د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال المانيانو يو شمېر فرانسوي سرتېري ژوندي ونيول، په دې سرتېرو کې يو تن پولېنډی محصل هم و چې فرانسې ته د کېميا په زدکړو پسې تللی وو خو وروسته د جګړې جبر مجبور کړی وو چې د فرانسوي سرتېرو په ليکو کې ودرېږي او له المانيانو سره وجنګېږي. د جګړې دا بندي هينري تاجفل نومېدئ. تاجفل په فرانسوي ژبه روان غږېدای شوای. المانيانو ته يې ځان فرانسوی معرفي کړ او پر خپل پولېنډي او يهودي هويت يې خوله پټه کړه. په دې توګه هنري تاجفل تر څه وخت بند وروسته د هټلر د سرتېرو له زندانه ژوندی ووت خو په پولېنډ کې يې د کورنۍ ټول غړي د همدغو الماني سرتېرو لخوا د يهودانو د نسلوژنې په لړ کې تر تېغ تېر شول.
د تاجفل د کورنۍ ټول غړي فقط په دې خاطر ووژل شول چې يهودان ول؛ تاجفل ځکه ژوندی پاتې شو چې خپل يهوديت يې پټ ساتلی وو.
دې خبرو د تاجفل ذهن له پوښتنو ډک کړ. ولي انسانو تر خپل منځ د رنګ، نژاد، جغرافيې، ژبې، مذهب او نورو پر اساس کرښې راکښلي دي؟ ولي هر ډله ځان تر نورو غوره ګڼي؟ ولي هره ډله د بلې په شر کې د ځان خير ويني؟ دا او دې ته ورته پوښتنې وې چې د ځوابولو په بهير کې يې تاجفل د ټولنارواپوهنې social psychology يوه تر ټولو اغېزناکه تيوري (د ټولنيز هويت تيوري) رامنځته کړه.
د ټولنيز هويت تيوري يا social identity theory ادعا کوي چې انسانان د رنګ، نژاد، مليت، توکم، جغرافيې، جنسيت، مسلک، ژبې، مذهب ټولنيز موقف او ګڼو نورو ډلبنديو پر اساس پر بېلابېلو ډلو وېشل شوي دي او د هرې ډلې غړيتوب انسان ته يوه بېله پېژندګلوي يا هويت ورکوي (ګايلز او جانسن، ۱۹۸۷). دا ډلې د مشترکو ګټو، کولتورنو، ژبو، ارزښتونو يا نورو مشترکو مشخصاتو پر بنسټ عموماً په غير ارادي ډول را منځته کېږي. دا غړيتوبونه بيا انسانان پر "موږ" او "دوی" وېشي. او د هرې ډلې غړيتوب ممکن انسان ته منفي يا مثبته انګېزه ورکړي(تاجفل او ټرنر، ۱۹۸۶). په ځينو مواردو کې ممکن د يوې ډلې غړيتوب د انسان د شرم باعث شي خو د ځينو ډلو غړيتوب بيا شايد وياړ ور وبخښي. دا په دې پورې اړه لري چې زموږ ډله "موږ" له نورو سره په پرتله کې برتره که کمتره یوو.
ټولنيز هويت د ټولنيز بدلون سبب هم ګڼل کېږي. د بېلګې په ډول د افرادو يوه ډله چې يو مشترک ټولنيز هويت لري، او په مجموعي توګه له يوې ستونزې سره لاس و ګرېوان وي، دا ډله به په مجموعي ډول منحيث د يوې ډلې د خپل حالت د بدلولو هڅه کوي چې بلاخره خپله ډله د دې جوګه کړي چې غړيتوب يې د دوی لپاره د شرم او بدمرغۍ پر ځای د وياړ او نېکمرغۍ لامل شي (مېير او همکاران، ۲۰۱۶). د تاجفل په وينا يو فرد هاله د خپلې ډلې د حالت د بدلون يا سمون هڅه کوي چې ځان پر خپلې ډلې پورې ټينګ تړلی احساس کړي. يا په بله اصحطلاح چې له خپلې ډلې سره اړوند ټولنيز هويت ورته مهم وي.
