لومړۍ جمله د يوې ليکنې تر ټولو مهمه جمله ده. دا جمله بايد دومره پياوړې وي چې تا د دويمې جملې لوستلو ته اړ کړي. د نثر استاد زينسر وايي که لومړۍ جمله تا د دويمې جملې لوستلو نه وهڅوي نو دا ليکنه بېحسه ده (۲۰۰۱). همداسې نو لومړی پېراګراف هم بايد ځواکمن وي او د لوستونکي پر زړه او ذهن اغېز وکړي؛ تلوسه ور واچوي؛ عواطف يې وپاروي؛ يا پوښتنې ورته را پورته کړي. لنډه دا چې په هره لاره وي لوستونکی بايد دې ته اړباسي چې ليکنه تر پايه ولولي. که لومړی پېراګراف دا ځواک نه لري چې لوستونکی د ټولې ليکنې لوستلو ته اړ کړي، لږ تر لږه د دويم پېراګراف لوستلو ته خو يې بايد وهڅوي.
دا بيا د دويم پېراګراف دنده ده چې لوستونکی دې ته لېواله کړي چې درېيم پېراګراف ته هم سر ور ښکاري کړي.
خو ځينې ليکنې خورا اوږدې وي. يوازې څو لومړي پېراګرافونه لوستونکی د ټولې ليکنې لوستلو ته نه شي مجبورولای. نو بيا؟
خبره دا ده چې يوه بېحسه ليکنه يوازې په يو څو ښو پېراګرافونو نه را ژوندۍ کېږي. او هره اوږده ليکنه بېحسه نه وي. مثلاً ډېری ناولونه که څه هم اوږده وي خو لوستونکی تر پايله له ځان سره ساتي، آن ځينې ناولونه خو داسې هم وي چې د انسان زړه نه غواړي چې پای ته ورسېږي.
کيسه څه ده؟ ولي ځينې ليکنې فقط يو مخ وي، خو لوستل يې لکه غره ته ختل مشکل وي؛ او ځينې ليکنې بيا تر لس، شل يا سل مخه هم اوږدې وي خو خوږې وي.
د دې پوښتنې ځواب ساده نه دی. ګڼ لاملونه شته چې په توسن يې يوه ليکنه دومره جزابه وي چې سړی يې په لوستلو نه مړېږي او بله ليکنه بيا دومره ستوغه وي چې لوستونکی تر درېيم پيراګرافه له ځان سره نه شي ساتلای.
عموماً د تخنيکي موضوعاتو ليکنې سختې وي، تخنيکي ګړنې په کې کارول شوي وي، يوازې له هماغه پوهنڅانګې سره تړليو کسانو ته د هضمولو وړ وي، پر نورو يې لوستل غمېږي. خو غير تخنيکي ليکنې بيا د دوی په پرتله اسانه لوستل کېدای شي. لکه ناول، لنډه کيسه، يونليک، خبري راپور او دې ته ورته. خو که ليکوال پر خپل مضمون، ژبه، او ليکوالۍ برلاسی وي پېچلي تخنيکي موضوعات هم په داسې بڼه وړاندې کولای شي چې عادي لوستونکی يې هم په شوق ولولي يا له لږ تر لږه له فکر کولو پرته په وپوهېږي.
د بېلګې په ډول: په ۲۰۰۱ کې اېپل شرکت د لومړي ځل لپاره ۵جيبي iPod جوړ کړ. هغه وخت د ۵جي بي تصور عام نه وو. ولسي خلګ نه پوهېدل چې ۵جيبي يعنې څه. د دې لپاره چې عام خلګ وپوهېږي چې د اېپل شرکت دا نوی "شی" څومره د کار "شی" دی، د ايپل شرکت د هغه وخت مشر سټيو جابز چې iPod معرفي کاوه نو د ۵جيبي د تخنيکي اصطلاح پر ځای يې په عامفهمه ژبه وويل چې "زر سندرې ستا په جيب کې". دا عبارت نه يوازې عامفهمه بلکې ډېر اغېزناک هم وو. د سندرو ميليونونه داسې مينوال يې د ايپل پر پلورنځيو ور مات کړل چې په دې نه پوهېدل چې iPod څو جيبي دی، خو دومره خبر ول چې زر سندرې کې ځاييږي.
دلته پر يو څو داسې لارو چارو ږغېږم چې په مرسته يې اوږدې يا د پېچلو موضوعاتو ليکنې هم خوندورېدای شي.
