره رخې او مخالفتونه را پورته شول.
بلخوا له ايلايژا محمد سره له نږدې وخت تېرولو وروسته مالکم ايکس د هغه په ډېرو رازونو او جرمونو خبر شو. ايلايژا محمد چې د پېغمبرۍ دعوه يې کړې وه، ځان يې د الله استازی ګاڼه، خو د خپلو لسګونو ځوانانو سکرترانو نجونو سره يې جنسي اړيکې لرلې. خلګو ته يې د خاکسارۍ تبليغ کاوه خو د همدې خلګو په پيسو يې ځان ته د عيش او عشرت ژوند جوړ کړی وو.
مالکم ايکس دا خبرې رسوا او رسنيزې کړې. بلاخره د نېشن اف اسلام ګوند مالکم ايکس له دندې ګوښه کړ. د مالکم ايکس او نېشن اف اسلام ګوند لارې سره جلا شوې.
په ۱۹۶۴م له نېشن اف اسلام ګوند سره تر مخه ښې وروسته مالکم ايکس د حج په سفر د مکې پر لور روان شو.
حج د مالکم ايکس په ژوند کې تر ټولو لويه پېښه وه. دلته ده، تورپوستي، سپين پوستي، بور پوستي او سورپوستي مسلمانان وليدل چې له يو بل سره اوږه پر اوږه له هر ډول تبعيض پرته يوه خدای ته پر سجده دي. په حج کې مالکم ايکس رښتني اسلام ته مخامخ شو، او د ايلايژا محمد د اسلام پر ځای يې نړيوال سني اسلام غوره کړ، قران يې ولوست، د قران هغه کاپي چې مالکم ايکس له نېشن اف اسلام ګوند څخه تر وتلو وروسته لوستې ده تقريباً پر هره پاڼه يې ياداښتونه او تبصرې ليکلي دي. له همدې امله څېړونکي په دې باور دي چې ده قران په خورا دقت او ژورتيا مطالعه کړی وو.
مالکم ايکس اسلام په نړۍ کې د ټولو تبعضونو پر وړاندې د حل يوازينۍ لاره ګڼله. له همدې امله يې نور خلګ هم د اسلام او قران مطالعې ته را بلل. يو مشهور کس چې له ده څخه په الهام يې اسلام قبول کړ د سوکوهنې نړيوال اتل، محمد علي وو.
له حج څخه را ستندونکی مالکم ايکس بدل شوی وو، دی اوس الحاج ملک الشهباز وو. خو يوازې نوم يې نه وو بدل، د ده په فکر کې ژور بدلون راغلی وو. دی نور په دې باور وو چې د سپينپوستو امريکايانو سره د دوی مبارزه يوازې د تورانو د مدني حقوقو مبارزه نه ده، دا د انساني کرامت مبارزه ده.
ملک الشهباز نړيوال شو، هغه سړی چې يووخت يې د خپل ښار په کوڅو کې د خپل نوم اخېستلو اجازه نه درلوده، اوس د اکسفرډ پوهنتون په تالارونو کې د نړۍ له رهبرانو او مفکرانو سره د تاريخ او فلسفې په اړه مناظرې کوي. په لنډه موده کې یې اوږده سفرونه وکړل، مصر ته لاړ، د الاظهر پوهنتون له امام سره يې وليدل. نړيوال رهبران او ولسمشران يې را ووننګول چې د دوی په حق کې د انساني او اخلاقي وجيبې له مخې ږغ پورته کړي.
د ده مبارزه اوس د افريقا، اروپا، برطانيې او امريکا د تورپوستانو لپاره وه، او هڅه يې پيل کړه چې د دې تيت او پرک تورپوستانو ږغونه سره ملګري کړي او د ده د قوم پر وړاندې د امريکا د ظلمونو دوسيه د يوې امريکايي محکمې پر ځای د ملګرو ملتونو تر تالاره ورسوي چې امريکا پر نړيواله کچه ملامته کړي.
