اکتوبر ۰۸، ۱۹۸۹ ، مارک فاينمېن، لاس اېنجلس ټايمز، ژباړه نورالباري مل
کابل، افغانستان – د يوې لسيزې جګړې په اوږدو کې، پر سلېمان لايق خپل د "غرونو د سړي" پېريان ناست دي.
لايق چې د نجيب الله په ولسمشری د ستومانه افغان حکومت د کابيني مهم وزير دی، د دې "سړي" نوم يې هم نه دی په ياد.
خو اوڅار پښتون شاعر او ليکوال لايق ته د غرونو دا سړی د هغه وحشت، غميزې او زياتېدونکي ابهام سيمبول دی، چې له کالونو راهيسې د ده هېواد ويجاړوي.
څلور کاله کېږي چې لايق په خپل نابشپړشوي ناول کې دا "سړی" د اتل په توګه کاروي. دا منظوم افسانوي ژوندليک چې لايق په خپله مورنۍ ژبه پښتو ليکلی دی، کېدای شي د هغې جګړې تر ټولو فوقالعاده او شاعرانه داستان وي چې تر اوسه يې د لايق يو ميليون هېوادوال وژلي او پېنځه ميلونه يې کډوال کړي دي. خو د دې جګړې کرښې اوس تر بل هر وخت نامعلومې دي.
د ناول نوم ساده "د غرونو سړی" دی، ليکوال يې په کابل کې خپل د کابينې په واړه دفتر کې په اړه داسې کيسه کوي:
"دا ناول له يوې رښتنې کيسې را پيل شو، زه چې په خپل پلرني ټاټوبي کې، چې له پاکستان سره نافيصلهشوې کرښې ته نږدې په ختيځ کې يو غرنی ولايت دی، کميسار وم، دا سړی مو ونياوه" د خاطرې په وريادېدو لايق موسکا وکړه.
"عسکرو دی ماته راوست ويل يې دا انقلابضد باغي د تش په نامه مجاهدینو جنګيالی دی.
"خو دی خورا ښکلی وو، ښايسته قد و اندام يې درلود، وجود يې تا به ويل د يوه هنرمند په لاس له ماربلو تراشل شوې تابلو ده. نوراني او سوربخن غنمرنګه پوستکی يې وو. په څېره کې يې د قوت او برم کيسه تر تصور لوړه وه.
"نو ما عسکرو ته امر وکړ چې دا سړی پر خپله لاره پرېږدئ."
د سلېمان لايق غوندې يو چا له خوا دا امر له توقع خلاف وو. لايق يو سرسخت مارکسټ، او د افغانستان د خلق ډيموکراټيک ګوند له بنسټګرو غړو څخه دی. لايق د ۱۹۷۸ د اپريل په کمونيستي انقلاب کې فعاله ونډه لرله، هغه انقلاب چې د افغانستان سلطنتي نظام يې را وپرځاوه او د اسلامي مجاهدينو د هغې اوږدمهالې مبارزې او غلچکي جګړې پيلامه شو چې امريکا يې تر شا ولاړه ده.
لايق دومره ژمن – او نوښتګر – وو چې د خلق ديموکراټيک ګوند د واک ته رسېدا په کال د نوي مارکسيسټ جمهوريت ملي سرود همده وليک.
لايق چې په ۱۹۸۰ کې د ختيځ پوځي زون لپاره د خپل ګوند مشري کوله، خپل "د غرونو سړی" يې وليد، فقط څو مياشتې وروسته ۱۱۵۰۰۰ شوروي ځواکونو په افغانستان کې د نوي مارکسيسټي رژيم ساتنې ته را ودانګل. سلېمان لايق هغه سړی وو چې انقلابضد وګړي يې بايد له ډاره په رېږد وای.