د ژبې او ټولنيز هويت اړيکه
د ټولنيز هويت او ژبې اړيکه دومره قوي ده چې حتی د يوه انسان نژاد، مليت، ټبر، ټولنيز حيثيت او ګڼ نور مشخصات يوازې د ژبې په مرسته معلومېدای شي. که زه او ته يوه دقيقه سره وغږېږو ممکن ته وپوهېږې چې زه د هېواد د کومې سيمې يم، لوستی يم که نا لوستی، که ته د پښتو ژبې او لهجو په باريکيو خبر اوسې کېدای شي په ډېره اسانۍ دا اټکل هم په دقيق ډول ولګوې چې زه د پښتنو د کوم ټبر يا کومې قبيلې يم، د هېواد په کومه برخه کې او په څنګه کورنۍ کې را لوی شوی يم... او داسې نور.
ژبه د انسان د هويت يو رغنده ټوک دی. او د ځينو پوهانو په باور همدا ژبه ده چې انسان د خپل توکم او ريښو سره وصل ساتي. که يو څوک خپله ژبه هېروي، له خپل توکميز او ملي هويت سره يې اړيکه پيکه کېږي. له خپل فرهنګ، او ملي ارزښتونو سره يې واټن ډېرېږي.
همدا ډول، پر مورنۍ ژبه برلاسي د يوه فرد او د هغه د توکميزې ډلې پر اړيکه نېغ اغېز لري. که څوک خپله مورنۍ ژبه هېره کړي، د خپل توکم او خپلې ژبنی ډلې پر وړاندې د هغه وفاداري د ډلې د نورو غړو له لورې هم تر پوښتنې لاندې راوړل کېږي، او بيا نو په ډله کې د دغه کس غړيتوب هغومره قوي نه پاتېږي لکه د نورو هغو غړو چې مورنۍ ژبه يې نه وي هېره کړې (ګاوډیټ او کليمينټ، ۲۰۰۹). مانا دا چې که يو څوک غواړي چې ځان پر يوه ډله پورې وتړي بايد د هغې ډلې په ژبه د خپلې مورنۍ ژبې په توګه وغږېدای شي.
په تېرو څو لسيزو کې په نړۍ کې د کډوالۍ د سترو بحرانونو له امله ميليونونه انسانان د خپل اصلي هېواد پرېښودلو ته اړ شوي دي. دا کډوال په خپلو کوربه هېوادنو کې له دې لوی ذهني کشمکش سره مخامخ دي چې دوی او د دوی اولادونه خپله اصلي ژبه وساتي او که د کوربه هېواد ژبه ور خپله کړي. د خپلې اصلي ژبې ساتل په ځينو کولتورونو کې خورا مهمه چاره ده، او هېرول يې لوی پېغور دی (حوا، ۲۰۱۸)، خو په ورته وخت کې د کوربه هېواد ژبه زده کول او خپلول په هغه هېواد کې د بريالتيوب او د ماشومانو لپاره د علمي او ټولنيز پرمختګ لپاره لومړی ګام دی (پارک، ۲۰۱۹). د کوربه هېواد ژبه زده کول او خپلول که څه هم په کوربه ټولنه کې د کډوالو د ادغام او له کوربنو سره د مثبت تعامل باعث ګرځي خو له خپل اصل او کولتور سره د دوی د نويو نسلونو د واټن د ډېرولو لامل هم ګرځي او بلاخره په هماغه توکميزه ډله کې دننه يوه نسلي واټن ته لاره اواروي (وين او حامد، ۲۰۱۹). مانا دا چې لمسيان به د خپل نيکه ګانو او اناګانو سره په ژبه نه پوهېږي.
