نورالباري مل
November 30, 2025
اکتوبر ۷، ۲۰۰۱
د سي ای اې په مرکزي دفتر کې کفتان سکاټ سوانسن د کمپیوتر سکرين ته په ځير ځير ګوري. د کمپيوټر پر پرده تت انځورونو ښکاري. دا انځورونه د هغې الوتکې په مرسته په ژوندۍ بڼه د سکاټ سوانس کمپيوټر ته را لېږل کېږي چې همدا شېبه د کندهار پر اسمان د ملا عمر د کور پر سر ګرځي. ملا عمر او د طالبانو په ټول حکومت کې هيڅوک هم نه دي خبر چې همدا شېبه يوه الوتکه دوی څاري. خو جالبه دا ده چې د دې الوتکې پيلوټ له کندهاره نيمه نړۍ ليري د امريکا په ويرجينيا ايالت کې په يوه خړ کنټينر کې ناست دی او دا الوتکه د کمپيوتر له لارې کنټرولوي.
د سپټمبر د يوولسمې د پېښې يوه مياشت لا نه ده پوره او دا د طالبانو او القاعدې پر وړاندې د امريکا د عملياتو لومړۍ شپه ده.
په دې شپه د امريکا حکومت د نړۍ د جکړې په تاريخ کې يوه نوې کارنامه کوي. داسې کارنامه چې تر دې مهاله یوازې په فلمونه او خيالونو کې ممکنه وه. خو اوس په عملي ډول سکاټ سوانسن له تقريباً دولس زره کيلومتره اوږده واټن څخه يوه الوتکه کنټرولوي او له هماغه ځايه د همدې الوتکې په مرسته خپل هدف په نښه کوي.
د دې عملياتو هدف د طالبانو د تحريک مشر ملا عمر دی، د کفتان سکاټ سوانسن تر شا د عملياتو قومندان مارک کوټر ناست دی او د او د عملياتو قومنده ورکوي. سکاټ سوانسن د الوتکې د توغوندۍ لوری د ملاعمر پر بايفور موټر ور برابر کړی دی او فقط د قومندان امر ته منتظر دی.
تر دې مخکې له بې پيلوټه الوتکو څخه يوازې د څارګرۍ په برخه کې کار اخېستل کېده. خو اوس که قومندان مارک کوتر امر ورکړي دا به د نړۍ په تاريخ لومړۍ ځل وي چې يوه بېپيلوټه الوتکه توغندۍ توغوي.
شېبه وروسته همداسې وشول. کفتان سکاټ سوانسن د یوې سرې تڼۍ په کښېکښلو نه يوازې د امريکا د نوي جګړې پيل وکړ، بلکې د نړۍ په تاريخ کې يې د جګړې د بڼې يو نوی څپرکی پرانيست. بېپيلوټه جګړه.
خو په تېرو دوو لسيزو کې بېپيلوټه الوتکې او بېپيلوټه جګړه دومره عادي شوه چې حتی سړی فکر نه کوي چې دا ټيکنالوژي دې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه په کندهار کې کارول شوې وی.
په دې برخه کې د وروستيو پرمختګونو او نوښتونو داستان خورا جالب دی. خو د تر دې ځایه د بې پېلوټه الوتکو د پرمختګ سفر له پېچومو او خورا لوړو ځوړو ډک دی.
دا ابراهم کريم دی.
کريم د نومهالي بېپيلوټه الوتکې بنسټګر او پلار ګنل کېږي. دی په خټه عراقی دی. خو هغه وخت دی ۱۴کلن وو چې کورنۍ يې له بغداد څخه اسرائیلو ته وکوچېده. کريم له ماشومتوبه له الوتکو او پيلوټۍ سره مينه درلوده. په اسرائیلو کې کريم د ټيکنييان پوهنتون د هوايي انجنرۍ له څانګې فارغ شو، او سمدستي يې د اسرائیلو له پوځ سره د پرمختللو الوتکو پر جوړولو کې کار وکړ.