"مګر دا سړي بخښنه نه ومنل" لايق خپلو خبرو ته دوام ورکړ " نو ما پوښتنه ځنې وکړه 'ته پوهېږې چې په داسې حالت کې ستا غوندې خلګ سر بايللای شي؟'
" 'ښه پوهېږم،' ځواب يې راکړ.
"پوښتنه مې وکړه ' نو ولي بخښه نه منې؟'
"ده وويل، 'ولي مې بخښې؟'
"ما ورته وويل، زه نه غواړم چې د خپلې خاورې يو دومره ښکلی، دومره قوي او دومره سوچه انسان داسې په بېعقلي ووژنم.
"ده وويل، 'ستا له احساساتو مننه' خو زه هم نر يم، ما ستا د دښمنۍ لوړه کړې ده. که ستا بخښنه ومنم، نو بيا دې بايد له دوښمنۍ هم لاس واخلم. او زه خپله لوړه نه ماتوم.'
"زه هېښ شوم، دې سړي نه يوازې زما له خوا ور ډالۍ شوی ژوند رد کړ، بلکې په ورته وخت کې يې پر خپل جرم اعتراف هم وکړ.
"ما وپوښت 'ولي دې داسې وکړه؟ تا بايد زما مخ ته د دې شيانو اعتراف نه وای کړی.'
"ځواب يې راکړ، 'تا پر ما لورېينه وکړه، ودې بخښلم، نو ما هم په بدل کې ځواني وکړه او حقيقت مې درته وويل، ځکه زما همدا په وس کې وه.'
"داسې يو شخصيت، چې هېڅ مې هېرېږي نه. زه چې د ده په اړه ليکنه کوم، حتی دا اوس چې يې په اړه ږغېږم نو تر هماغه اغېز لاندې راشم چې له ده سره مخامخ وم.
"هلته ما وليدل چې د يوه ساده افغان په شخصيت کې د دې خاورې يو ستر اتل راته ولاړ وو. خو بېشکه هغه لاره چې ده د خپلې اتلولۍ لپاره ټاکلې وه، بل شی وه. خو زه اوس هم کله کله دا فکر کوم.
" دا کتاب تر اوسه بشپړ نه دی."
نهه کاله مخکې د دښمن لپاره د لايق په دې عاطفوي چلند او ستاينه کې او د هغه په اړه په نننۍ خواخوږي او ابهام کې مهم ټکي شته. يو دا چې د نجيب الله خپل حکومت د جګړې په اړه، او د دوی د ګوند پر "ستر انقلاب" د جګړې د اغېز په اړه، په يوه خوله نه دی او مخ پر وېشل کېدو دی.
له تېرې فبرورۍ راهيسې چې شوروي ځواکونه له افغانستانه وتلي دي، د نجيب الله د رژيم يوازينۍ موخه خپل پايښت دی – هغه که په هر مالي يا ايډيالوژيک قيمت وي.
د خپل نامحبوب رژيم لپاره د داخلي ملاتړ را جلبولو په پار نجيب الله د خپل ګوند او انقلاب له تقريباً ټولو لويو اصولو پر شا شوی دی. د ځمکې د ملکيت اصلاحات په لېرېپرتو دوديزو فيوډالي سيمو کې تر پښو لاندې کېږي. شخصي تشبثات د ډېوالي حکومت له لورې په خراباتونو نازول کېږي، په داسې حال کې چې حکومت خپلې ګوتشمېرې دولتي کارخونې نه شي چلولای. او د افغانستان د ټبرونو او قبايلو دوديز جوړښت چې اکثر ډېر وحشي وي، او د نجيب الله حکومت يې يو وخت د ختمولو ژمنه کړې وه، اوس بيا رغول کېږي او د حکومت له لورې په درنو وسلو او پیسو سمبالېږي، ځکه حکومت دومره له پښو لوېدلی دی چې خپلې ډېری کليوالي او وروستهپاتې سيمې پر يوازې سر په خپلو رسمي عسکرو نه شي ساتلای.