دې کار د امريکا حکومت ته خوند ور نه کړ، هغوی يو احساساتي مالکم ايکس زغملی شوای خو يو ستراتيژيک فکر لرونکی سياسي او نړيوال ملک الشهباز ورته د زغم وړ نه وو.
له همدې امله دی د ايف بي ای يا د پلټنو د فدرالي ادارې لخوا تر دوامداره څار لاندې شو. د ده فعاليتونه د امريکا د ملي امنيت لپاره ګواښ ګڼل کېدل. د امريکا رسنيو د دوی فعاليتونو ته يا پوښښ نه ورکاوه او يا يې هم په يو مخيز ډول منفي تبليغات ورپسې کول. دی يې بدمعاش، پخوانی نشه يي، او مذهبي توندلاری باله.
فبروري ۱۴، ۱۹۶۵ د ژمې يوه سړه شپه
ملک الشهباز د يوې درنې چاودنې په ږغ له درانده خوبه را ويښېږي. کور ته يې لاسي بمونه غورځول شوي دي او څلور ماشومانې لوڼې يې په خپله کوټه کې بندې دي. مالکم ايکس د اور له لمبو لوګيو خپل ماشومان او مېرمن روغ را وه ايستل خو دا خبره یې نور زړه ته تېره وه چې د ده د وژلو فرمان لاسليک شوی دی.
خو پر دې سربېره ده خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړ او په همدې سهار يې په يوه لويه غونډه کې د تېر په څېر له احساساتو ډکه وینا وکړه. په دې غونډه کې ده ګډونوالو ته وويل چې دی خپل مرګ په سترګو وينې خو دی له مرګه نه ډارېږي. پر شا کېږي نه.
تر همدې پېښې فقط يوه اونۍ وروسته يې د نيويارک په اډبورن تالار کې يو بلې غونډې ته وينا کول. د دې وينا اورېدو ته يې مېرمن او لوڼې هم راغلي دي. د غونډې وياند اعلان وکړ چې د پروګرام په دې برخه کې الحاج ملک الشهباز ورور ته بلنه ورکوي چې له ګډونوالو سره خپله وينا شريکه کړي.
تالار د خلګو له چکچکو او ږوږه ډک شو، ملک الشهباز دريځ ته پورته شو… السلام عليکم!
تالار د وعليکم السلام تر څنګ د ډزو ږغونو ولړزاوه. ملک الشهباز ۲۱ مرمۍ پر سينه وخوړې او په خپلو وينو کې لت پت له دريځه لاندې په داسې حال کې را ولوېد چې د شهادت ګوته يې د اسمان لورې ته نيولې وه.
ملک الشهباز د خپلو ملګرو، کورنۍ او مېرمنې و ماشومانو د سترګو په وړاندې ووژل شو خو قاتلان يې تر نن ورځې پورې سم معلوم نه شول. ظاهراً دا کار د ده د پخواني ګوند نېشن اف اسلام د مشرانو په دستور شوی وو. خو هغوی دا ادعاوې بېبنسټه ګڼي.
په سبا د نيويارک ټايمز په سرليکنه کې هغه يو شرير، رواني ناروغ او پر کږه لاره تللی انسان بلل شوی وو.
مالکم ايکس په غربت کې مړ شو، په مادي ميراث کې حتی څو جوړې زړې جامې هم ځنې پاتې نه شوې، ځکه د ده ټول لباسونه يې تر مرګ يوه اونۍ مخکې په کور کې د بمي چاودنې او اور لګېدنې له امله سوځېدلي ول د ده کورنۍ په دې شپو کې په هوټل کې اوسېده.
خو په معنوي لحاظ د ده مبارزه او فکري ميراث هغه اثاثه ده چې مطالعه يې يوازې د امريکا تور پوستي مسلمانانو ته نه بلکې د نړۍ د هر ګوټ په تورتم کې راګيرو مظلومو قومونو ته د لارې مشال کېدای شي.