خو د اسرئیلو دولتي چوکاټ د کريم د نوښتګرو افکارو او خلاقو تجربو لپاره تنګ وو. د ده هره نوې مفکوره به د يو عالم دولتي رسمياتو، لاسليکونو او منظوريو تر رغبېل وتله، او ډېر کله به د يوه زاړه مامور د لاسليک په تمه د ځوان کريم تاندې مفکورې د رسمي کاغذونو په جم کې د دولتي دفترونو تر ګردونو لاندې زړې شوې.
کريم په دې باور وو چې د اسرائیلو په پوځ کې دی هیڅ پرمختګ نه شي کولای. له همدې امله يې ډېر ژر له پوځ سره مخه ښه وکړه او خپل شرکت يې جوړ کړ او په دې تمه يې د خپلو نويو طرحو پر عملي کولو کار پيل کړ چې نور به د چا لاسلیک او منظورۍ ته اړ نه وي.
خو د الوتکو جوړولو شخصي شرکت خورا ډېره سرمايه غواړي او په دې برخه کې شخصي شرکتونه هم د دولتي منظوريو او کاغذپرانيو له اوږدو پروسو معاف نه دي.
کريم ستړی شو. يوه چاره يې مخ ته نه تله.
بلاخره يې په ۱۹۷۸م کال کې امريکا ته هجرت وکړ، او په کلفورنيا ايالت کې تر مېشتېدو سمدستي وروسته یې د ليډنګ سيسټمز په نوم د خپل کور په ګاراج کې د هوايي انجنرۍ خپل شرکت جوړ کړ. په همدې ګېراج کې يې د البتراس په نوم يوه نوې ډرون الوتکه جوړه کړه.
د تلويزوني کامرې لرونکې دا بېپيلوټه الوتکه ۵۶ ساعته په هوا کې ګرځېدای شواي. چې دا تر دې مهاله د جوړو شويو نورو ډرون الوتکو په پرتله لس کرته ډېره موده ده. دا الوتکه د څارګرۍ لپاره د خپل وخت تر ټولو پرمختللې ټيکنالوژي وه.
د البتراس تر کاميابۍ وروسته ډارپا يا د امريکا د دفاعي مطالعاتو تحقيقاتي ادارې کريم ته د پنځه ميلونه ډالرو قرارداد ورکړ چې په دې برخه کې خپل کار او تجربو ته دوام ورکړي. وروسته د امريکا د سمندري ځواکونه له لورې د ۲۵ ميلونه ډالرو قرارداد ورکړل شو چې البتراس د نظامي موخو لپاره د کارونې جوګه کړي. په ۱۹۸۵ کې د امريکا د پوځ پام هم کريم ته ور واوښت او په دې ډول کريم بوديجه څلوېښت ميليونه ډالرو ته ورسېده.
دې قراردادونه کريم ته لوی لاس ورکړ او د لیډينګ سيسټمز په نوم د ده شرکت نور د ده د کور له ګېراجه را ووت او د کالفورنيا ايالت د ايروين په صنعتي سيمه کې پر څلورنيم اکړه مځکه اباد شو.
ليډينګ سيسټمز ډېر ژر د اېمبر په نوم نوې بېپيلوټه الوتکه جوړه کړه چې د سمندر له سطحي پېنځنيم زره متره پورته يې پرلپسې ۳۸ ساعته پرواز کولای شوای.
د کريم په شرکت کې اوس کريم ته ورته په لسګونو نوښتګر انجنيران او له پوهنتونه تازه فارغېدونکي ځوانان او پېغلانې په څېړونو او عملي کار بوختې وې. دا هغه څه وه چې امريکا ته تر راتګ مخکې يې کريم فکر هم نه شوای کولای.
هر څه سم روان ول، خو يوه ورځ کريم ته ناڅاپه د امريکا د سمندري ځواکونو له دفتره ږنګ راځي او ورته وايي:
- ښاغلی کريم، په ډېر تاسف بايد خبر درکړو چې سمندري ځواکونو چې د ۲۰۰ اېمبر الوتکو د پېرلو پلان درلود، د اوس لپاره موږ دا پلان ځنډوو.