دا ارتجاعي حرکتونه د جنګي او جنګځپلي افغان ولس له لورې له ساړه هرکلي سره مخ دي، خو لايق غوندې د ګوند سرسپالي غړي يې هم په اړه خواشيني دي. کابلمېشت ډپلوماټان او شنونکي شکمن دي چې د نجيب الله د ګوند د مشرانو تر منځ دړز ممکن تر هغه ډېر ژور وي چې ظاهراً ليدل کېږي. خو بيا هم دوی دا مني چې د ولسمشر قوي شخصيت دا توانايي لري چې د ګوند پر روان بحران سربېره د لنډمهال لپاره حالات ولکه کړي.
"رښتيا هم په دې وروستيو کې په هېواد او زموږ په ګوند کې ګڼ بدلونونه راغلل،" لايق د خفګان په دود تندی ګونځې کړ او پر خپله لېننوزمه ږيره يې، چې د ده د ايډيالوژيک اتل يو فزيکي سيمبول دی، لاس تېر کړ. لايق زياته کړه. "زما په کتاب کې هم بدلونونه راغلل"
لايق د روانو حالاتو د تشريح لپاره بيا خپل "د غرونو سړی" را مخې ته کړ.
"که رښتيا درته ووايم، زه نه غواړم چې په ناول کې مې لوستونکي هاخوا دېخوا بوځم،" د کابينې شپېتهکلن غړي لايق زياته کړه. "خو زه په دې هڅه کې وم چې د يوه اتل ژوند انځور کړم چې په پيل کې انقلابضد وي، وروسته بدل شي، د باغيانو پر وړاندې ودرېږي او زموږ د ګوند په مبارزه کې برخه واخلي.
"خو په دې وروستيو کې زما اتل بل ډول بدلېږي. مينه يې ناکامېږي. ډېرې وينې او مړينې ويني. ځورېږي، چې ده ته ورته د ملت اتلان يې پر دې خاوره د غوړېدلې تور سيوري په تياره کې يو د بل سرونه وهي.
"او زه په دې وروستيو کې د انسان د بدلون په اړه يو څه فلسفي شوی يم. اوس زما اتل ما رهبري کوي، زه يې نه رهبري کوم. مثلاً يو ځل هغه وژړل. ما نه غوښتل دی وژاړي. ژړا له ده سره نه ښايېدل. خو ده زما قلم وخوځاوه. وه يې ژړل.
"او په دې وروستيو کې زه د هغه په اړه ډېر اندېښمن يم – وېرېږم چې څه بده پېښه ورسره و نه شي."
لايق تم شو. تر خپل زاړه او شوړېدلې مېز لاندې مځکې ته يې کتل. سر يې را پورته کړ، پر خپله سپينه ږيره يې لاس تېر کړ. سترګې يې له اوښکو ډکې وې.
"اوس، زه رښتيا نه پوهېږم چې په ده به څه وشي،" لايق ورو وويل. "او لکه ما چې مخکې وويل، دا کېسه لا پای ته نه ده رسېدلې، نو زه هېڅ نقشه نه لرم چې تعقيب يې کړم."
تر اوږدې چوپتيا وروسته، لايق وپوښتل شو چې نو بيا هغه حقيقي د غرونو سړی څنګه شو، خوشي مو کړ، بلاخره يې بخښنه ومنل؟
"هو، وه يې منل،" لايق ځواب راکړ، يو ځل بيا يې په موسکا د هغه ستاينه پيل کړه، وه يې ويل "خو په يوه شرط.
"سړي وويل چې، 'زه ستا بخښنه منم خو په دې شرط چې ته به هم دا راسره منې چې زه به بيا هم درسره جنګېږم.'
"ما ځای پر ځای ورته وويل چې، بېخي سمه ده، ورځه زما پر وړاندې دې خپل جنګ ته دوام ورکړه.
"او داسې ښکاري لکه دوام چې يې ورکړی وي."