لکه مخکې چې يادونه وشوه ځينې مليتونه مورنۍ ژبې ته د يوه ارزښت به سترګه ګوري او ساتل يې ورته مهم وي. د بېلګې په ډول په بیلجيم کې د تُرکي مهاجرو په اړه يوه څېړنه جوتوي چې ترُکانو ته خپله ژبه د خپل تُرکي هويت او فرهنګ يو مهم سمبول دی او هېرول يې له خپل اصل، هېواد او نيکونو و پلرونو سره د جفا په مانا ده (حوا، ۲۰۱۸). په ورته ډول، په برطانيا کې د هندي کډوالو په اړه د يوې څېړنې پايلي ښيي چې هنديانو ته هم خپله ژبه د خپل هندي هويت د يوې مهمې برخې په توګه مطرح ده (جاسپال او کوايل، ۲۰۱۰). په اسټراليا، برطانيا، بيلجيم، امريکا او کاناډا کې ګڼ شمېر څېړنې د دې ادعا پخلی کوي چې پر مورنۍ ژبه برلاسه پاتېدل له انسان سره مرسته کوي چې له خپل فرهنګي او توکميز اصل سره وصل پاتې شي (حوا، ۲۰۱۸؛ جاسپال او کوايل، ۲۰۱۰؛ وين او حامد، ۲۰۱۹؛ سوک، ۲۰۰۲).
خو ځينې پوهان ژبې ته فقط د اړيکو د يوې وسيلې په توګه ګوري. او وايي چې که سړی خپله مورنۍ/هېوادنۍ ژبه هېره هم کړي بيا هم له خپل هويت سره اړيکه نه بایلي(مې هيل، ۲۰۰۳). دوی وايي چې د ځينو اقوامو او مليتونو لپاره تر ژبې ورها خوا نور داسې د هويتي سمبولونه شته چې دوی له خپل توکميز هويت سره تړلي وساتي. د مې هيل (۲۰۰۳)، څېړنه ادعا کوي چې ګڼ شمېر يهودان، يونانيان، ارمنیایان، هنديان او چینايان د مورنۍ ژبې پر ځای د مذهب، دودونو، او نسل و نسب له لارې له خپل توکميز هويت سره ځان تړلی ساتي.
په پردي هېواد کې د مورنۍ ژبې د ساتلو او هېرولو لاملونه
په ټولنپوهنه کې اسيميلېشن assimilation هغه بهير ته ويل کېږي چې له مخې يې يو فرد يا يوه ډله په ټولنه کې د غالب فرهنګ تر اغېز لاندې خپل توکميز تفردات له لاسه ورکوي او د ټولنې غالب فرهنګ ور خپلوي. په همدې پروسه کې ډېری مهال خپله مورنۍ ژبه هم هېروي يا لږ تر لږه خپل راتلونکي نسل ته يې نه ور انتقالوي. مخکې يادونه وشوه چې دا چاره پر مليتونو او حتی افرادو پورې فرق کوي. ځينو ته ژبه مهمه وي، د خپل هويت برخه يې ګڼي او په هر قيمت يې هم پخپله ساتي او هم يې خپل راتلونکي نسل ته انتقالوي خو ځينې بيا وايي چې ژبه فقط د خبرو وسيله ده خبره چې په هره ژبه وشي پايله تر لاسه کېږي. ګڼ علتونه شته چې په توسن یې انسانان د ژبې د ساتلو او هېرولو پرېکړه کوي. دلته يې د يو څو عمده علتونو په اړه غږېږو.
ژبتوکميز ځواک Ethnolinguistic Vitality
يونيسکو په يوه تحقيق کې هغه عوامل څېړلي دي چې په توسن یې يوه ژبه له مرګ سره مخامخېږي. په دې کې شپږ عوامل دي چې هر يو يې خورا مهم دی او جلا جلا بحث او ليکنې ورباندې کېدای شي خو دلته فقط يوه ځغلنده کتنه ورته کوو:
۱) د ژبې بین النسلی انتقال: له نيکونو څخه تر لمسيانو پورې د يوې ژبې لېږد.که لمسيان او نيکونه په يوه ژبه نه سره پوهېږي دا د يوې ژبې لپاره په عموم کې خو بخلصوص په يوه کورنۍ کې د هغې ژبې د مرګ زېری دی. خو يوازې دا هم بسنه نه کوي، که ژبه يوازې تر کوره او په کور کې له نيکونو او اناګانو سره تر خبرو پورې محدوده وي خو دريم نسل يا ماشومان له خپل مور و پلار سره په بله ژبه غږېږي دا هم د دې کورنۍ لپاره د خپلې ژبې د بايللو د خطر زنګ دی.
