د افغانستان د لرغونو آثارو چور تالان
نورالباري مل
July 21, 2026
نورالباري مل
July 21, 2026
دې انځور ته ښه ځير شه، ستا په فکر دا ځای به څه وي؟ داسې ښکاري لکه د حيوانانو خونه، کنه؟ لکه د سپيانو کوډل يا د څارويو اخور؟
خو داسې نه ده.
په دې هر تنګ بکس کې څلور تنه لوی بالغ انسانان اچول کېدل. دا د ژونديو قبرونه دي. دا ځای د پولنډ په اشويټس زندان کې دی.
دا زندان او د شکنجې مرکز د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال الماني نازيانو جوړ کړی وو. دا ځای د ظلمونو لابراتوار وو. دلته د يوسف مينګېل په نوم يو ډاکټر چې خلګو به د مرګ فرشته باله پر نويو زېږدلو ماشومانو به يې د طب داسې تجربې کولې چې حتی اورېدل يې هم د ډبرې زړه غواړي. ده به د ژونديو ماشومانو په سترګو کې د رنګو پېچکارۍ ور لګولې ترڅو معلومه کړي چې د يوه انسان د سترګو رنګ په مصنوعي ډول بدلېدای شي که نه. دې ډاکټر د تجربې لپاره دوه واړه غبرګولي ماشومان يو له بل سره وګنډل. دا ماشومان تر درو ورځو پرلپسې چيغو او ژړا وروسته زاره چاودې شول او له ډېره درده مړه شول. ده به له ژونديو معصومو ماشومانو څخه روغ اندامونه د تجربو لپاره پرې کول.
دا د بشر پر وړاندې په تاريخ کې د جنايت يوه بېسارې بېلګه ده. او د دې زندان دېوالونه او انګړ د دې ظلمونو شاهدان دي.
***
له همدې امله نړيوالې ټولنې هوډ کړی دی چې دا ځای به په بشپړ ډول خوندي ساتي چې د تاريخ په حافظه کې د دې جنايتونو کيسه تل تر تله ژوندی پاتې شي.
همدا اوس په يوه اروپايي بانک کې ۱۹۰ ميلونه ډالرو يوازې د دې ځای د ساتنې لپاره پرتې دي. هر کال په ميلونو ډالر د دې ځای پر مراقبت لګول کېږي.
دا ځای د يونيسکو د فرهنګي ميراثونو په ليسټ دی. پر دې به يو وخت په تفصيل وږغېږو خو د يونيسکو د فرهنګي ميراثونو په لسټ کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۲۵۰ ځايونه دي چې د فرهنګي، تاريخ او کله کله د طبعي ارزښت له مخې دې لسټ ته شاملېږي.
خو د يونيسکو دا فرهنګي ميراثونه ټول دغسې د وحشت ځايونو نه دي. ډېره برخه يې د انسان د لوړ فرهنګ، هنر، تمدن او لرغوني تاريخ استازولي کوي. د بېلګې په ډول تاج محل، د چين دېوال، او د مصر اهرام.
د يونيسکو غړي هېوادونه په دې باور دي چې دا ځايونه د خپل تاريخي ارزښت په خاطر په دې ارځي چې بايد د ميلونو ډالرو په لګښت د انسانانو راتلونکو نسلونو ته د يوه تاريخي ميراث په توګه وساتل شي.
د دې څه کم ۱۲۵۰ ځايونو له ډلې يوازې دوه يې په افغانستان کې دي.
د باميانو بودا او د غور د جام څلی.
اوس نو د نړۍ دې منافقت ته سړی حيران شي چې په پولنډ د شکنجې مرکز ته په ميليونونو ډالر ځانګړوي او د افغانستان دا ۸۰۰ کلن د وياړ څلی د کليمې په واقعي مانا په سيند لاهو کېږي.
خو د جام تر څلي مخکې د باميانو د بودا غميزه هم د يادولو وړ ده.