تقريباً ۱۶۰ کاله پخوا، د امريکا د نيواډا ايالت په ويرجينيا ښار کې د يوې ځايي ورځپاڼې دفتر ته يو ځوان ورغی. ځوان ځان معرفي کړ، نوم يې سېميول کليمينز ياد کړ. ويل يې په ليکوالۍ کې تکړه دی. د کار غوښتنه يې وکړه. د خپلې ليکوالۍ نمونه يې د ورځپاڼې مدير ته ښکاره کړه. مدير يې له ليکوالۍ اغېزمن شو.
په سبا سېميول کليمينز د مارک ټواين په مستعار نامه له ورځپاڼې سره کار پيل کړ. خو مارک ټواين فطرتي کيسهليکوال وو او د خبرليکنې په وچ نثر يې د کيسهليکنې تنده نه خړوبېده. د همدې تندې د ماتولو په پار مارک ټواين ژورناليسټيک بدعت وکړ او ژورناليزم ته يې د کيسو او افسانو خواږه را نقل کړل. ټواين خبرونه په داسې انداز ليکل چې لوستونکي به ګومان کاوه چې يوه افسانوي لنډه کيسه لولي. ده په غير افسانوي نثر کې هم د ناول او لنډې کيسې غوندې ډيالوګونه، صحنه سازي او کريکټران (لوبغاړي) وکارول. د ده ليکلی راپور چې به دې لوست تا به ګومان کاوه چې د هماغه پيښې په صحنه کې ولاړ يې او هر څه په خپلو سترګو وينې. مارک ټواين وروسته شاهکارونه وپنځول، نن مارک ټواين د انګليسي ادبياتو او ليکوالۍ په ډګر کې ډېر لوی نوم دی.
د ټواين غوندې ارنيسټ هيمنګوې هم د ليکوالۍ په لومړيو کې خبريالۍ ته مخه کړه. ده هم په غيرافسانوي نثر کې کيسهيز توکي کارول. د ټواين او هيمنګوې دې کار په ماډرن ژورناليزم کې د يوه لوی بدلون بنسټ کېښود، له همدې امله اوس په غربي ادبياتو او ژورناليزم کې خبري راپورونه د "نيوز سټوريز" يا خبري کيسو په نامه هم پېژندل کېږي. وروسته د نثر دې انداز نورو غيرافسانوي ژانرونو ته هم غځونې وکړې.
په غير افسانوي نثر کې د کيسهيزو توکو د کارولو په اړه کتابونه کتابونه څېړنې او ليکنې شوي دي او دا جوتوي چې کيسهييز توکي (د ناول او لنډې کيسې غوندې صحنهسازي، ډيالوګونه، او کريکټرونه) کارول نثر ته خوږلت بخښي او د اوږدو ليکنو لوستل او هضمول اسانوي. څيړنې ښيي چې هغه معلومات چې موږ ته د کيسې په بڼه راکول کېږي تر نورو معلوماتو په اسانه زموږ ذهن ته لاره کوي او تر ډېره زموږ په حافظه کې پاتېږي (هارټ، ۲۰۱۱).
امريکايي مقوله ده وايي "فیل به څنګه خورې؟ ګوله په ګوله" مانا دا چې ټول فيل په يوه ګوله نه خوړل کېږي. پر کوشنيو کوشنيو ټوټو يې ووېشه او يوه يوه ټوټه خوره. ليکنه چې هم ډېره اوږده شي لوستونکی يې په يوه ځل نه شي جذبولای. پر وړو برخو وېشل او هرې برخې ته جلا جلا سرليکونه ورکول د اوږدو ليکنو لوستل اسانوي. په دې ډول د لوستونکي د ستړيا مخه نيول کېږي، او هر نوی سرليک د يوه دمهځای دنده ترسروي. په دې ليکنه کې هم دا کار شوی دی. دا ليکوال ته هم کار اسانوي، لومړی د ليکنې پراخه موضوع ټاکي وروسته پر دې فکر کوي چې په موضوع کې دننه پر کومو فرعي موضوعاتو بحث کوي يا د موضوع پر کومو برخو ږغېږي، او بيا نو د هرې فرعي موضوع په اړه جلا جلا متمرکزه څېړنه او ليکنه کوي.
ښه ليکنه تصادفاً نه رامنځته کېږي. د هرې ښې ليکنې ډېرې جملې او توري څو څو ځلې ليکل کېږي، ړنګېږي او بيا ليکل کېږي. تر ډېر مښود وروسته هڅه کېږي چې تر ټولو بهترينه بڼه يې لوستونکي ته وړاندې شي. بيا پر هماغه بهترينه بڼه سور قلم را اخېستل کېږي، اضافه توري او آن جملې يې توږل کېږي. د امکان تر حده سادهګي او رواني ورکول کېږي.