- مګر ستاسې راغلي پلاوي خو د اېمبر الوتکې ازمايښتي پروازونه پخپله وليدل او دا يې د بېپیلوټه الوتکو په تاريخ کې يو بېساري …
- په الوتکه کې ويل نشته، خبره دا ده چې کانګرس د بې پيلوټه الوتکو په برخه کې د ټولو نظامي ادارو بودجه ځنډولې ده او وايي چې دوی په دې برخه کې يوه نوې کمېټه را منځته کوي او ټولې پروژې به د هغې کمېټې تر منظورۍ وروسته مخ ته ځي.
- نوې کمېټه، څنګه کمېټه؟ زموږ چاره به څه شي؟
- تر اوسه ډېر جزئیات زموږ سره هم نه دي شريک شوي، خو تاسې خپل پرپوزل موږ ته ولېږئ تمه ده چې د کانګريس غړي به يې ومني.
د امريکا کانګرس تازه ډرون الوتکو د جوړولو ټول تمويلات مسدود کړي ول ځکه د ډرون الوتکو په برخه کې د امريکا د حکومت ټول پخواني مصارف تر ډېره پاشلي او بېپايلې ول. کانګرس د امريکا له پوځ، سمندري ځواکونو، ډارپا او نورو ادارو وغوښتل چې هر يو جلا جلا د ډرون الوتکو په برخه کې پانګونې ونه کړي بلکې پر ځای يې يوه مشترکه اداره رامنځته کړي چې تر چتر لاندې يې ټول قراردادونه او نوي پروګرامونه پر مخ يووړل شي.
خو دې مشترکې ادارې د کريم د اېمبر الوتکې پروژه ځای پر ځای لغوه کړه، او پر ځای يې له نورو لويو شرکتونه سره قراردادونه وکړل.
کريم يو ځل بيا د رسمي او دولتی بيروکراسۍ ښکار شو. خو دا ځل يې د تېر په څېر د تېښتې لاره هم نه لرله. شرکت يې تر پورونه لاندې وو، هره ورځ د زرګونو ډالرو له تاوان سره مخ وو، خو د عوايدو هيڅ سرچينه يې نه وه. کريم، حتی نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل چې د ده الوتکې رانيسي خو بخت يې ياري نه وکړه.
کريم ډېوالي شو، او بلاخره د جنرل اټاميکس په نوم د نظامي تجهيزاتو يو بل لوی شرکت د کريم د شرکت د رانيولو هوکړه وکړه او کريم ته يې هم په خپل شرکت کې د يوه کارمند په توګه کار ورکړ.
دا پريډيټر ډرون نومېږي.
دا هماغه ډرون الوتکه ده چې د ملا عمر د کور پر سر ګرځېده.
پريډيټر ډرون شاوخوا شل ميليونه ډالره بيه لري. په ۲۰۰۵ کې دې الوتکو د افغانستان، عراق او پاکستان پر اسمانانو په مجموعي ډول ۷۰۰۰۰ ساعته پروازونه وکړل.
پريډيټر ډرون، هم د ابراهم کريم ايجاد دی، دا الوتکه وروسته کريم له همدې جنرل اټامکس شرکت سره د کار پر مهال جوړه کړ.
خو پريډيټر ډرون د بېپيلوټه الوتکو تر ټولو پرمختللې بڼه نه ده. دا د ۱۹۹۵ د وخت ټيکنالوژي ده. او د امريکا پوځ په ۲۰۱۸ کې دا الوتکه په رسمي ډول تقاعد اعلان کړه.