***
محوه
د ۲۰۰۱ی کال د مارچ مياشت
طالبانو پوره دوې اونۍ د خپلو مشرانو په فرمان د باميانو په دره کې د بودا بدن په برمو غار غار کړ. بيا يې دا غارونه له بارودو ډک کړل. يونيسکو او نورې نړۍ مشران پر ټولو خواريو او زاريو سربېره نه وتوانېدل چې د شپږمې پېړۍ د دې شاهکار د ړنګېدو مخه ونيسي. او په دې ډول د يوه ملت پر پنځلسسوهکلن زرين تاريخ دوړه وګرځېده.
دا سنجول شوی فرهنګی ترورو يوه شعوري هڅه وه چې د نړۍ د تاريخ له کتابه د افغانانو د څپرکي پاڼې را وڅيري. دا د يوه هويت د محوه کولو هڅه وه.
د باميانو بودا يو فزيکي او ملموس سند وو چې زموږ پر لرغونتيا يې شاهدي ورکوله. بودا د افغانستان د بدن برخه وو او د دې ښکاروندی وو چې د وروستيو لسيزو تر دې تپل شويو جګړ وړاندې پر دې سيمه زرګونو کاله پخوا افغانانو له نړۍ سره وصل او په مذهبي و فرهنګي لحاظ متنوع تمدن لاره.
د بودا تر ړنګېدا وروسته يونيسکو چې د ملګرو ملتونو تعليمي، ساينسي او فرهنګي څانګه ده، را وړاندې شوه، په پاريس او جنيوا کې يې غونډې وکړې. ځکه دا اداره تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د همدې لپاره جوړه شوې وه چې د دغه ډول فرهنګي ميراثونو ساتنه به کوي. دوی بيړنۍ بسپنې را ټولې کړې، لوړې او سوګندونه يې وکړل چې بيا به د افغانانو تاريخي ميراثونه په دغسې بېباک ډول ړنګېدو ته نه پرېږدي.
خو دا ژمنې فقط د کاغذ پر مخ کرښې وې.
دا ځکه چې د همدې يونيسکو د سترګو پر وړاندې اوس د افغانستان دويم لوی فرهنګي ميراث او د اسلامي تمدن شاهکار د غور د جام څلی د د نړېدو له خطر سره مخ دی.
***
د جام څلی په غور ولايت کې هريرود او جامرود د تقاطع پر نقطه ولاړ دی. له همدې امله د رودونو او سېلابونه اوبه د دې څلي بېخ ور کاږي.
جالبه دا ده چې د فرهنګي ميراثونو د خونديتابه او بېړنيۍ مرستې لپاره يونيسکو هر کال په ميليونو ډالر مصرفوي. خو د جام د څلي او باميانو لپاره دا پیسې نه اوس ورکول کېږي ځکه د طالبانو واکمني پر ملي او نړيواله کچه مشروعيت او رسميت نه لري.
خو خبره دا ده چې دا ستونزه نوې نه ده، د جمهوريت پر مهال هم دې ځای ته لازم پام نه دی شوی. هغه وخت د چارواکو يوه لويه پلمه امنيتي ستونزې وې. يونيسکو په خپلو راپورنو کې په وار وار د امنيتي ستونزو له امله د افغانستان د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او بيارغونې لپاره شرايط نا مساعد بللي دي.
خو پر دې سربېره په ۲۰۱۹ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دفاع وزارت سره په همکارۍ د جام څلي ته محافظتي دېوالونه جوړ کړل. په ۲۰۲۴ کې تر درنو سېلابونو وروسته د طالبانو حکومت هم د جام د څلي پر شاوخوا ځينې حفاظتي تدابير ونيول چې د څلي د لا ړنګېدو مخه ونيسي.
که څه هم د طالبانو حکومت له يونيسکو سره د جام منار د دړځونو په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړي دي، خو مثبت ځواب يې نه دی تر لاسه کړئ.
دا څلی شاوخوا اته سوه کاله پخوا د غياث الدين غوري د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی دی.
دې ځای د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۷م مېلادي کال کې د بهرنيو لرغونپوهانو توجه جلب کړه. وروسته بېلابېلو نړيوالو لرغونپوهانو وخت نا وخته دې ځای ته د څېړنو لپاره تګ راتګ کاوه خو په ۱۹۷۹ کې پر افغانستان د شورويانو تر يرغل وروسته د دې لرغونپوهانو دا سفرونه بند شول.