د دې خبرې د لا رڼاوي لپاره دلته د استاد ويليم زينسر د يوه پېراګراف پښتو ژباړه او د هغه د ايډيټ انداز درسره شريکوم. دلته به وګورئ چې استاد زينسر د خپلې ليکنې له وروستۍ بڼې هم خورا ډېر توري او جملې غورځوي.
زما خواخوږي په ټوله مانا ورسره ملګرې ده. لوستونکی ډېر ټمبل نه دی. که لوستونکی لالهانده وي، عموماً علت يې دا دی چې د نثر ليکوال خواري نه ده کښلې.
دا ناغېړي څو بېلابېل ډولونه لرلای شي. ممکن جمله دومره بېخرته اوږده ده چې لوستونکی ورک دی چې آخر په دې جمله کې د ليکوال هدف یې څه دی. ممکن جمله دومره مغلقه او ګډه وډه اوډل شوې ده چې لوستونکی دوې يا درې بېلابېلې ماناوې ځنې اخېستلای شي. دی فکر کوي چې پوهېږي چې ليکوال څه ويل غواړي خو بيا هم باوري نه دی چې رښتيا هم ليکوال همدا ويل غواړي که بل څه. کېدای شي ليکوال د جملې په منځ کې نومځري (ضماير) بدل کړي وي، او يا کېدای شي د پېراګراف په منځ کې يې زمانې بدلې را بدلې کړي یا اړولي وي. نو لوستونکی ورک دی چې دا اوس څوک ږغېږي او چاته ږغېږي يا اصلاً دا پيښې څه وخت رامنځته کېږي (زينسر ۲۰۰۱. م م. ۱۰-۱۱).
يوازې د ليکنې پر ظاهري بڼه زيار ايستل هم بسنه نه کوي. د ليکنې بنسټ هم بايد پر قوي منابعو، هراړخيزه مطالعه او پراخه څېړنه ولاړ وي. د بالټيمور د The Sun ورځپاڼې خبريالې ډيانا ساګ د مرګ پر بستر د يوه پراته ماشوم د ژوند د وروستيو شپو او شېبو په اړه پر يوه خبري راپور دوه کاله کار وکړ. ډيانا له دې ماشوم سره د روغتون په کوټه کې شپه او ورځ پوره يوه مياشت تېره کړه. د هغه له ډاکټرانو، خپلوانو او مور و پلار سره يې ګڼې مرکې وکړې. د دغه نه رغېدونکي ماشوم ټول حرکات يې وڅارل او ياداښتونه يې واخېستل (هاروور، ۲۰۱۹). د دې دوو کالو په موده کې ډيانا کتابچې کتابچې معلومات را غونډ کړل. خو آيا ټول را غونډ کړي معلومات يې په ليکنه کې ځای پر ځای کړل؟
نه.
ډيانا يوازې هغه معلومات په راپور کې راوړل چې لوستونکو ته مهم او په زړه پورې ول. داسې معلومات چې هرې جملې ته يې لوستونکی هېښ پاتېدی، او بې اختياره يې ورته ژړل. د راپور وروستۍ بڼه يې فقط ۱۶ مخه شوه، او د ورځپاڼې په څلورو پرلپسې ګڼو کې خپره شوه. خو د دې مانا دا نه ده چې د ډيانا دوه کلنه خواري ټوله بې ګټې وه، ښه ليکنه واقعاً ډېر وخت او دقت غواړي. په دې اړه نور سپيناوی په همدې ليکنه کې د "تمرين" تر سرليک لاندې شته.
د هر اړخيزې څيړنې او دقيقې ليکوالۍ بله بېلګه د تامس پيټيګرو او لينډا ټراپ ليکوالي کېدای شي. د ارواپوهنې دې دوو پروفيسرانو دواړو شپږ کاله پر دې څېړنه وکړه چې د دوو مختلفو ډلو تر منځ اړيکې او راشه درشه د دوی ترمنځ د کرکې او تعصب په را کمولو يا زياتولو کې څه رول لرلاي شي (پيټيګرو او ټراپ ۲۰۰۶). په دې شپږکلنه څېړنه کې دوی د موضوع په تړاو تر ۵۰۰ زياتې پخوانۍ ليکنې، چاپ او ناچاپ آثار او معلوماتي ډاټابېسونه وکتل. د خپلې څېړنې ټوله پايله يې په يوه ۱۷مخيزه ليکنه کې خپره کړه.
