د رېګ مافيا
نورالباري مل
August 17, 2026
نورالباري مل
August 17, 2026
په تنګه کوڅه کې موټرسايکل د يوې نارنجي دروازې مخې ته ودرېد. دوه مخ پټي کسان را کښته شول. نارنجي دروازې ته يې کرار ټېله ورکړه او کور ته ننوتل…
شېبه وروسته د کور له انګړه د ډزو غږونه پورته شول. دواړه مول وهلي بيرته راووتل او پر موټرسايکل يې پښه واړوله.
يوه مېرمن په چيغو او وراخطايي هغې کوټې ته ولاړه چې د ډزو ږغونه ځنې را وتلي ول. په کوټه کې يو ۵۲کلن سپينږری په خپلو وينو کې رغښت. غوښتل يې څه ووايي، خو ژبه يې بنده وه.
زوی يې له ګاونډيانو موټر امانت واخېست چې خپل پلار روغتون ته پکې ورسوي. سړی روغتون ته پر لار ې مړ شو!
دا سړی پالیرام چوهان نومېدی او د هند په رايپور خادر سيمه کې يو عادي بزګر وو.
د پاليرام جرم څه وو؟ په کومه ګناه يې وواژه؟
پاليرام د بزګرۍ تر څنګ د خپل کلي د شورا غړی او مدني فعال وو. ده لس کاله د هغې جرمي او قاچاقي شبکې پر وړاندې مبارزه کړې وه چې د دوی په کلي کې د تېرېدونکي سيند له غاړې يې رېګ او جغل استخراجاوه. ده دې قاچاقي شبکو ته سرخوږی جوړ کړی وو او خبره يې د هند تر محکمو رسولې وه. د ده کورنۍ ادعا کوي چې دی يې د رېګ پر سر وواژه.
اوس پوښتنه دا ده چې رېګ نو څه کيسه لري؟ او په دې ارځي چې سړی ځان يا بل پر ووژني؟
رېګ په نړۍ کې تر اوبو را وروسته تر ټولو ډېر استخراجېدونکی شی دی، تر ګازو او تېلو هم ډېر. رېګ د خامو موادو په توګه په خورا ډېرو شيان کې کارول کېږي. مثلاً ټول کانګريټي جوړښتونه لکه څړکان، پلونه، هوايي ډګرونه، پخې ودانۍ او داسې نور. زړه ته دې لوېږي؟ د رېګ ځينې ډولونه د ټلفون، کمپيوټر او نورو برقي ماشينانو په چيپونو کې هم کارول کېږي. همدا ډول کړکيانې، هيندارې (دا نه هغه نورې هيندارې) هو د دې هيندارو په جوړولو کې هم يو ډول رېګ کارول کېږي.
د ملګرو ملتونو د چاپېريالي پروګرام د تحقيقاتو پر بنسټ نړۍ هر کال له ۴۰څخه تر ۵۰ ميليارده مېټريک ټنه پورې رېګ کاروي. د نړۍ پر مخ له اوبو پرته بل هيڅ شی په دومره اندازه نه کارول کېږي لکه رېګ. خو ستونزه دا ده چې د تېلو او نورو قدرتي منابعو غوندې، رېګ هم محدود او لږ دی.
ولي لږ دی؟ خو دښتونه له رېګو ډک دی، يوازې د خليج، سعودي عرب او اماراتو رېګ د ټولې نړۍ بس دی.
خو داسې نه ده؟
په ساينسي لحاظ دښتي رېګ په ډېرو مواردو په تېره بيا په ساختماني چارو کې د کارولو وړ نه دی. دا په دې چې د دبيديا د رېګ ذرې د پېړيو پېړيو بادونو له امله بیضوي شکل اخيستی دی او ښوی شوي دي. دا ذرې هغه ځيږوالی نه لري چې له سيمنټ او جغل سره تر يو ځای کېدو وروسته يو له بل سره سريښ شي او يو ډبرين جوړښت رامنځته کړي. د کانګريټ د استقادمت لپاره داسې رېګ ته اړتيا ده چې ذرات يې نامنظم او ځيږه وي چې يو په بل کې ولګېږي. دوبۍ چې خپل دښتونه يې له رېګو ډک دي، ساختماني رېګ له نورو هېوادونو څخه واردوي.