دوی دې نتيجې ته رسېدلي ول چې دا څلی دغسې برناحقه د يوې درې په منځ کې نه دی ولاړ، دا د يوه ورک شوي ښار د کلاګانو، ماڼيو او يوه پراخ تمدن برخه ده. د ځينو تاريخي متونو په حواله دلته د فېرزو کوه په نوم جنګي ماڼۍ او ښارګورټي اباد ول چې د چنګېزيانو له خوا په ۶۲۰م هجري کال کې ړنګ کړل شول. له همدې امله اوس هغه تر خاورو لاندې شوې کلاګانې او ښار پيدا کول ستونزمن کار دی.
که څه هم د يونيسکو د لرغونپوهانو ډلې هڅه کړې ده چې پيدا يې کړي خو بريالي شوي نه دي. له همدې امله د ځينو په باور دا تر خاورو لاندې تمدن فقط يوه افسانه ده.
خو د روری سټیورټ په نوم دا انګرېز لیکوال چې د طالبانو د لومړۍ دورې تر نسکورېدو فقط يو کال وروسته يې له هېراته کابل ته پر پښو سفر وکړ پر لارې د غور د جام څلي ته تم شو. دی وايي چې هغه مهال ځايي اوسېدونکو د جام د څلي په سيمه کې کيندنې کولې او له ځمکې يې داسې تاريخي اثار را کښل چې په ډېر واضح ډول يې د دې ښکارندويي کوله چې دلته يو تمدن له خپل ټول عظمت او برم سره تر خاور لاندې پروت دی.
دی وايي دې خلګو د يوه او دوو ډالرو په بدل کې دا بېبها لرغوني اثار پر ايرانيو او پاکستانيو کاچاقبرانو پلورل. د غور د برم او غرور دا اثار د نيويارک او لندن په بازارونو کې د سلجوقي او فارسي اثارو په نوم پلورل کېږي چې اصالت يې پټ وساتل شي او غلا يې رسوا نه شي. خو غل په غره کې ځای نه لري، دا غلاوې رسوا شوي دي چې په همدې ويډيو کې وروسته پر ږغېږو.
اوس پوښتنه دا ده چې څنګه د يونيسکو مسلکي لرغونپوهانو دا تر خاور لاندې تمدن پيدا نه کړ خو عادي نالوستو کليوالو پيدا کړ.
خبره دا ده چې مسلکي لرغونپوهان د دې تاريخي ابداتو په ارزښت پوهېږي او په خورا احتياط د ډېرو کوشنيو تېشو او افزارو په کارولو کېندنه کوي چې کوم شي ته زيان ونه رسوي.
خو عام کليوال چې د بېلچو او کولنګانو په زور بېدرېغه او بېباکه کيندل کوي د يونيسکو د يوه کال کار په يوه ورځ کوي، نو که په دې پروسه کې ارزښتناک تاريخي ابدات ورانېږي هم دوی يې په کيسه کې نه دي.
عرضه
او په دې ډول، د فېروز کوه کلا او ښار چې په دولسمه پېړۍ کې د غوري امپراتورۍ پايتخت و اوس اته سوه کاله وروسته د عادي کليوالو له لوري د دوو ډالرو په بدل کې پر پاکستانيو او ايرانيو کاچاقبرانو پلورل کېږي.
د دې کيندونو عيني شاهد روري سټيوارټ کابل ته تر رسېدو وروسته خپلې اندېښنې له چارواکو او ملګرو ملتونو له دفتر سره شريکې کړې خو هغوی د امنيتي ستونزو په پلمه د ده خبرې تر سر تېرې کړې. په داسې حال کې چې پاکستانيو کاچاقبرو د فېروز کلا په لاريو او ټکټرانو کې د لاهور بازارونو ته بار کړه.
