د ۲۰۱۱م کال په لومړيو مياشتو کې د عرب پسرلي څپې تر سوريې ورسېدې. د واکمن رژيم پر وړاندې ولسي پاڅونونه وپاڅېدل. د کوڅو او فېسبوک دواړو دېوالونه دولت ضد شعارونو پر سر واخېستل. د ګڼو رسنيو او مدني فعالانو په ګڼه ګوڼه کې يو ږغ تر نورو توند او توجه جلبوونکی وو. دا د آمينه عارف ږغ وو.
د عارف ليکنې او غوښتنې د سوريې له عرفه خلاف وې. دې ځان همجنسپرسته معرفي کاوه او ويبپاڼه يې د دمشق همجنسپرسته نجلۍ (A Gay Girl in Damascus) نومېده.
په سوريه کې همجنسپرستي ناقانوني ده. د عارف سرکښي نړيوالو ته پهزړهپورې وه، له همدې امله يې په لږه موده کې ډېر خواخوږي او مينهوال وموندل. تر دې چې سيايناين د برېښناليک له لارې مرکه ورسره وکړه.
يوه ورځ عارف پر خپله ويبپاڼه وليکل چې خپل خونديتابه او ژوندي پاتېدو ته اندېښمنه ده؛ او ګومان کوي چې دولتي عسکرو دا پېژندلې ده او څاري يې. بله ورځ يې ليکنې بندې شوې. داسې راپورونه خپاره شول چې عارف ناپېژاندو وسلهوالو پورته کړې ده.
پر ټولنيزو رسنيو غاو جوړ شو. په فېسبوک کې د "عارف خوشي کړئ" په نوم ګروپ جوړ شو چې زرګونه پلويان يې وموندل. حتی د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه خپره کړه چې په دې اړه به پلټنې کوي.
خو ستونزه دا وه چې د آمينه عارف په نوم په حقيقي نړۍ کې هيڅوک نه وو. دا ويبپاڼه له امريکا چلول کېده او دا همجنسپرسته نجلۍ يو امريکايي هلک – ټام مکماسټر – وو. مکماسټر نړۍ وغولوله، او ځان يې په دې خلاص کړ چې "که څه هم د آمينه عارف کريکټر خيالي وو، خو دا ستونزې حقيقي دي."
دې پيښې لويې پوښتنې وزېږولې:
د ټولنيزو رسنيو اخلاق څه دي؟ پر ټولنيزو رسنيو د درواغو خپرولو حقوقي او قانوني حيثيت څه دی؟ پر چا باور وکړو؟ درواغ و رښتيا څنګه سره بېل کړو؟
د ټولنيزو او برېښنايي رسنيو رامنځته کېدو، د مالوماتو خپراوی ولسواک(ډيموکراټيک) کړ. د مالوماتو سانسور(censorship) د ژورناليستانو او دولت له ولکې تر ډېره ووت. د ژورناليزم په ډګر کې د ويکيليکس او پاناما پاڼو (Panama Papers) غوندې انقلابونه را منځته شول چې د نړۍ د ډېرو زورورو او مخورو پټ مخونه يې بربنډ کړل.
د شرق او غرب واټن لنډ شو. يا د ژورناليزم د پروفېسور اي. ايم. ګريفن په وينا "اوس په بنګلهدېش کې د يوه اوږي نس ګررر د نيويارک په کورونو کې رېږدي." هدف يې د ټلفون رېږد (وايبرېشن) دی چې د فېسبوک يا ټويټر په خبرتيا (نوټفيکېشن) رېږدي. فېسبوک او ټويټر هر ټلفونوال رسنوال(خبريال) کړ. د مالوماتو خپرول تر بل هر وخت آسان شو.
خو ستونزه دا ده چې دا مالومات کېدای شي ناکره وي. کېدای شي يو طرفه وي. يا کېدای شي د آمينه عارف د کيسې غوندې يو مخ خيالي او درواغ وي.
د ټولنيزو رسنيو په ږوږ کې د رښتيا و درواغ، کره و ناکره، او طرف و بېطرف پېژندنه د عام ولس څه چې د مسلکي ژورناليستانو تر وسې هم ووته. پخپله ژورناليستان پر نړيواله کچه څو څو ځله د ټولنيزو رسنيو په لومو کې بند شول. کرهوالی د چټکوالي په دوړو کې ورک شو.