ساختماني رېګ د سيند او سمندر په غاړه او تل کې موندل کېږي.
رېګ ته معمولاً د عامه شتمنۍ يا ګډ مال په سترګه کتل کېږي. سيند د کلي تر څنګ تېرېږي، بستر يې له رېګ او شګو ډک وي، او هر څوک فکر کوي چې زه خو يوازې يو څو لارې باسم، په دې نو څه اسمان را چپه کېږي. خو کله چې سلګونه سوداګر، زرګونه لارۍ او لسګونه شرکتونه همدا کار وکړي نو د سيندونو بېخ ور کاږي.
يو قراردادي د سيند له غاړې رېګ باسي، سوداګر يې ښار ته وړي، شرکت نوي ودانۍ په جوړي، په ښار کې ابادي رامنځته کېږي، اقتصاد حرکت کوي، چې دا ټولې ښې خبرې دي.
نو په دې کې څه بده خبره ده؟
بده خبره دا ده چې د دې ډول ږغ ځای پر ځای نه اورېدل کېږي. د دې زيان او اغېز معلومېدل وخت اخلي. په ټولنيزو علومو کې دې ته د ګډې سرچينې ناورين يا تراژيدي اف دي کامنز وايي. داسې ناورين چې سمدستي ګټه يې يو څو محدودو کسانو ته رسي خو اغېز او زيان يې درسته ټولنه پرې کوي.
خبره دا ده چې سيند يوازې روانې اوبه نه دي، دا يو مغلق او څو اړخير قدرتي نظام دی چې د اوبو تر څنګ نور غړي هم لري. د سيند په بستر کې رېګ او جغل او تر سيند لاندې د اوبو زېرمې ټول يو پر بل پورې تړلي دي او په ګډه کار کوي.
رېګ د اوبو بهير ورو کوي او لکه سپنج اوبه ځان ته جذبوي، پاکوي يې او د ځمکې لاندې زېرمو ته يې ننباسي او په دې ډول د وچکالۍ په موسم کې د اوبو توازن ساتي.
له سيند څخه بې اندازې رېګ ايستل د سيند اندامونه غوڅول دي. چې په نتيجه کې يې ورور ورو د اوبو بهير تېزېږي، سيند ژورېږي، او بلاخره د ځمکې لاندې زېرمو ته د اوبو د ننوتلو وړتيا کمېږي چې په پايله کې يې د شاوخوا سيمو د اوبو څاوې او برمې وچېږې.
د ګډو سرچينو د غميزې د رامنځته کېدو يو علت دا دی چې د دې شتمنيو په اړه قانونسازي يا نه وي شوې او يا سمه نه وي. په ځينو مواردو که قانون جوړ شوی هم وي خو سم عملي کېږي نه. څار او نظارت کمزوری وي، رشوت او سياسي نفوذ کار چلوي او بلاخره دا عامه شتمنۍ په يوه پټ، خطرناک او وسله وال تور بازار بدلېږي.
پاليرام چوهان هم د همدې وسله وال تور بازار قرباني شو.
د ده سيمه، رايپور خادر، د هند نوي ډيلي ته نږدې وه چې هلته د نويو ساختمانونو لپاره ناپايه رېګ ته اړتيا وه. او د رايپور خادر شاوخوا د يمونا سيند په سېلابي ساحو کې د پېړيو په جريان کې خورا ډېر رېک را ټول شوی وو.
دې رېګ ته د زورورو قراداديانو او مافيايي کړيو پام اوښتی وو، دوی پر خپل سر د سيند غاړې ته څېرمه د کروندګرو ۲۰۰ جريبه مځکه لاندې کړې وه او هره ورځ يې زرګونه ټنه رېګ استخراجاوه. خو پاليرام چوهان، چې د کلي د شورا غړی هم وو، د دې ظلم پر وړاندې پټه خوله پاته نه شو. دی سربېره پر دې چې يو بې وسه بزګر وو خو داسې زورورو ته په غېږ ورغی چې پر وړاندې يې ځايي پوليس هم عاجز ول. د ده پر بار بار شکايتونو سربېره هم پوليسو د ده خبرې يې تر سر تېرولې. ده د خپلې کليوالي شورا له لارې ټوله هڅه وکړه چې د دې زرواکۍ مخه ونيسي خو بريالی نه شو.