تقاضا
نومبر ۲۰۱۳،
په پاريس کې د لرغونيو اثارو ليلام روان دی. ۱۰۴ نمبر لاټ د ۱۲مې پېړۍ يو لرغونی ډبرليک دی. د سنګ مر مر دا ښايسته ډبرليک په کوفي رسمالخط ليکل شوی دی. دې لاټ ته د المان د همبورګ د يوه ميوزيم د استازي پام ور اوړي. دا ښځه غواړي چې دا ډبرليک رانیسي او د هامبرګ په ميوزيم کې يې نندارې ته کښېږدي.
بولۍ پيل شوه. ډبرليک د هامبورګ د ميوزيم استازي د شاوخوا ۵۰زره ډالرو په بدل کې وګاټه. د ليلام تنظيمونکو له فرانسې څخه د المان هامبورګ ته د دې ډبرليک د استولو چارې پيل کړې. د ميوزيم لپاره دا يوه خورا لويه لاسته راوړنه وه.
خو ستونزه دا وه چې دا ډبرليک يو غلاشوی ملکيت دی.
او د نيويارک ټايمز د خبريال مېتيو ايکينز د تحقيقي ژورناليزم په برکت کلونه وروسته نړۍ په خورا دقيق ډول وپوهېده چې د دې غلاشوي ملکيت اصلي مالک څوک دی.
دا ډبرليک په ۱۹۵۰م کلونو کې ايټاليوي لرغونپوهانو په غزني کې د کيندونو پر مهال موندلی و او د کابل ميوزيم ته يې سپارلی و. د دې ټوټې شمېره د کابل د ميوزيم په کېټلاګ کې C3733 وه.
خو په ۱۹۹۰م کلونو کې د کورنيو جهادونو پر مهال د کابل ميوزيم مجاهدانو او عامو خلګو چور تالان کړ. دوی دا ډول په لسګونو لرغونې اثار لوټ کړل، د ګندهارا د دورې د بودا مجسمې او لرغونې سيکې يې چور کړې.
دا لرغونې اثار د پيښور پر لاره په لاريو کې پاسکتان ته ولاړل او له هغه ځايه د لندن، پاريس او نيويارک د بازارونو پر دلالانو د فارسي او سلجوقي اثارو په نوم وپلورل شول. دا ډبرليک هم د هماغه چور پر مهال د پاکستان له لارې د اروپا تر ليلامه رسېدلی وو.
اوس پوښتنه دا ده چې دا ډول د غلا ملکيتونه په حقوقي او قانوني لحاظ څه پېچلتياوې لري؟ او يونيسکو يې ولي مخنيوی نه کوي؟
يونيسکو له ۱۹۷۰ راهيسې د غړو هېوادونو تر منځ د لرغونو اثارو د کاچاق اړوند تړون لاسليک کړی دی چې د لرغونو اثارو د اخېستلو پر وخت اخېستونکی مکلف دی چې دا ډاډ تر لاسه کړي چې غلاشوي ملکيتونه وا نه خلي.
خو بدبختي دا ده چې د دې څرک لګول خورا دشوار کار دی، او بيا د يوه هېواد لپاره د خپلو غلا شويو ملکيتونو بيرته تر لاسه کول تر هغه لا سخته چاره ده. خو له نېکه مرغه افغانستان وتوانېد چې پر نړيواله کچه د ځينو حقوقي دعوو له لارې خپل يو شمېر لوټل شوي اثار بيرته تر لاسه کړي.
د بېلګې په ډول، په المان کې د افغانستان سفارت تر خورا ډېرو هلو ځلو او حقوقي دعوو وروسته په ۲۰۱۹ کې پر دې وتوانېد چې د غزني هماغه ډبرليک چې د هامبورګ د ميوزيم دلالانو سره لاس پر لاس کاوه، بيرته د هامبورګ له ميوزيم څخه واخلي او کابل ته يې راوړي.
همدا ډول افغان حکومت د ماليزيا حکومت ته کره شواهد او اسناد وړاندې کړل او بريالی شو چې د ماليزيا له يوه ميوزيم څخه د کابل د ميوزيم لوټل شوي اثار بيرته واخلي.
په ورته توګه له جاپان او لندن څخه هم په د افغانستان په لسګونو لرغوني اثار بيرته د کابل ميوزيم ته راوړل شول.