ښه بېلګه يې د ايرانۍ ندا آغا سلطان پېښه ده. ندا آغا سلطان ۲۶-کلنه ايرانۍ وه چې په ۲۰۰۹ کې د محمود احمدي نژاد د حکومت پر وړاندې د يوه پرلت په لومړيو کرښو کې ولاړه وه. د نژاد عسکرو پر پرلت ډزې وکړې او يوه مرمۍ د ندا پر مرۍ ولګېده. د ندا تر خولې وينې راغلې او د هماغه پرلت مخ ته په وينو کې لتپت ورغړېده. مړه شوه. د ندا ږغ د تل لپاره خاموش شو، خو د دې صحنې ويډيو په ټلفونانو کې ثبت پاتې شوه او پر ټولنيزو رسنو د کروناوايرس غوندې په چټکۍ تر ټولې نړۍ ورسېده.
نړيوالو رسنيو، لکه امريکاغږ، بي بي سي، فاکسنيوز، سي اين اين او ټايمز مجلې د ندا آغا سلطاني له فېسبوکپاڼې د هغې انځور واخېست او د دې پېښې د پوښښ لپاره يې خپور کړ. خو ستونزه دا وه چې دوی د ندا آغا سلطان پر ځای د ندا آغا سلطاني پر فېسبوک پېښ شوي ول. دا دوه بېل کسان ول. ندا آغا سلطاني په تهران کې د انګليسي ادبياتو يوه ژوندۍ پروفېسوره وه.
د ايران دولت د نړيوالو رسنيو راپورونه بېبنسټه وګڼل. پروفېسوره ندا آغا سلطاني يې بندي او د غرب په جاسوسۍ تورنه کړه. پروفېسوره ندا کيسه کوي چې د ايران حکومت له هغې وغوښتل چې په يوه ويډيو کې را څرګنده شي او ووايي چې د دې د مړينې ګنګوسې د ايران د اسلامي حکومت پر وړاندې د غربې رسنيو تشې توطئې دي چې هيڅ بنسټ او حقيقت نه لري. ندا انکار وکړ. وروسته له ايرانه وتښتېده او په يوه لوېديز هېواد کې کډوالۍ ته اړه شوه. دا وايي رسنيو له ما زما ژوند او څېره واخېستل.
دا پېښه تر اوسه په رسنيز ډګر کې يو لوی درس ګڼل کېږي او د ژورناليزم په نړيوالو پوهنتونونو کې د دقت او کرهوالي په لوست کې زده کوونکو ته د بېلګې په ډول راوړل کېږي.
موږ په خپلو ټولنيزو رسنيو کې هره ورځ له دا ډول درسونو سره مخامخېږو. فېسبوکونه او ټويټرونه مو له بېبنسټه، يوطرفه، او ناکره خبرونو او پوټوشاپشويو عکسونو ډک دي. څو څو ځله مو په سترګو کې خاورې را اچول شوي دي.
يوه مشهوره بېلګه يې د "سينا وردګ" مړينه ده. سينا وردګ هم د آمينه عارف غوندې يو مجازي شخصيت وو چې د يوې عربۍ نجلۍ عکسونه به يې کارول. پر فېسبوک يې د ټولنيزو ستونزو په اړه ليکنې کولې. بيا يې د مرګ خبرونه خپاره شول. په لږه موده کې خورا ډېرو فېسبوکوالو د هغې پر مړينه خواشيني څرګنده کړه. يوې سيمه ايزې ورځپاڼې د هغې د مړينې خبر پر خپله لومړۍ پاڼه له دې سرليک سره راوړی وو: "د وردګو يوه علمي څېره له دې نړۍ وکوچېده." وروسته څرګنده شوه چې سينا وردګ يو مستعار نوم وو او عکسونه د يوې عربۍ نجلۍ وه.
له ټولنيزو رسنيو رغېده نشته. خو اړينه دا ده چې له دې تېروتنو بايد زدکړه وکړو. پر خبرونو، په تېره بيا د ټولنيزو رسنيو پر خبرونو بايد شکمن وه اوسو او تر منلو يا له نورو سره تر شريکولو وړاندې يې بايد کره والی مالوم کړو.