۲) د ويونکو شمېر: دا خو روښانه ده چې يوه ژبه چې څومره ډېر ويونکي لري هماغومره د مرګ له ګواښه خوندي ده.
۳) د ډلې په ټول نفوس کې د ويونکو شمېر: مانا دا چې که د يوې ډلې (قوم، مليت، ټبر...) ټول نفوس ۱۰۰ زره دی، په دې کې يې څومره برخه په خپله ژبه غږېدای شي.
۴) د ژبې کارونځايونه: يوه ژبه په کومو ځايونو کې کارول کېږي، ايا دا ژبه تعليم، رسمياتو، رسنيو، سينما... ژبه ده؟ څومره چې د ژبې کارونځايونه ډېر وي او څومره چې مهمو کارونځايونو لکه تعليم، رسمياتو، رسنيو... ته لاره مومي هماغومره د مرګ له ګواښه خوندي کېږي.
۵) له نويو بهيرونو سره تګ: يوې ژوندۍ ژبې ته بویه چې د معلوماتو او ټيکنالوجۍ د موډرنو بهيرونو لکه ډيجټل رسنيو، انټرنيټ، موبايل اپليکېشنونه، مصنوعي ځيرکتيا، او حتی ويډيو ګېمونو، او ورچول رياليټي په بهير ځان ور ګډ کړي. په اوسني عصر کې فقط په کوڅو او کورنو کې د يوې ژبې کارونګ د هغې ژبې بقا نه شي تضمينولای.
۶) د ژبې د زدکړې لپاره مواد: که يو څوک وغواړي چې يوه ژبه زده کړي ايا د دې ژبې د زدکړې لپاره په کافي اندازه کتابونه او نورو درسي مواد شته؟ د دې تر څنګ ايا دا ژبه د علمي بهير برخه ده او په کافي اندازه کتابونه، مجلې او نور ليکلي مواد لري؟
دا د يوې ژبې د ورکېدا لپاره د يونيسکو له خوا وړاندې شوي عمومي عوامل ول چې دا زموږ له دې ليکنې سره هم سر خوري ځکه همدا علتونه په پردېس کې هم د يوه فرد يا ټولنې د ژبې د ساتلو يا هېرولو پر پرېکړه اغېز کوي.
خو د ژبې د هېرولو موضوع ته ګايلز او جانسن د ټولنارواپوهنې له زاويې کتلي دي. د دوی د ۱۹۸۷ څېړنه ښيي چې هغه توکميزې ډلې د خپلې ژبې د ساتلو لپاره ډېره انګېزه نه لري چې په ټولنه کې له نسبتاً کم واک او ځواکه برخمنې وي. دا ډلې ژبې ته کم اهميت ورکوي او د خپل هويت د يوه سمبول په سترګه نه ورته ګوري. ګايلز او جانسن (۱۹۸۷) ادعا کوي چې دغه حالت يوه توکميزه ډله دې ته هڅوي چې په ټولنه کې د حاکمې فرهنګي ډلې ژبه زده کړي او په همدې بهير کې خپله ژبه هېروي.