په ۲۰۲۱ کې د جمهوريت تر ړنګېدو فقط څو مياشتې مخکې په واشنګټن کې د افغان سفارت له لارې د افغانستان ۳۳ غلا شوي تاريخي اثار د امريکا د حکومت په مرسته د نيويارک له يوه دلال څخه ضبط کړل شول او بيرته افغانستان ته راوړل شول.
خو پر دې سربېره دا په دې مانا نه دي چې له افغانستان څخه ايستل شوي ټول لرغوني اثار بيرته خپل اصلي مالک ته سپارل شوي دي. د کابل د ملي ميوزيم د ورانېدو او لوټل کېدو پر مهال د دې ميوزيم يوه برخه ارشيفونه او ليسټونه هم له منځه وړل شوي دی چې له امله يې اوس دا معلومول هم سخت دي چې کوم شيان ورک دي.
بله ستونزه دا ده چې هغه آثار چې مستقيماً له لرغونو ځايونو، کليو او بانډو څخه کاچاقبرانو ایستلي وي او د افغانستان له ملي ميوزيم سره هیڅ ثبت نه لري، بيا يې اصلي ملکيت ثابتول بېخي ستونزمن کار دی.
خو بدبختي دا ده چې زموږ تريخ تاريخ يو ځل بيا تکرارېږي. دا ځل د جام څلی د ړنګېدو په حال کې دی، او د باميانو د بودا په اړه داسې راپورونه شته چې د ځايي خلګو په وينا څه وخت وړاندې په اردو ژبه ږغېدونکي خلګ دې سيمې ته ورغلي ول او د طالبانو حکومت دا سيمه د څه مودې لپاره د ځايي اوسېدونکو پر مخ بنده کړې وه.
د باميانو والي دا خبره په اول سر کې له رسنيو سره تائید کړه چې دوی هلته متخصصان ور لېږلي دي چې يوه خزانه پيدا کړي او د څه مودې لپاره يې د کار پر مهال دې ساحې ته د عادي خلګو تګ راتګ بند کړی و.
خو والي صاحب وروسته پر خپلو خبرو پښېمانه شو.
بلخوا د نړيوالو منافقت او درواغجنې وعدې هم د يادولو وړ دي چې په پاريس او جينوا کې يې د دې تاريخي اثارو د ساتنې سوګندونه وکړل خو په تېرو شلو کالو کې يې عملي ګامونه له يو څو نمايشي غونډو پرته پر نشت حساب دي.
خبره دا ده چې فرهنګي ميراثونه يوازې فرهنګي نه دي، دا د ګرځندوی د صنعت يوه خورا لويه برخه ده. د فرهنګي ميراثونو ګرځندوی د شاوخوا ۶۰۰ ميليارډه ډالرو صنعت دی. له دې لارې د ميليونو ځايي اوسېدونکو لپاره د کار زمينه برابرېږي.
د يوې شېبې لپاره فکر وکړئ. د افغانستان د جام څلی او د باميانو دره په هماغه ليسټ کې دي چې د هندوستان تاج محل، د مصر اهرام او د نړۍ نور عجايب پکې شامل دي. هندوستان د خپلو فرهنګي ميراثونو د سيلانيانو له لارې هر کال په ميليونو ډالره عوايد لري او زموږ فرهنګي ميراثونه لکه د يوه بې سرپرسته مړي ميراث، د دريم ګړو له لورې سرعام ليلام ته اچول کېږي.