پريډيټر ډرون په لومړي سر کې يوازې د څارګرۍ لپاره جوړه شوې وه خو وروسته يې د هدف ويشتنې ځانګړتياوې ور اضافه کړې وې. له همدې امله د امريکا پوځ يوې داسې بېپيلوټه الوتکې ته اړتيا لرله چې له لويه سره د جګړې او هدف ويشتنې لپاره جوړه وي. همدې ټکي ته په کتو جنرل اټامکس شرکت يوه نوې بېپيلوټه الوتکه ايم کيو نهه ريپر جوړه کړه. او دا د پريډيټر ډرون ځايناستې شوه. د يوې مجهزې ايم کيو نهه ريپر الوتکې بيه شاوخوا ۵۶ميليونه امريکايي ډالر ده. دا الوتکه د نوي راډار سيسټمونو او پرمختلليو سينسرونو په مرسته محرک اهداف په خورا دقيق ډول په نښه کوي.
په ۲۰۲۲ کې د القاعدې مشر ايمن الظواهري هم د همدې الوتکې په مرسته د کابل په شېرپور سيمه کې په خپل کور کې په دومره دقيق ډول په نښه شو چې د امريکا د استخباراتو او پوځ په وينا په دې بريد کې له الظواهري پرته بل څوک حتی ژوبل شوي هم نه دي. که څه هم دا موضوع يو څه جنجالي ده، ځکه زبيح الله مجاهد تر اوسه پورې دا نه مني چې الظواهري دې په کابل کې وژل شوی وي، خو دا چې د مجاهد خبرې څومره د منلو وړ دي دا جلا بحث دی.
اوس خبره دا ده چې د ډرون يوازې همدا بڼې نه دي، په اوسني عصر کې خورا ډېر هېوادونه او په امريکا کې ګڼشمېر خصوصي شرکتونه د بېپيلوټه الوتکو پر جوړولو کار کوي او دې ټيکنالوژۍ اوس دومره وده کړې ده چې حتی د ايف ۳۵ جيټ الوتکو مرستيالې او معادلې بېپيلوټه الوتکې هم جوړې شوي.
دا ډرون کرېټوس والکيري نومېږي چې سرعت يې پر ساعت تر ۱۰۴۸ کيلومتره پورې رسېږي. دا الوتکه له ايف ۳۵ الوتکو سره په ګډو عملياتو کې د برخې اخېستلو وړتيا لري او د هدف په نښه کولو او د وسلو او تجهيزاتو په لېږد کې مرسته ورسره کوي.
دا وګورئ، دا شرکت د داسې بېپيلوټه الوتکو پر جوړولو کار کوي چې په عمودي ډول ځای پر ځای له ځمکې پورته شي او د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته کنټرول شي. مانا دا چې دا الوتکې له هره ځایه الوتی شي او هيڅ هوايي ډګر ته اړتيا نه لري.
دا د چين بېپيلوټه نظامي سمندري بېړۍ دي چې په سمندر کې له ډېره شوقه نڅا کوي.
دا د اسرائيلو وبخښئ، پاکستان، بې پیلوټه الوتکه ده. پاکستان امريکا ته ډېر خواستونه وکړل چې يو څو تقاعد شوي پريډيټر ډرون الوتکې ورکړي، خو امريکا يې غوښتنه نه ومنل. بلاخره پاکستان پخپله د براق په نوم دا بېپيلوټه الوتکه جوړه کړه.
خبره دا ده چې دا الوتکې، دا د مصنوعي ځيرکتيا (AI) سيسټمونه، او دا پرمختللي توغندۍ په دعاګانو، تعويذونو او يا د اميرانو په فرمانونو نه دي جوړ شوي؛ دا د رياضي، فزیک، ساينس او په ټول کې د انسان د ازاد فکر محصول دی.
خو له بده مرغه په داسې حال کې چې نړۍ د فضا د تسخیرولو په هڅه کې ده، زموږ په وطن کې واکمن ذهنيت له تېرو پېنځو کالونو راهيسې لا هم پر دې بحث کوي چې د يوې شپږ کلنې نجلی مکتب ته تګ روا دی که ناروا؟
زموږ دښمن يوازې هغه ګاونډی نه دی چې له اسمانه زموږ پر ماشومانو بمونه را غورځوي، بلکې هغه جهالت او پر موږ په زور تپل شوی هغه فکر هم دی چې زموږ راتلونکي نسلونه هم د خپلو الوتکو له جوړولو محروموي، او د لېوانو ګاونډيانو پښو ته مو لاستړلي ور غورځوي.