ټولنیز اقتصادي حالت
په پردي هېواد کې د مورنۍ ژبې د هېرولو يا ساتلو د ارادي يا غير ارادي تصميم نيولو په بهير کې د يوه فرد يا ټولنې ټولنيز او اقتصادي حالتونه هم مهم رول لري(کوموروسکا، ۲۰۱۹). په کومه اندازه چې په پردي هېواد کې د يوه فرد اقتصادي، مسلکي او تعليمي حالت له ټيټ حالت څخه پورته جګېږي په هماغه اندازه د دې امکان ډېرېږي چې خپله مورنۍ ژبه هېره کړي او د حاکمې ټولنې په کولتور او ژبه کې ځان مدغم کړي. په بهرنۍ ټولنه کې د ادغام لپاره د هغې ټولنې ژبه زده کول او ور خپلول يو اساسي ګام دی، ځکه دا نو بيا انسانو ته د اړيکو، تعليم او مسلک نوي دروازې پرانيزي (کوموروسکا، ۲۰۱۹). خو په دې بهير کې ډېری وګړي د بهرنۍ ژبې له زدکړې سره په څنګ کې د خپلې ژبې په ساتلو او خپلو ماشومانو ته په ور انتقالولو کې پاتې راځي. ګڼې نورې څېړنې هم شته چې د دې خبرې پخلی کوي. د بېلګې په ډول د ميروسکي (۱۹۸۴) څېړنه ښيي چې هغه ميکسيکويان چې په امريکا کې ښې وظیفې او ښه معاش لري؛ د متوسطې کچې په ګاونډ کې اوسي چې ډېری ګاونډيان يې د متوسطې او لوړې کچې اقتصاد لرونکي امريکايان وي او له همدې کبله د دوی او د دوی د اولادونو د ملګرتياوو او ناستې ولاړې نيټورک له همدغو امريکايانو څخه رغېدلی وي. چې په پايله کې يې حاکم کولتور او ژبه دوی ور جذبوي او بلاخره دوی خپله ژبه هېروي. خو بالعکس په امريکا کې هغه ډله ميکسيکويان چې د ټيټې کچې وظیفې او معاشونه لري؛ د ټيټې کچې په ګاونډ کې اوسي (چې ګاونډيان يې هم نور ميکسيکويان او مهاجرين وي)؛ ډېره شونې ده چې د دوی د ملګرتياوو نيټورک له نورو مهاجرينو جوړ وي چې په هسپانوي غږېږي. له همدې کبله دوی خپله ژبه ساتي او د کوربنو حاکم کولتور نه ورباندې غالبېږي. همدا ډول وين او حامد (۲۰۱۹) په خپله څېړنه کې دا جوتوي چې اقليتي ډلې عموماً ځکه هڅه کوي چې د حاکم کولتور ژبه زده کړي چې ځان ته په هغه کولتور کې د ادغام لپاره لاره هواره کړي. دوی دې ادغام ته ځکه لېوال وي چې له حاکمې فرهنګي ډلې سره يې ټولنيز واټن او د عدم مساوات حس کم شي. دا هماغه د اسيميلېشن پروسه ده چې مخکې يې يادونه وشوه. چې د دې په مقابل کې پوهان او څېړونکي د اکلچرېشن پروسې ته ترجيح ورکوي چې په هغه کې بيا يوه اقليتي ډله بې له دې چې خپل تفردات وبايلي د کوربه ټولنې برخه ګرځول کېږي.
فردي رجحانات
په پای کې د مورنۍ ژبې د ساتلو او هېرولو پرېکړه بيرته فرد ته درېږي. په دې اړه شوي څېړنې ښيي چې هغه وګړي چې ژبه ورته مهمه وي، د هويت او ارزښت په سترګه ورته ګوري، هڅه کوي چې خپله ژبه نه دا چې هېره نه کړي بلکې خپل راتلونکي نسل ته يې هم انتقال کړي (جاسپال او کوايل، ۲۰۱۰).
په بهرنيو هېوادونو کې د مورنۍ ژبې ساتل ځکه هم ګرانه چاره وي چې هلته د ژبې د زدکړې منظم پروګرامونه نه وي؛ ژبه د ښوونځي او نصاب برخه نه وي؛ په ټولنه کې د ژبې کارونګ کم وي او داسې نور... خو هغه خلګ چې د ژبې د ساتلو لپاره قوي رجحانات لري پر دې ټولو ننګونو سربېره داسې لارې چارې او تخنيکونه پيدا کوي چې خپل راتلونکي نسل ته خپله ژبه انتقال کړي. دا لارې چارې فرد تر فرده فرق کوي خو يو څو يې په دې ډول دي:
پلرني/مورني ټاټوبي ته سفرونه: هغه وګړي چې غواړي خپل اولادونه له خپل اصلي هويت، ژبې او فرهنګ سره وصل وساتي هڅه کوي چې له خپلو اولادونو سره په کثرت خپل اصلي ټاټوبي ته سفرونه وکړي (ډیکوپا او وينټررګريسټ، ۲۰۰۹؛ موراليس، ۲۰۱۶).