اخځليک:
Afghanistan Analysts Network. (n.d.). The largest standing stupa in Afghanistan: A short history of the Buddhist site at Topdara. https://www.afghanistan-analysts.org/en/reports/context-culture/the-largest-standing-stupa-in-afghanistan-a-short-history-of-the-buddhist-site-at-topdara/
Aikins, M. (2021, March 4). How one looted artifact tells the story of modern Afghanistan. The New York Times. https://www.nytimes.com/2021/03/04/magazine/ghazni-panels-afghanistan-art.html
Al Jazeera. (2021, April 23). Priceless relics seized from smugglers to return to Afghanistan. https://www.aljazeera.com/news/2021/4/23/priceless-relics-seized-from-smugglers-to-return-to-afghanistan
Auschwitz-Birkenau Foundation. (n.d.). Record support from the Auschwitz-Birkenau Foundation for preserving the authenticity of the memorial site. https://www.foundation.auschwitz.org/new-news/record-support-from-the-auschwitz-birkenau-foundation-for-preserving-the-authenticity-of-the-memorial-site
Auschwitz-Birkenau Memorial and Museum. (n.d.). 60 million for preserving Auschwitz. https://www.auschwitz.org/en/museum/news/60-million-for-preserving-auschwitz,651.html
Darya Expeditions. (n.d.). UNESCO sites in Afghanistan. https://www.daryaexpeditions.com/unesco-sites-in-afghanistan/
Deutsche Welle. (n.d.). طالبان به چه هدفی در اطراف تندیسهای بودای بامیان کندنکاری میکنند؟ [For what purpose are the Taliban digging around the Bamiyan Buddha statues?]. https://www.dw.com/fa-af/طالبان-به-چه-هدفی-در-اطراف-تندیسهای-بودای-بامیان-کندنکاری-میکنند/a-60586615
EBSCO Research Starters. (n.d.). History: Josef Mengele. https://www.ebsco.com/research-starters/history/josef-mengele
Goldstein, M. (2026, January 21). Heritage tourism is worth $607 billion a year to the travel industry. Forbes. https://www.forbes.com/sites/michaelgoldstein/2026/01/21/heritage-tourism-is-worth-607-billion-a-year-to-the-travel-industry/
Grand View Research. (n.d.). Heritage tourism market report. https://www.grandviewresearch.com/industry-analysis/heritage-tourism-market-report
Harvard International Review. (n.d.). Conserving Afghanistan’s cultural heritage under Taliban rule. https://hir.harvard.edu/conserving-afghanistans-cultural-heritage-under-taliban-rule/
NBC News. (n.d.). Taliban destroyed Afghanistan's ancient Buddhas, now welcoming tourists. https://www.nbcnews.com/news/world/taliban-destroyed-afghanistans-ancient-buddhas-now-welcoming-tourists-rcna6307
Radio Free Europe/Radio Liberty. (n.d.). In the balance: Urgent calls for Taliban, UNESCO to safeguard famed minaret. https://www.rferl.org/a/taliban-unesco-minaret-of-jam/31576929.html
Springer. (n.d.). Chapter 5 [Bamiyan protection methodologies]. https://link.springer.com/chapter/10.1007/978-3-031-54816-1_5
Stark, F. (n.d.). The minaret of Djam: An excursion in Afghanistan. I.B. Tauris. https://www.amazon.com/Minaret-Djam-Excursion-Afghanistan-Paperbacks/dp/1848853130
Stewart, R. (2002, August 25). The looting of Turquoise Mountain. The New York Times. https://www.nytimes.com/2002/08/25/magazine/the-looting-of-turquoise-mountain.html
The Art Newspaper. (2022, February 10). Afghanistan's Bamiyan Valley will collapse in the next ten years. https://www.theartnewspaper.com/2022/02/10/afghanistans-bamiyan-valley-will-collapse-in-the-next-ten-years
UNESCO. (n.d.). Emergency assessment and urgent measures for the protection of cultural objects and cultural sites within the Bamiyan World Heritage property. UNESCO Heritage Emergency Fund.
UNESCO Kabul Office. (n.d.). Safeguarding Minaret of Jam. https://www.unesco.org/en/fieldoffice/kabul/expertise/culture/safeguarding-minaret-jam
UNESCO World Heritage Centre. (n.d.). Cultural landscape and archaeological remains of the Bamiyan Valley. https://whc.unesco.org/en/list/208
UNESCO World Heritage Centre. (n.d.). World Heritage list. https://whc.unesco.org/en/list
World Monuments Fund. (n.d.). Buddhist remains of Bamiyan. https://www.wmf.org/monuments/buddhist-remains-bamiyan
Nariwal R. (2006), د هېواد لرغوني ښارونه او د تاريخ پاڼې، Ministry of Borders and Tribal Affairs
https://drive.google.com/file/d/1OmJgDtVB6SDmqKnR_-3sL5tCA414BneW/view?usp=drive_link