ويډيو درسره شريکه کړئ، ښايي يو څوک له خوبه را ويښ کړي.
AiTelly. (2025, April 19). MQ 9 Reaper Drone Explained [Video]. YouTube. https://www.youtube.com/watch?v=LeIdy6uwYpI
Bergen, P., & Rowland, J. (2011, November 1). Decade of the drone. Global Policy Forum. https://archive.globalpolicy.org/us-military-expansion-and-intervention/general-analysis-on-us-military-expansion-and-intervention/50996-decade-of-the-drone.html
Connor, R. (2018, March 9). The Predator, a drone that transformed military combat. National Air and Space Museum. https://airandspace.si.edu/stories/editorial/predator-drone-transformed-military-combat
Defense Advanced Research Projects Agency. (n.d.). Amber, Predator, Global Hawk, and Predator. https://www.darpa.mil/node/2042
Forces News. (2017, January 27). The story of the drone strike that saved hundreds of lives | Forces TV [Video]. YouTube. https://youtu.be/vUmGi1vRGdo
Gillem, D. (2016, January 4). The first drone strike/kill in history. Frontlines of Freedom. https://frontlinesoffreedom.com/first-drone-strikekill-history/
Imperial War Museums. (2025, June 11). How the Predator drone changed EVERYTHING [Video]. YouTube. https://youtu.be/uXfofBMv1tI
Insider Business. (2023, August 17). How Air Force drone pilots 'fly' the $32 million MQ-9 Reaper drone | Boot Camp | Business Insider [Video]. YouTube. https://www.youtube.com/watch?v=7kQAnhET0ec
Jewish Standard. (n.d.). Father of the drones. https://jewishstandard.timesofisrael.com/father-of-the-drones/
Kantor, J. H. (2024, September 5). How fast is the MQ-1 Predator drone & what does one cost? SlashGear. https://www.slashgear.com/1655401/how-fast-is-mq-1-predator-drone-cost/
Lee, M., Merchant, N., & Balsamo, M. (2022, August 1). CIA drone strike kills al-Qaida leader Ayman al-Zawahri in Afghanistan. PBS NewsHour. https://www.pbs.org/newshour/politics/cia-drone-strike-kills-al-qaida-leader-ayman-al-zawahri-in-afghanistan
MIL3010. (2024, March 6). USAF. XQ-58 Valkyrie: Stealthy unmanned combat aerial vehicle. Test flight [Video]. YouTube. https://www.youtube.com/watch?v=wQpFgIDc-wE
Military Mechanics. (2024, December 20). The RQ-4 Global Hawk: The largest, most advanced, and most expensive UAV ever built [Video]. YouTube. https://youtu.be/Xki-WNU9i4s
Military World. (2025, January 30). US tests new RQ-4 Global Hawk after UPGRADE [Video]. YouTube. https://youtu.be/a5per6KC05s
National Security Archive. (2014, September 16). Predator: The secret origins of the drone revolution (Electronic Briefing Book No. 484). https://nsarchive2.gwu.edu/NSAEBB/NSAEBB484/
NESCOM Burraq. (n.d.). TVD.im. https://tvd.im/aviation/1523-nescom-burraq.html
Staff Writer. (2018, May 15). NESCOM Burraq: Unmanned combat aerial vehicle (UCAV). Military Factory. https://www.militaryfactory.com/aircraft/detail.php?aircraft_id=1377
Thompson, J. (2018, February 20). Sunsetting the MQ-1 Predator: A history of innovation. U.S. Air Force. https://www.af.mil/News/Article-Display/Article/1445531/sunsetting-the-mq-1-predator-a-history-of-innovation/
U.S. Air Force. (n.d.). MQ-9 Reaper. https://www.af.mil/About-Us/Fact-Sheets/Display/Article/104470/mq-9-reaper/
Whittle, R. (2013, April). The man who invented the Predator. Air & Space Magazine. https://www.smithsonianmag.com/air-space-magazine/the-man-who-invented-the-predator-3970502/