ښه ليکنه په لږو تورو ډېره مانا رسوي. ځينې وختونه موږ په ليکنه که داسې توري او عبارتونه کاروو چې د مفهوم په رسولو يا روښانولو کې هېڅ مرسته نه کوي. زيارکښ ليکوال هر توری داسې انتخابوي چې بدلول يا غورځول يې بشپړ پراګراف له کاره غورځوي. مګر د لټ ليکوال په ليکنو کې ګڼ داسې تورې، عبارتونه او آن جملې موندلای شو چې د ليکوال د ناغېړۍ ښکارندويي کوي. د داسې تورو نه کارول له ليکواله کار غواړي؛ مګر لوستونکي ته وخت ور سپموي او لوستل آسانوي. ښه ليکوال ټول زحمت پر ځان تېروي.
دلته يو څو داسې توري، عبارتونه او د هغوی بېلګې ګورو چې بايد له کارولو يې ډډه وشي.
"ټاکل شوې ده چې د هند ملي ټیم به په استرالیا کې د ډسمبر له ۱۷مې څلور ټېسټ لوبې وکړي." – آزادي راډيو
له پورته جملې "ټاکل شوې ده چې" وغورځوئ بيا يې ولولئ.
"ټاکل شوې ده چې سبا د جمعې په ورځ، حنيف اتمر په رسمي توګه د ولسمشريزو انتخاباتو لپاره ځان نوماند کړي." – سپوږمۍ راډيو
د سپوږمۍ راډيو له دې سرليک که "ټاکل شوې ده چې" ورغورځول شي پر ځای يې تر "ورځ" وروسته "به" ور ولوېږي هم به توري سپمول شوي وي هم به جملې رواني موندلې وي.
د ليکنې تر ټولو مهمه برخه سرليک دی. سرليک دی چې لوستونکی ليکنې ته ورکاږي يا يې ترې تښتوي. د علمي او ادبي ليکنو په پرتله په خبرليکنه کې سرليک لاډېر مهم دی. لوړ دوه د خبرونو سرليکونه ول.
پټ راز
"په کورني ژوند کې د خوښۍ او بريا يو پټ راز" – تاند ويبپاڼه
دلته هم ليکوال ځان نه دی خوار کړی. "پټ راز" يعنې څه؟ ځيرک ليکوال په سرليک کې "پټ راز" نه وايي، يوازې راز بس دی.
اوسنی مشر
"د افغانستان په کرکیټ بورډ کې یوې سرچینې دویچه ویله آلمان غږ ته وویل چې د کریکټ بورډ اوسنی مشر عزیز الله فضلي له دندې ګوښه کړل شوی دی." – المانغږ راديو
په پورته اوږده جمله کې که د پخواني مشر يادونه هم وای، بيا "اوسنی" مشر ويل بده نه وه مګر دې جملې له "اوسني" پرته هم خپل کار کولای شوای.
که ورته ځير شئ د اوسني مشر، اوسني ښاروال، اوسني والي... دا ډول بېلګې په ورځپاڼو او ويبپاڼو کې خورا ډېرې دي.
د اوس پر ځای اوسمهال او د اوسني پر ځای اوسمهالي کارول هم بېځايه مصرف دی.
وروستۍ پايله
"مطلب کې راغلي وروستۍ پايله به دا وي چې افغانستان کې د ملي يووالي حکومت جوړ شي او په کې اوس مهالى افغان حکومت او طالبان شامل وي" – بي بي سي
که څه هم د بي بي سي له پورته جملې ګڼ نور تورې هم تراشل کېدای شي – لکه د "اوس مهالی" پر ځای اوسنی – خو زه فقط "وروستۍ پايله" ځکه په نښه کوم چې دا عامه تېروتنه ده او د انګليسي له end-result څخه سرچينه اخلي. په انګليسي کې هم له result سره end کارول بېاړتيا زياتوب (اطناب) ګڼل کېږي خو بېتجربې ليکوالان يې بيا هم کاروي او ژباړنان يې هماغسې ټکي په ټکي ژباړي.
په بشپړ ډول ويجاړېدل/ په بشپړ ډول له منځه تلل
"د ماين چاودنو له امله د ناټو دوه ټانګونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي." – پژواک خبري اژانس
يوازې ويجاړ شوي يا له منځه تللي بسنه کوي. په بشپړ ډول ته اړتيا نشته.
دا او دې ته ورته ډېر داسې توري او عبارتونه شته چې تر کارولو مخکې يې بايد فکر وکړو چې د مانا په جوتتيا يا بشپړتيا کې مرسته کوي او که مو هېڅ بې هېڅه ليکنه اوږدوي او بېخونده کوي.
په لاندې ليست کې کاږه توري بېاړتيا دي خو موږ يې ډېری مهال له دغه ډول کارونګ سره مخامخېږو. ځوان ليکوال په تېره بيا د ژورناليزم او ادبياتو زدکړيالان بايد په ډېر پام او هڅه د دې تورو له دا ډول کارونې ډډه وکړي.
د اور په لمبو کې سوځېدل
رښتينې حقايق
جدی خطر/ جدی ګواښ
شخصی نظر
ګډه همکاري
کال دولس مياشتې
نوي نوښتونه
ټولټال لس نفره
تېر تاريخ
په ونه جګ/ټيټ
اوس مهال