ليکوالي د انسان په زړه او ذهن کې ناڅاپي نه را ټوکېږي. داسې هم نه ده چې يو څوک سهار له خوبه را کښېني ليکوال شوی وي. يا يوه ټاکلي عمر ته په رسېدو انسان ليکوال کېږي. ليکوالي لکه د ژوند نورې چارې، زده کېږي، وده کوي او په مينه پالل کېږي، په تکرار و تمرين پياوړتيا مومي. د ښو ليکوالانو ليکنې که اوږدې هم وي خو خوږې وي، د دوی د ليکنو د دې خوږلت يو علت ډېر تمرين دی. خو استاد اسد الله غضنفر د تمرين تر څنګ يوه بل خورا مهم ټکي ته اشاره کړې ده. استاد وايي کله کله ليکوال په ساعتونو ساعتونو د يوې جملې پر جوړولو يا سمولو کار او فکر کوي. خو بل ليکوال بيا ممکن په هماغه موده کې بشپړه مقاله وليکي، خو بيا هم هغه ليکوال تر ډېره بريالی وي چې پر يوه جمله ساعتونه ساعتونه وخت تېروي. استاد وايي ځينې ليکوالان په کلونو کلونو په راډيو يا ورځپاڼه غوندې ځای کې پر کار کولو سربېره هم د ښو ليکوالانو په ډله کې نه حسابېږي. د استاد په وينا د دې علت دا دی چې دوی له خپلو ليکنو سره چې څومره ښايي هغومره خواري نه کاږي، د وخت د کمښت په پلمه د مبهومو او ناسمو جملو د روښانولو او سمولو هڅه نه کوي يا په عاميانه اصطلاح تر سر يې تېروي (غضنفر، ۲۰۱۰). خو پام مو وي چې پر ليکنه ډېر دقت مو د لټۍ لپاره پلمه نه شي، داسې چې د ښې ليکوالۍ په لټه لټه له لويه سره هيڅ ليکوالي نه وکړئ.
اوڅار او بريالی کيسه ليکوال سټيون کينګ وايي "که غواړې ښه ليکوال شې، دوه کاروه وکړه: ډېر لوستل او ډېر ليکل." د ښې ليکوالۍ لپاره ښه لوستوالي خورا اړينه ده. د مشهورې پرنګۍ ليکوالې اګاتا کريسټي په اړه ويل کېږي چې مور يې نه غوښتل چې دا تر اته کلنۍ مخکې ليک لوست زده کړي خو اګاتا په خپل زيار د مور په غلا تر پېنځهکلنۍ مخکې لوستل زده کړل، او د هغه وخت د ماشومانو د ادبياتو او کيسو اکثر کتابونه يې ولوستل، هماغه و چې تر اتلس کلنۍ مخکې يې پخپله ليکوالۍ ته مخه کړه. اوس د اګاتا کريسټي کتابونه (۶۶ ناولونه او ۱۴ د لنډو کيسو ټولګې) تر يو مليارد ټوکه ډېر په اصلي (انګليسي) بڼه او په همدومره اندازه يې د آثارو ژباړې پلورل شوي دي (Christie's Life, 2021). دا مناسبه نه ده چې سړی ووايي چې د اګاتا کريسټي د دې دومره برياليتوب يوازينی يا تر ټولو لوی لامل په کم عمرۍ کې کتابونه لوستل وه. ممکن نور لاملونه ولري. اګاتا کريسټي يوه با استعداده ښځه وه، خو د دغه استعدادونو په را ټوکولو کې يې لوستوالي حتماً ونډه لري.
خبره لکه چې له اوږدو ليکنو څخه د ښو ليکنو او ښې ليکوالۍ خوا ته ولاړه، ماته هم دغسې ښکاري. خو اصلي خبر همدا ده. د دې لپاره هيڅ جادو، منتر يا بله لنډه لاره نشته چې په مټ يې يوه بې خونده اوږده ليکنه خوندوره او دومره خوږه شي چې لوستونکی یې په مينه مينه تر پايه ولولي. دا دېګ پر ساړه انګار پېخږي، وخت، زغم، زيار او خورا ډېر کار غواړي.
غضنفر، ا. (۲۰۱۰) د نثر ليکلو هنر. افغاني کلتوري ټولنه نيدرلېنډ
Christie's Life. (2021). Retrieved from Agatha Christie: https://www.agathachristie.com/about-christie
Harrower, T. (2019). Inside Reporting. McGrow Hill
Hart, J. (2011). Story Craft: The complete guide to narrative nonfiction. Chicago University Press
Pettigrew, T. F., and Tropp, L. R. (2006). A meta-analytic test of intergroup contact theory. Journal of Personality and Social Psychology, 90 (5), 751–783. doi.org/10.1037/0022-3514.90.5.751
Zinsser, W. (2001). On writing well. Harper Collins Publishers, Inc.