بلاخره په ۲۰۱۳ کې د هند د چاپېريال او ځنګلونو وزارت يوه څېړنيز پلاوې په همدې ولسوالۍ کې پراخې ناقانونه کيندنې تائید کړې. ما د سټلايټ له لارې د دې سيمې تاريخي انځورونه وکتل، دلته د رېګو د استخراج اړوند فعاليتونه په خورا روښان ډول معلومېږي. خو د پاليرام مړينه بيا هم د ېوې معما غوندې پاتې شوه. د ده کورنۍ يې د رېګو د مافيا کار بولي، پوليس وايي دا د مځکې پر سر شخړه وه، خو د همدې هندي پوليسو په وينا په دې سيمه کې د ريګو مافيا دومره زوروره ده چې څو ځله يې له پوليسو سره وسلواله نښته کړې ده.
د پاليرام مبارزه اوس په يوه ملي مبارزه بدله شوې ده او د هغه زوی آکاش چوهان يې مخ ته وړي.
خبره دا ده چې دا يوه منزوي پېښه نه ده. په مراکش کې د ساختماني رېګ نږدې نيمايي په ناقانونه توګه کيندل کېږي. په ۲۰۱۰ کې لسګونه ماليزيايي چارواکي د رشورت په تور تورن شول چې قاچاقي رېګ يې سنګاپور ته لېږداوه. او په هند کې د دولتي کارکوونکو، مدني فعالانو او ژورنالستانو په ګډون د رېګ پر سر په تاوتريخوالي کې سلګونه کسان وژل شوي دي.
ثميره عبدالعلي يوه هندۍ مدني فعاله ده. په ۲۰۰۶ کې دې د رېګو د ناقانونه استخراج پر وړاندې په محکمه کې عرض وکړ. خو د رېګو مافيايي کړيو ثميره وګواښله، حتی مرګوني بريدونه يې پر وکړل خو دا له خپله کاره يو قدم پر شا نه شوه. بلاخره يې د هند دولت مجبور کړ چې د رېګو د استخراج په اړه قانونسازي وکړي. د دې د مبارزې په پايله کې د هند په تاريخ د لومړي ځل لپاره محکمې د رېګ د استخراج د مخنيوي حکم وکړ. په هند کې پر محلي او ملي کچه د رېګو د استخراج لپاره پالسيانې او تګلارې جوړې شوې. حتی پر نړيواله کچه د ملګرو ملتونو له لورې د رېګو بېباکه استخراج ته د يوه چاپېريالي خطر په سترګه وکتل شوه.
خبره دا ده چې افغانستان هم له دې نړيوالې فاجعې څخه خوندي نه دی. ما هڅه وکړه چې د افغانستان لپاره شمېرې او ارقام پيدا کړم چې زموږ له سيندونو هر کال څومره رېګ ایستل کېږي؟ څوک يې قرارداديان دي؟ دې سيندونه ته پر څېرمه سيمو يې څه اغېز کړی دی؟ تر مځکې لاندې د اوبو زېرمو ته يې څومره زيان رسولی دی؟
دا ارقام نشته.
خو دا ارقام شته چې يوازې د کابل اوبه په تېرو لسو کالو کې شاوخوا دېرش متره ټيټې شوې دي، دا ارقا شته چې اوس فقط اوبو ته تر رسېدو پورې ځينې برمې بايد ۱۵۰متره ژورې وکيندل شي.
خبره دا نه ده چې د افغانستان د اوبو ناورين يوازې د رېګو د استخراج له امله دی. ګڼ لاملونه لري، او بايد جدي بحثونه پر وشي. دا سې هم نه ده چې زموږ نور ټول مشکلات حل دي، فقط د رېګو د استخراج له ستونزې کړېږو، خو غم دا دی چې زموږ نورې ستونزې دومره لويې دي چې دا ډول خاموش ناورينونه په کې ورکېږي.
او له حاکمې ډلې څخه هم د رېګو غوندې نسبتاً فرعي موضوعات خو پرېږده، په ټول کې د چاپېريال ساتنې، اقتصاد، لوږې، روغتيا او زدکړو غوندي حياتي مسایل لا پاتې دي.
د رېګ او اوبو لپاره به قانونسازي وروسته وشي، اول خو بايد د هغه ځوانانو شمېر معلوم شي چې ورېښتان يې په غربي طرز جوړ کړي دي.