بنديز: بل تخنيک چې مهاجر والدين يې کاروي دا دی چې پر خپلو اولادونو بنديز لګوي چې په کور کې به له مورنۍ ژبې پرته په بله ژبه نه غږېږي(جاسپال او کوايل، ۲۰۱۰).
دواړې ژبې: همدا رنګه ځينې والدين په کورنۍ کې داسې يو سيسټم را منځته کوي چې ماشومان به په کور کې له مور سره په خپل مورنۍ ژبه غږېږي خو له پلار سره به د کوربه هېواد په ژبه غږېږي يا بالعکس(ډیکوپا او وينټررګريسټ، ۲۰۰۹). په دې ډول هڅه کېږي چې ماشومان هم مورنۍ ژبه وساتلای شي او هم د کوربه هېواد ژبه ور خپله کړای شي.
خو د يادونې وړ ده چې تېرې څيړنې ښيي چې والدين چې هره تګلاره، لاره چاره او تخنيک وکاروي خو بيا هم په ډېريو کډوالو کې مورنۍ ژبه تر دريم نسل ور ها خوا نه ده غځېدلې. د مهاجرينو دريم نسل او تر هغه ور ها خوا نسلونه يې د کوربه هېواد ژبه ور خپلوي (پورټیس او هاو، ۲۰۰۲). البته دا خبره په متحده ايالاتو کې د مېشتو کډوالو په اړه د شويو څېړونو او ارقامو پر اساس ده، کېدای شي په نورو هېوادنو کې وضعيت داسې نه وي.
له پښتو سره د افغانانو چلند
د پورته بحث په رڼا کې بيا دا وروستی عنوان پخپله د يوې جلا مفصلې ليکنې غوښتونکی دی چې په تاريخي لحاظ له پښتو سره د پښتنو اړيکه او چلند وڅېړي او بيا د ټيکنالوجۍ او نړيوالو هجرتونو په دې دور کې د پښتو ژبې تکامل يا عدم تکامل او په دې اړه د پښتنو د علمي او سياسي قشر بېتفاوتي وځيري. د تحقيق له موډرنو نورمونو سره سم کوم رسمي تحقيق يا ليکنه ما نه وموندلای شوه چې دا موضوع يې څېړلې وي چې پښتنو ته خپله ژبه څومره مهمه ده؟ د هويت برخه يې ګڼي که نه؟ پردېس پښتانه خپلو راتلونکو نسلونو ته د خپلې ژبې د انتقالولو هڅه/فکر کوي که نه؟
البته په پښتو ادبياتو کې ډېر ځايونه موږ داسې بېلګې موندلای شو چې په يو ډول له پښتو ژبې سره د پښتنو د ژورې اړيکې او مينې ښکارندويي کوي، او سړی ته داسې انګېرنه ورکوي چې ګواکي پښتانه پښتو ژبه د خپل هويت برخه ګڼي:
وايي اغيار چې د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته له پښتو سره ځم
حمزه شينواری
خو دا د شاعرانو شاعرانه احساسات دي، او د شاعرانو په اړه قران کریم وايي چې: وأنهم يقولون ما لا يفعلون (الشعراء ۲۲۶). ژباړه: او دوی (شاعران) هغه څه وايي چې کوي يې نه.
عملاً که هم موږ ورته وګورو د تاريخي مطالعې او مشاهدې په رڼا کې کيسه هغسې نه ده لکه حمزه شينواری چې وايي "زه به جنت ته له پښتو سره ځم". پښتانه حتی ارګ ته له پښتو سره نه دي تللي. پر ولسي کچه هم د پښتنو ډېرې داسې بېلګې شته چې پښتو يې هېره کړې وي، يا لږ تر لږه کاروي يې نه. په هېرات کې د پښتنو داسې کلي آباد دي چې يو ټکی پښتو يې نه وي زده. د هېواد ډېرې داسې مشهورې څېرې شته چې اصلاً او نسلاً پښتانه دي خو په پښتو ژبه نه شي غږېدلای.
همدا ډول بهر مېشتي پښتانه په خورا چتکۍ د پښتو ژبې د هېرولو پر لور روان دي. او دويم او درېيم نسل بهر مېشتو پښتنو ته د پښتو ژبې د انتقال امکان خورا لږ دی. البته دا خبره زه د شخصي او غير علمي مشاهدې پر اساس کوم، په دې اړه سمې علمي څېړنې ته اړتیا ده چې دا ادعا په پوره ډاډ سره وکړای شي يا رد کړای شي.
خو دا خبره بيا تر ډېره روښانه ده چې پښتو په علمي لحاظ خورا ډېرې بډاينې او موډرنېدو ته اړتيا لري چې د روان نړيوال علمي بهير برخه شي او د کارونې ساحه يې له کور او کوڅې څخه انټرنيټ، سينما، مجلې، او په پراخه کچه علمي کتابونو او درسي موادو ته را پورته شي.
اخځليک
DeCapua, A., & Wintergerst, A. C. (2009). Second-generation language maintenance and identity: A case study. Bilingual Research Journal, 32(1), 5–24. https://doi.org/10.1080/15235880902965672
Gaudet, S., & Clément, R. (2009). Forging an identity as a linguistic minority: Intra- and intergroup aspects of language, communication and identity in Western Canada. International Journal of Intercultural Relations, 33(3), 213–227. http://10.0.3.248/j.ijintrel.2008.08.003
Giles, H., & Johnson, P. (1987). Ethnolinguistic identity theory: a social psychological approach to language maintenance. International Journal of the Sociology of Language, 1987(68), 69–100. https://doi.org/10.1515/ijsl.1987.68.69
Hava, Z. Y. (2018). Assessing the Link between Language and Identity: The Construction of Identities among Belgian-Turkish Migrants. Human & Society / İnsan ve Toplum, 8(1), 67–84. http://10.0.49.114/M0225
Jaspal, R., & Coyle, A. (2010). “My language, my people”: language and ethnic identity among British-born South Asians. South Asian Diaspora, 2(2), 201–218. http://10.0.4.56/19438192.2010.491299
Komorowska, H. (2019). Languages and the self. Neofilolog, 52(1), 15–28. http://10.0.57.154/n.2019.52.1.3
Meyer, I., Durrheim, K., & Foster, D. (2016). Social identity theory as a theory of change: The case of South Africa. In S. McKeown, R. Haji, & N. Ferguson (Eds.), Understanding peace and conflict through social identity theory: Contemporary global perspectives (pp. 167–184). Springer.
Morales, P. Z. (2016). Transnational practices and language maintenance: Spanish and Zapoteco in California. Children’s Geographies, 14(4), 375–389. http://10.0.4.56/14733285.2015.1057552
Myhill, J. (2003). The native speaker, identity, and the authenticity hierarchy. Language Sciences, 25(1), 77–97. https://doi.org/10.1016/S0388-0001(01)00023-7
Nguyen, T. T. T., & Hamid, M. O. (2019). Language choice, identity and social distance: Ethnic minority students in Vietnam. Applied Linguistics Review, 10(2), 137–161. http://10.0.5.235/applirev-2017-0037
Park, M. Y. (2019). Challenges of maintaining the mother’s language: marriage-migrants and their mixed-heritage children in South Korea. Language and Education, 33(5), 431–444. https://doi.org/10.1080/09500782.2019.1582662
Portes, A., & Hao, L. (2002). The price of uniformity: language, family and personality adjustment in the immigrant second generation. Ethnic and Racial Studies, 25(6), 889–912. https://doi.org/10.1080/0141987022000009368
Sook, J. (2002). The korean language in america: The role of cultural identity in heritage language learning. Language, Culture and Curriculum, 15(2), 117–133. https://doi.org/10.1080/07908310208666638
Tajfel, H., & Turner, J. (1986). The social identity theory of intergroup behavior. In A. William & S. Worchel (Eds.), Psychology of intergroup relations (pp. 7–24). Nelson-Hill.